سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار سيمه ييزو استازيو يو ځل بيا د فساد په وړاندې د لاريون گواښ وكړ
په ملي شورا کې د ننگرهار استازيو، د ولایتي شورا غړيو، جهادي قومندانانو او قومي مشرانو دولت ته خبرداری ورکړ، چې که په ننگرهار کې د فساد، غصب او نورو خپلسریو مخه ونه نیول شي او په ولايتي اداره كې سالم بدلون رامنځته نه شي؛ نو په پراخولاریونونو به لاس پورې کړي.
دوی ولایتي چارواکي په اداري فساد، د ځمکو پرغصب او وظيفوي عفلت تورنوي.
دغه کسان خپلې ځينې غیرې قانوني کړنې هم مني او د سمون ژمنه یې کوي.
درې اوونۍ وړاندې د ننگرهار د بېلابېلو سیمو زرگونو کسانو د ولسي جرگې د غړي ظاهر قدیر په مشرۍ د شېرزي پر ضد لاریونونه پیل کړل؛ خو سلگونه نورو بیا د ولسي جرگې د بل غړي فریدون مومند تر مشرۍ د والي په ملاتړ غوندې پیل کړې.
په دې لړ كې د پارلمان او ولایتي شورا ځينې غړي او پخواني جهادي قوماندانان هم د یوې او بلې غاړې په خوا کې ودریدل. دې حرکتونو په ننگرهار کې د قومونو او ځینو اشخاصو ترمنځ شخړو ته لمن ووهله.
د همدې ستونزو د حل په موخه د تېرې پنجشنبې په ورځ(د غويى۱۲) یادې ټولې غاړې سره راټولې شوې او پرېکړه یې وکړه، چې که د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ولایتي ادارې کړنې سمې نه شوې؛ نو ټول به په گډه د ولایتي ادارې پر سرنویشت نوې پرېكړه كوي.
د یادې نېټي په پوره کیدو د یکشنبې په ورځ(د غويى۱۵) بیا یادې ټولې خواوې راټولې شوې او ولسمشر ته یې خبرداری ورکړ، چې که ژر تر ژره د ننگرهار په اداره کې د سالیم بدلون لپاره پرېكړه ونه شي او دلته د فساد، د ځمکو د غصب او نورو خپلسریو د مخنیوي لپاره لاس پکار نه شي؛ نو په پرا خو لاریو نونو به لاس پورې شي.
دولسي جرگې لومړی مرستیال میرویس ياسيني وايي:
اداره په بې کچې فساد او وظيفوي غفلت کې ښکېل ده، خو مرکزي دولت یې په اړه بې غوره پاتې دی.
د ننگرهار ځینې استوگن بیا د دې ناستو د ځینو مشرانو له کړنو په تنگ دي او وايي ځینې مشران د خلكو پر سرونو سودا گري کوي او ولس د خپلو شخصي گټو قرباني کوي.
عام خلک د ستونز و د حل غوښتنه کوي.
د مشرانو جرگې ريیس فضل هادي مسلیمار د دې خلکو اندېښنې په ځای بولي.
د والي ویاند احمدضیا عبدالزى وايي، چې ولایتي اداره په دې اړه کوم نظرنه څرگندوي.
د یادونې وړده، چې د والي پر ضد له دې نویو حرکتونو یونیم کال وړاندې په همدې ناستو کسانو کې ځینو مشرانو د والي پر ضد ورته حرکتونه پیل کړي ول، خو د لنډې مودې په تېریدو له یو لړ جوړجاړیو وروسته یې بېرته پای ته ورسول.
سیمه ییز خبرونه
ایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
راپورونه ښيي؛ د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند وضعیت اوس هم ناڅرګند دی، خو ایران په دې سیمه کې خپل واک او څار زیات کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې هر ډول رښتینی اوربند هغه وخت ممکن دی، چې د ایران پر سمندري سوداګرۍ محدودیتونه لرې شي. هغه سمندري محاصره د احتمالي هوکړو څخه سرغړونه بللې ده.
