Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

جنوبي کوریا او امریکا د شمالي کوریا د توغندیو په غبرګون کې اته توغندي وتوغول

خپور شوی

د

سویلي کوریا او امریکا ویلي، چې دوی د شمالي کوریا لخوا د یکشنبې پر ورځ د لنډ واټن ویشتونکيو بالستیک توغندیو په غبرګون کې د دوشنبې پر سهار له ختیځ ساحله اته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي وتوغول.

د سویلي کوریا یونهاپ خبري آژانس د جنوبي کوریا د پوځ له قوله ویلي، چې دا عمل د شمالي کوریا د توغندیو د توغولو په غبرګون کې د جنوبي کوریا د رسا برید وړتیا او چمتووالي ښیي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، چې یوه میاشت مخکې یې ژمنه کړې وه، چې د شمالي کوریا پر وړاندې به سخت دریځ غوره کړي. تېره میاشت یې په سیول کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هوکړه  وکړه، چې ګډه پوځي روزنه به یې ګډ دفاعي دریځ غښتلی کړي.

شمالي کوریا په روان کال کې د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې ده.

د یون د څرګندونو له مخې؛ دوی د توغندیو او اټومي وسلو د داسې کچې پروګرامونه ته رسېدلي، چې د سیمې او نړۍ سولې ته ګواښ پېښولی شي.

یون د سویلي کوریا د یاد ورځې په مراسمو کې ویلي، چې سویل د بنسټیزو او عملي امنیتي ظرفیتونو رامنځته کول روان ساتي او د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو ګواښونو مخه به ونیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سویلي کوریا او امریکا د دوشنبې پر ورځ د سهار پر ۴:۴۵ په شاوخوا ۱۰ دقیقو کې له ځمکې څخه ځمکې ته ۸ توغندي وتوغول.

د امریکا د هند- پاسیفیک قومندانۍ ویلي، چې له دې روزنیز ډګره د امریکا د پوځ یو او د جنوبي کوریا ۷ توغندي توغول شوي دي.

د شمالي کوریا د لنډ واټن بالستیک توغندي، د یکشنبې پر ورځ د خپل ختیځ ساحل څخه د بحر پر لوري توغول شوي.

جاپان او امریکا هم د یکشنبې پر ورځ د شمالي کوریا د توغندیو د وروستیو آزموینو په غبرګون کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.

په سیول کې د ایوا په پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو پروفیسور لیف ایرک ایزلي ویلي، چې د سویلي کوریا اوسنی توغندیز ګواښ د شمالي کوریا د مخ پر پراخیدونکي ګواښ پروړاندې بسنه نکوي.

د واشنګټن او سیول چارواکو هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې شمالي کوریا له ۲۰۱۷ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو آزموینو ته چمتووالی ښودلی.

تېره میاشت، شمالي کوریا آسیا ته د بایډن له سفر وروسته درې توغندي وتوغول، چې دا کړنه د امریکا او جنوبي کوریا له روان غبرګون سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت امریکا پر شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د آزموینو له کبله د ملګرو ملتونو د نورو بندیزونو غوښتنه وکړه؛ خو چین او روسیې دا وړاندیز ویټو کړ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې د لومړي ځل لپاره ووېشله.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

سایبري برید د اروپا درې لوی هوايي ډګرونه له ګډوډۍ سره مخ کړل

دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.

Published

on

د اروپا په درې بوختو هوايي ډګرونو کې د رخصتیو پر مهال د کالینز هوایي شرکت د الوتنې سیسټم پر  سایبري برید ګډوډ کړ، چې د مسافرینو د چک کولو او پورته کولو لپاره کارول کېده.

دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.

مسافرین له اوږدو کتارونو او پراخ ځنډ سره مخ شول.

د هوایي چلند شنونکي شرکت سیریوم د څرګندونو له مخې؛ یوازې د شنبې پر ورځ ۳۵ بهرنۍ او ۲۵ کورنۍ الوتنې لغو شوې، چې د بروکسل هوايي ډګر تر ټولو ډېر زیانمن شو.

ګډوډي د یکشنبې پر ورځ هم روانه وه، چې ۳۸ بهرنۍ او ۳۳ نورې کورنۍ الوتنې لغو شوې.

د بروکسل هوايي ډګر له هوايي شرکتونو څخه غوښتنه کړې؛ خپلې الوتنې د دوشنبې تر ورځې پورې نیمایي ته راټیټې کړي او خبرداری یې ورکړ، چې تر ۱۴۰ پورې نورې هم لغو کېدی شي.

کالینز هوایي شرکت ویلي، چې دوی د برید د خپرېدا د مخنیوي لپاره اغېزمن شوي سیسټمونه بېل کړي؛ خو د بشپړې رغېدو لپاره یې وخت ندی ورکړی.

په انګلستان، جرمني او بلجیم کې د سایبر امنیت ملي ادارې د پېښې په اړه څېړنه کوي؛ خو دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا برید د تاوان سافټویر و، د خدماتو د بندېدا برید و یا منظم دولتي عملیات.

