Connect with us

لوبی

د ۲۰۲۲ ژمني المپیک د سرو زرو لومړی مډال ناروې خپل کړ

خپور شوی

د

په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال ژمني اولمپيک لوبې له مراسمو وروسته نن شنبه (د قوس ۱۶ ) پيل شوې او د ناروې استازي د دې دورې د سرو زرو لومړی مډال وګاټه.

د کراس کنټري سکیینګ سیالۍ او د ۷.۵ کیلومټره + ۷.۵ کیلومټره د سکیاټلون په سیالۍ کې د ناروې “ټرسه جوهګ” د ۴۴:۱۳.۰۷ دقیقو په وخت کې لومړی مقام خپل کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

له دې ورزشکارې وروسته د روسیې د المپیک کمېټې سکایرې “نتالیا نیپریاوا” د سپینو زرو مډال او له اتریش څخه “تیریسا استادلوبر” د برونزو مډال وګاټه.

په دې سیالیو کې ۶۵ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.

لوبی

علي بلال د درېیم ځل لپاره د مستر المپیا دوه‌یم مقام خپل کړ

علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوه‌یم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.

Published

on

د بدني ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د درېیم پرله‌پسې ځل لپاره د مسټر المپیا سیالیو د نرینه‌وو په فزیکي لوبو کې دوه‌یم مقام خپل کړ.

علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوه‌یم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.

علي بلال له دې مخکې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پټرزبورګ پرو سیالیو دوه‌یم مقام هم خپل کړی دی.

د سږني مسټر المپیا سیالۍ د امریکا په لاس‌ویګاس ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې دي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۰-۲ ماتې ورکړه

دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۵, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په پېنځه‌ویشتمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب ته۰-۲ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو هڅې وکړې؛ خو له رامنځته شویو فرصتونو هیڅ یو هم پر ګول وهلو بریالی نه‌شو او دواړه لوبډلې له ګول پرته مساوي پایلې سره دمه‌ځای ته ولاړې.

د دوه‌یمې نیمایي له پیل یوازې دوه دقیقې وروسته ابومسلم فراه لومړی ګول وواهه او له سیالې لوبډلې مخکې شو.

وروسته علی‌رضا پناهي د ابومسلم فراه لپاره دوه‌یم ګول وواهه او خراسان فاریاب ته یې د دوه‌یم ګول اجازه ورکړه، چې په پایله کې لوبه د ابومسلم فراه پر بریا پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې د ابومسلم فراه لوبغاړو ۱۳ فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. خراسان فاریاب هم اووه فاولونه وکړل او یو ژېړ کارت یې ترلاسه کړ.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه

دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۵, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په څلیریشتمه لوبه کې عمر ځواک هرات لوبډلې طوفان هرات ته ۱- ۰ ماتې ورکړه.

دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو لپاره ګڼې هڅې وکړې، خو رامنځته شوي فرصتونه پر ګول بدل نه‌شول.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې شاداب ملک‌زاده د لوبې پر شپږاتباومه دقیقه کې پر یوه ښکلي ګوزار د عمر ځواک هرات لپاره لومړی او یوازنی ګول وواهه.

په دې لوبه کې طوفان هرات اته فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. عمر ځواک هرات شپږ فاولونه وکړل، یو ژېړ او یو سور کارت یې هم ترلاسه کړ.

طوفان هرات به په خپله راتلونکې لوبه کې د سپټمبر پر نهه‌ویشتمه له عینو مېنه کندهار سره ولوبېږي او عمر ځواک هرات به د سپټمبر پر دېرشمه له ابومسلم فراه سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!