همدارنګه سپاه پاسداران څرګنده کړی، چې دوه بهرنۍ بېړۍ د مقرراتو د ماتولو او د جواز د نشتوالي له کبله درول شوې دي. دغه راز، امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې پر یوې بلې بېړۍ ډزې شوې دي؛ خو کوم زیان نهدی اوښتی.
امریکا دا هڅې «سمندري غلا» بللي او په ځواب کې یې د سمندري محاصرې او د ځینو ایراني بېړیو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.
دې وضعیت د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپارولې او د برنټ اوومو نفتو د هر بېرل بیه یې تر ۱۰۰ ډالرو لوړه کې ده.
دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ دا لار له جدي خطر سره مخ کړي.
سیمه ییز خبرونه
شهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د ایران او امریکا او اسرائیلو ترمنځ د نښتې د اوربند د غځولو په اړه شوې او له دې اقدامه یې مننه کړې ده.
شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.
هغه ویلي؛ هیله ده، چې دواړه لوري اوربند روان وساتي او د خبرو اترو دوهیم پړاو به د شخړې په دایمي پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، چې د سولې خبرې په اسلامآباد کې د تاوتریخوالي د کمولو او سیاسي حل ته د رسېدو لپاره دوام مومي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې له دې مخکې ټرمپ ویلي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند به تر هغه وخته پورې وغځول شي، چې ایران رسمي وړاندیز وړاندې کړي او خبرې اترې پای ته ورسیږي.
سیمه ییز خبرونه
آیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
رویترز خبري آژانس په یوه راپور کې دا موضوع څېړلې، چې آیا ایران له حقوقي پلوه کولی شي له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر تګ راتګ پیسې وضع کړي او که نه؟!.
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
هرمز تنګی څه ډول سیمه ده؟
هرمز تنګی هغه اوبلاره ده، چې فارس خلیج له عمان خلیج سره نښلوي او د ایران او عمان په سمندري اوبو کې پروت دی. دا د نړۍ د انرژۍ د لېږد لویهلار ګڼل کیږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي.
د دې اوبلارې اوږدوالی شاوخوا ۱۶۷ کیلومټره دی او په یوه نرۍ برخه کې د بېړیو د تګ راتګ دوه بېلابېلې لارې د حایل سیمې په توګه لري.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته دا لار په عملي ډول محدوده کړې او د کړکېچ د پای ته رسېدا د شرطونو په توګه یې په کې پر تګ راتګ د پیسو غوښتنه کړې؛ خو د دې پیسو د عملي اخیستلو څرنګوالی تر دې دمه روښانه نهدی.
نړیوال قانون څه وايي؟
د سمندرونو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون، چې په۱۹۸۲ ز.کال کې تصویب شوی او له ۱۹۹۴ راپدېخوا پلی کیږي؛ په نړیوالو تنګیو کې بېخنډه «ټرانزیټي تګ» حق ډاډمنوي.
دغه سمندري هوکړه ساحلي هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو سمندري اوبو په حدودو کې تګ راتګ تنظیم کړي؛ خو باید د بېړیو بېضرره او آزاد تګ راتګ هم ډاډمن کړي.
خو ایران او امریکا دا کنوانسیون نهدی لاسلیک کړی، چې حقوقي بحثونه نور هم پېچلې کوي.
د پیسو وضع کولو احتمالي ستونزې
رویترز راپور ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون د پلي کولو لپاره مستقیم اجرائیوي میکانیزم نشته. که څه هم نړیوالې محکمې پرېکړې کولی شي؛ خو د پلي کېدا مستقیم ځواک نهلري.
دغه راز هېوادونه او شرکتونه کولی شي د بېړیو د لارو پر بدلولو یا د هغو بنسټونو پر ضد د هدفمندو بندیزونو له لارې، چې له دې پیسو سره تړاو ولري؛ د دې کړنې مخه ونیسي.
دغه راپور زیاتوي، چې ځینې شرکتونه اوس له هرمز تنګي څخه د تېرېدا بدیلې لارې ارزوي.
-
سوداگري3 days agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
تازه خبرونه5 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
نړۍ4 days agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ3 days agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
څار4 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
سوداگري4 days agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي

