Connect with us

سوداگري

د ۳۲ میلیونه ډالرو یوه بله بسته کابل ته راورسېده

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۴۰۱)

له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې نن (سې شنبه د وري ٢٣ ) د ٣٢ ميليون امريکايي ډالرو پر ارزښت يوه بله ټولګه هم کابل ته راورسېده او د افغانستان نړيوال بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د دغو نغدي بشري مرستو د ستاینې تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د بانکدارۍ له لارې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې پراخې کړي.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، د بانکدارۍ له لارې بشري مرستې روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته به د مرستو په رسولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.

د افغانستان بانک زیاته کړې؛ د افغانستان بانک له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیله لري، چې نړیواله ټولنه به هم له د افغانستان بانک سره د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې همکاري وکړي.

سوداگري

افغان – ترکمن شرکتونو د ودانیزو او خوراکي توکو تړونونه لاسلیک کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان او ترکمنستان شرکتونو د ودانیزو او خوراکي توکو په ګډون له ۱۰ ډېر تړونونه او دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

دغه تړونونه هرات ولایت ته د ترکمنستان د سوداګرو پلاوي د سفر پر مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي په حضور کې لاسلیک شوي دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نورلدین عزیزي د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې څرګنده کړې: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی، چې دواړه لوري باید پوره ګټه ترې پورته کړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ یاد تړونونه ترکمنستان ته د دغه وزارت د چارسمبالي د سفر او د ترکمنستان له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره د کتنې په پایله کې لاسلیک شوي دي.

له دې مخکې د ترکمنستان دې پلاوي ویلي وه، چې د دوی موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي؛ نو هڅه کوي هر کال له افغان صنعتکارانو څخه سلګونه ټنه ودانیز توکي لکه سیخ، رنګ او مرمر ډبرې واخلي.

Continue Reading

سوداگري

د ترکمنستان صنعتکاران د هرات ساختماني توکو پېرودلو ته لیواله دي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د ترکمنستان د صنعتکارانو اقتصادي پلاوى، چې هرات ته پر درې ورځیني سفر راغلی؛ د مرمر د ډبرو، سیخ او د ودانیزو رنګونو د تولید له کارخونو لیدنه وکړه.

هرات ته د ترکمنستان د خصوصي سکټور د اقتصادي پلاوي غړي وایي؛ د دوی موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي. دغه راز هڅه کوي، چې هر کال له افغان صنعتکارانو څخه سلګونه ټنه ساختماني توکي واخلي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان او ترکمنستان د صنعتکارانو ترمنځ  ځینې تفاهم لیکونه هم  لاسلیک شي.

د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي غړی چاریار وایي: په دې سفر کې، چې مونږ هرات ته کړی؛ هغه محصولات مو، چې په کارخونو کې ولیدل په ځانګړي توګه د مرمر او اونیکس ډبرو، لاسي صنایعو، په برخه کې  دا رښتیا هم زړه‌راکښونکي دي. په طبیعي توګه، لاسي صنایع د نړۍ ترټولو قیمتي او مشهور  توکي بلل کیږي. مونږ د هغو محصولاتو له امله حیران شوو، چې مونږ دلته ولیدل.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي، د هرات صنعتي ښارګوټي اوس په بېلابېلو سکټورونو کې د توليدي توکو د صادرولو توان لري. دا مهال د مرمرو د پروسس په برخه کې شاوخوا ۴۰ شرکتونه فعالیت کوي، چې د هرات له صنعتکارانو سره د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي هوکړه د ساختماني توکو د سوداګرۍ په برخه کې یو ارزښتناک ګام بلل کېدی شي.

د یوې کارخونې خاوند احسان الله په دې باور دي، چې په دې وروستيو کلونو کې د ساختماني توکو د توليد وضعيت ښه شوى، د مرمر او سیخ د توليد او پروسس په برخه کې ظرفيتونه زيات شوي دي.

ویل کیږي، چې دا مهال د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې اته سوه کارخونې فعالې دي، چې د ترکمنستان اقتصادي پلاوی به د ساختماني توکو د پېرلو په برخه کې د هرات له صنعتکارانو سره هوکړې ته ورسېږي.

Continue Reading

سوداگري

په ۱۴۰۲ مالي کال شاوخوا (۱۷۹) زره ټنه قاچاقي توکي کشف او نیول شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ګمرکونو کې پر مهمو اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره له فساد سره د مبارزې تر څنګ د قاچاقي توکو مخنیوی هم شوی دی.

د مالیې وزارت د خبرپانې له مخې؛ د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکیو په تېر مالي کال کې د ګڼ شمېر بې کیفیته او قاچاقي توکو مخه نیولې ده.

د مالیې وزارت په څرګندونو کې راغلي، چې د ګمرکونو مسوولینو د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۱۷۸ زره ۱۹۴ ټنه بې کیفیته او ممنوعه توکو مخه نیولې، چي په کي طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشه‌یي مواد او داسي نور شته دي. دغه توکي، چي په قاچاقي ډول په غیر رسمي لارو له ګاونډ هېوادونو، په ځانګړي توګه له پاکستان څخه افغانستان ته را وړل کېدل؛ نیولي او عاملین یې اړوند ارګانونه ته ورپېژندل شوي دي.

ویل کیږي، چې د هېواد په ټولو لویو لارو کې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځند څارنې ډلې څارنه او ګزمې کوي او هیچا ته اجازه نه‌ورکوي هغه توکي، چي د کورني صنعت د ودې او پرمختګ د محنیوي سبب ګرځي؛ ولېږدوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!