تازه خبرونه
ایران د اسلامي امارت له مشرانو پرته د افغانستان په اړه سیمه ییزه ناسته جوړوي
ټاکل شوې، چې د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته سبا چارشنبه د لړم پر پېنځمه په تهران کې جوړه شي؛ خو دې ناستې ته اسلامي امارت بلل شوي ندي او چارواکو یې ویلي، چې په دې ناسته کې ګډون نکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند سعید خطیبزاده ویلي؛ د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو دغه ناسته به د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي پر وینا پرانیستل شي.
د ایران ایرنا خبري آژانس د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په تړاو د نوموړي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د روسیې په ګډون د افغانستان ۶ ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته به په حضوري بڼه جوړه شي.
هغه ویلي؛ په دې ناسته کې به د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري بڼه او د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به انلاین ونډه ولري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې د یوشمېر هېوادونو سفیران به هم په دې ناسته کې ګډون ولري.
خطیبزاده زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به هم سبا دغې ناستې ته خپل پیغام راولېږي.
نوموړي په ډاګه کړې: دا ناسته به سبا ته د افغانانو د ارمانونو پر پوره کولو او د دې هېواد پر راتلونکي راوڅرخي.
افغانان دمګړۍ د خپلو ارادو د پلي کولو لپاره له ګاونډ هېوادونو څخه د بشري مرستو هیله لري.
خطیب زاده وایي؛ اوسمهال مونږ د څلور میلیون افغانانو کوربانه یو. د افغانستان حکومت باید د افغانانو غوښتنو ته پام راواړوي د یوې مسوولې ادارې په توګه ورته خدمات وړاندې او د ټولو قومونو او مذهبونو په ګډون دې ټولمنلی او پایداره دولت جوړړولو ته چارې چارې ولټوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د تهران په ناسته کې به د سیمې هېوادونه د امنیتي خوندیتوب، اقتصادي ثبات او یو ټولمنلي حکومت په اړه د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.
هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نهیوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»
هغه د شوروي اتحاد او امریکا لهخوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.
دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.
تازه خبرونه
د کونړ زلزلهځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزلهځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزلهځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.
د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»
ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزلهځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.
-
سوداگري3 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ2 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد ۲۰۲۵ کلنی راپور؛ یونیسف اړینو چوپدتیاوو ته د میلیونونو افغان ماشومان له لاسرسي خبر ورکړ
-
نړۍ3 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