اروپايي کمیسیون دا ګډوډي “جدي؛ خو منظم نه” وبلله؛ خو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا پېښه پر مرکزي ډیجیټل سیسټمونو د ډېرې تکیه کولو خطرونه پر ګوته کوي.

هوایی ډګرونو له مسافرینو څخه غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه درې ساعته دمخه هوایي ډګر ته راشي او د الوتنې د تازه حالت توضیحاتو لپاره د هوایي شرکتونو وضعیت وګوري.

لکه څنګه، چې هوایي شرکتونه د مسافرینو د بیا الوتنې لپاره هڅه کوي؛ چارواکو خبرداری ورکړی، چې د ځنډ لړۍ ممکن تر راتلونکې اوونۍ وغځیږي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

اپل له آیفون ۱۷ ایر، ایر پاډز پرو ۳ او نوي ځیرک ګړیو مخکتنه وکړه

آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.

Published

on

ایپل د آیفون نوی نسل او څو نوي محصولات معرفي کړل؛ آیفون ۱۷ ایر د اپل په تاریخ کې ترټولو نری ماډل او ۵.۶ ملي مټر پلنوالی لري او ۹۹۹ ډالر بیه لري، چې د وږي پر اته‌ویشتمه به له ای‌۱۹‌پرو چپ او برښنایي سیم‌کارټرو سره بازار ته وړاندې شي.

آیفون ۱۷ پرومکس د شرکت تر ټولو لوړ ماډل دی، چې ۱۰۹۹ ډالره بیه، د زیرمې لوړې وړتیا لرونکې بیټرۍ، المونیمي باډي، د یخولو مایع سیسټم او په درې لینزونو کې ۴۸ میګاپکسله کمره لري.

د ایر پاډز پرو ۳د کوچني ډیزاین، د لوړ غږ لرې کولو له ځواک، مصنوعي ذکاوت ځواکمنې ژوندۍ ژباړې او زړه ضربان حس سره معرفي شو. د بیټرۍ د زیرمې ساتنه اته ساعته ټاکل شوی او بیه یې ۲۴۹ډالر ټاکل شوی ده.

دغه راز اپل د لړۍ ۱۱ساعتونه هم لري، چې بیه یې ۳۹۹ډالر، SE3 پر ۲۴۹ډالرو او الټرا ۳د ۷۹۹ډالرو لپاره وړاندې شو. نوې ځانګړتیاوې په لړۍ ۱۱کې د وینې فشار خبرتیاوې او په اولټرا ۳کې د سپوږمکۍ اتصال هم رانغاړي.

دغه نندارتون به د کالیفورنیا د کوپرټینو په اپل مرکزي دفتر کې ترسره او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به پر ژوندۍ بڼه خپور شي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د روسیې ۶۰۰ کلن غیر فعال اورشیندی فعال شوی دی

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د اورشیندی چاودنه ښايي د روسیې په ختیځ کې د تېرې اوونۍ له زلزلې سره تړاو ولري. هغه زلزله، چې تېره چارشنبه د روسیې ختیځ ته ورسېده او د آرام سمندر په ځینو هېوادونو کې له سونامي هم خبرداری ورکړ شو.

Published

on

Russia volcano

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې په لرې پراتهه کامچاتکا ټاپو وزمه کې د کراشنینیکوف اورشیندی په شاوخوا ۶۰۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره چاودلی دی.

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د اورشیندی چاودنه ښايي د روسیې په ختیځ کې د تېرې اوونۍ له زلزلې سره تړاو ولري. هغه زلزله، چې تېره چارشنبه د روسیې ختیځ ته ورسېده او د آرام سمندر په ځینو هېوادونو کې له سونامي هم خبرداری ورکړ شو.

د یکشنبې پر ورځ د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د کامچاتکا څانګې راپور ورکړی، چې د اورشیندي له چاودنې وروسته تر ۶۰۰۰ مټر پورې لوړه د ایرو ستنه ثبت شوې ده.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي؛ که څه هم د څپو احتمالي لوړوالی ټیټ دی، خو خلک باید له ساحل څخه لرې پاتې شي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د راپور له مخې؛ د ایش ورېځ د آرام سمندر په ختیځ کې روانه ده او اوسمهال نفوس لرونکو سیمو ته ګواښ نه‌کوي.

د کامچاتکا د اورشیندی د بېړني غبرګون ډلې مشرې اولګا ګیرینا ویلي: “دا په ۶۰۰ کلونو کې د کرشنینیکوف اورشیندی لومړۍ تاریخي تائید شوی اورشیندی دی.

هغې زیاته کړې، چې دا اورشیندی ممکن د ۸.۷ شدت زلزلې سره تړاو ولري، چې تېره اوونۍ ساحل ته نږدې رامنځته شوې ده.

جیو فزیک پوهانو وړاندیز کړی، چې د ځمکې په قشر کې د فشار بدلونونه کولی شي د اورشیندی سیسټمونو د بیا فعالیدو لامل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!