تازه خبرونه
د افغان شخصیتونو د راستنولو کمیسیون کړنلاره تصویب شوه
چارواکو ويلي، چې هېواد ته د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو کمیسیون کړنلاره تصویب شوې او ډېر ژر به اعلان شي.
له افغان شخصیتونو سره د خبرو او هېواد ته یې د بېرته راستنولو کمیسیون د سپیدارماڼۍ د لومړي وزیر په سیاسي دفتر کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د کمیسیون غړيو خپله کاري لایحه تصویب کړه، چې له عمومي کیدو او اعلانیدو سره به په رسمي ډول خپل کار پیل کړي.
د اسلامي امارت د سیاست شنونکي حسن حقیار ویلي؛ په دې کمیسیون کې به له ټولو مخورو شخصیتونو سره، که هغه ښځې وي او که نرینه اړیکې ونیول شي او کمیسیون چمتو دی، چې وطنپاله مخکښ شخصیتونه بېرته هېواد ته راستانه کړي.
یو شمېر سیاسي هڅاندو سره دا پوښتنه رامنځته شوې، چې آیا سیاسي څېرې یوازې د عادي ژوند لپاره هېواد ته راغوښتل کیږي او که په حکومت کې د سیاسي فعالیت او ګډون لپاره ورته زمینه برابرېږي؟!
سیاسي هڅاند سید جواد حسیني وایي: مونږ له امارت ( اسلامي امارت) غواړو، چې د کمیسیون د پروګرام د عملي کولو لپاره هغو سیاسیونو ته کاري زمینه او د فعالیتونو آسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې له هېواده وتلي او د هر چا د راستنیدو تضمین باید وړاندې شي؛ ځکه هر څوک باید ځان د حکومت په هېنداره کې وویني.
د افغانستان په ګاونډ کې ایران، چې د یو شمېر سیاسي څېرو کوربه هم دی، یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په دې وروستیو کې د د سیاستوالو د راستنولو د کمیسیون غړي انس حقاني ویلي، چې شاوخوا ۵۰ پخواني حکومتي چارواکي افغانستان ته راستانه شوي او د نورو سیاسي شخصیتونو د بېرته راوستلو هڅې هم روانې دي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
څار5 days agoڅار: د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې
