سوداگري
اسلامي امارت پر بشري مرستو ګمرکي محصول لغو کړ
د افغانستان اسلامي امارت پرون د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند پر مشرۍ د کابینې په غونډه کې د بشري مرستو په اړه د مالیې وزارت د ګمرکي محصول د معافیت وړاندیز تصویب کړی دی.
کابینې هغو وزارتونو ته، چې مرستې تر لاسه کوي هم سپارښتنه کړې، چې د مرستو د اړوند کاروانونو له رارسیدو لږ تر لږه دوه ورځې مخکې باید مالیې وزارت ته خبر ورکړي.
په افغانستان کې د اټکل له مخې څلیریشت اعشاریه څلور میلیون خلک، چې خوراکي توکو ته لاسرسی نلري د بشري مرستو ملاتړ ته پوره اړتیا لري.
د دې ترڅنګ کابینې پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې کړې دي. کابینې همدا راز مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د هېواد په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د VIP دالانونو او سالونونو د بیا پرانستلو بهیر وارزوي او د هوايي ډګرونو په نورو برخو کې شته ستونزې وارزوي او حل کړي.
سوداگري
افغان – ترکمن شرکتونو د ودانیزو او خوراکي توکو تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان او ترکمنستان شرکتونو د ودانیزو او خوراکي توکو په ګډون له ۱۰ ډېر تړونونه او دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
دغه تړونونه هرات ولایت ته د ترکمنستان د سوداګرو پلاوي د سفر پر مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نورلدین عزیزي د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې څرګنده کړې: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی، چې دواړه لوري باید پوره ګټه ترې پورته کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ یاد تړونونه ترکمنستان ته د دغه وزارت د چارسمبالي د سفر او د ترکمنستان له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره د کتنې په پایله کې لاسلیک شوي دي.
له دې مخکې د ترکمنستان دې پلاوي ویلي وه، چې د دوی موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي؛ نو هڅه کوي هر کال له افغان صنعتکارانو څخه سلګونه ټنه ودانیز توکي لکه سیخ، رنګ او مرمر ډبرې واخلي.
سوداگري
د ترکمنستان صنعتکاران د هرات ساختماني توکو پېرودلو ته لیواله دي
د ترکمنستان د صنعتکارانو اقتصادي پلاوى، چې هرات ته پر درې ورځیني سفر راغلی؛ د مرمر د ډبرو، سیخ او د ودانیزو رنګونو د تولید له کارخونو لیدنه وکړه.
هرات ته د ترکمنستان د خصوصي سکټور د اقتصادي پلاوي غړي وایي؛ د دوی موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي. دغه راز هڅه کوي، چې هر کال له افغان صنعتکارانو څخه سلګونه ټنه ساختماني توکي واخلي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم ویلي؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان او ترکمنستان د صنعتکارانو ترمنځ ځینې تفاهم لیکونه هم لاسلیک شي.
د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي غړی چاریار وایي: په دې سفر کې، چې مونږ هرات ته کړی؛ هغه محصولات مو، چې په کارخونو کې ولیدل په ځانګړي توګه د مرمر او اونیکس ډبرو، لاسي صنایعو، په برخه کې دا رښتیا هم زړهراکښونکي دي. په طبیعي توګه، لاسي صنایع د نړۍ ترټولو قیمتي او مشهور توکي بلل کیږي. مونږ د هغو محصولاتو له امله حیران شوو، چې مونږ دلته ولیدل.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي، د هرات صنعتي ښارګوټي اوس په بېلابېلو سکټورونو کې د توليدي توکو د صادرولو توان لري. دا مهال د مرمرو د پروسس په برخه کې شاوخوا ۴۰ شرکتونه فعالیت کوي، چې د هرات له صنعتکارانو سره د ترکمنستان د اقتصادي پلاوي هوکړه د ساختماني توکو د سوداګرۍ په برخه کې یو ارزښتناک ګام بلل کېدی شي.
د یوې کارخونې خاوند احسان الله په دې باور دي، چې په دې وروستيو کلونو کې د ساختماني توکو د توليد وضعيت ښه شوى، د مرمر او سیخ د توليد او پروسس په برخه کې ظرفيتونه زيات شوي دي.
ویل کیږي، چې دا مهال د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې اته سوه کارخونې فعالې دي، چې د ترکمنستان اقتصادي پلاوی به د ساختماني توکو د پېرلو په برخه کې د هرات له صنعتکارانو سره هوکړې ته ورسېږي.
سوداگري
په ۱۴۰۲ مالي کال شاوخوا (۱۷۹) زره ټنه قاچاقي توکي کشف او نیول شي
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ګمرکونو کې پر مهمو اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره له فساد سره د مبارزې تر څنګ د قاچاقي توکو مخنیوی هم شوی دی.
د مالیې وزارت د خبرپانې له مخې؛ د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکیو په تېر مالي کال کې د ګڼ شمېر بې کیفیته او قاچاقي توکو مخه نیولې ده.
د مالیې وزارت په څرګندونو کې راغلي، چې د ګمرکونو مسوولینو د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۱۷۸ زره ۱۹۴ ټنه بې کیفیته او ممنوعه توکو مخه نیولې، چي په کي طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشهیي مواد او داسي نور شته دي. دغه توکي، چي په قاچاقي ډول په غیر رسمي لارو له ګاونډ هېوادونو، په ځانګړي توګه له پاکستان څخه افغانستان ته را وړل کېدل؛ نیولي او عاملین یې اړوند ارګانونه ته ورپېژندل شوي دي.
ویل کیږي، چې د هېواد په ټولو لویو لارو کې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځند څارنې ډلې څارنه او ګزمې کوي او هیچا ته اجازه نهورکوي هغه توکي، چي د کورني صنعت د ودې او پرمختګ د محنیوي سبب ګرځي؛ ولېږدوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
لوبی5 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
نړۍ1 day ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري2 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