Connect with us

تازه خبرونه

د تایوان شاوخوا ته مو پوځي روزنې روانې دي – چین 

خپور شوی

د

د رویترز د چین د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه هېواد د تايوان شاوخوا ته په شپږ زونونو کې د د سمندري، هوايي او نورو څانګو پوځي ځواکونو روزنه پیل کړې ده.

چین دغه پوځي هڅې نن پنجشنبه د زمري دیارلسمه تایوان تاپو ته د امریکا د مشرانو جرګې د مشرې نانسي پلوسي له  سفر یوه ورځ وروسته پیل کړې؛ ځکه، چې دغه هېواد تایوان خپله خاوره ګڼي او له همدې کبله یې د تایوان په شاوخوا بې ساري پوځي روزنې پیل کړې دي.

رویترز د چین د دولتي تلویزیون (CCTV) د څرګندونو له مخې  په ډاګه کړې، چې پوځي روزنې پیل شوي او د یکشنبې تر ورځې پورې به روانې وي او د تایوان شاوخوا په اوبو او هوایي حریم کې مستقیمې ډزې یې د روزنې یوه برخه ده.

د تایوان چارواکو ویلي، چې دغه پوځي روزنه د ملګرو ملتونو له قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د تایوان پر ځمکني بشپړتیا هوایي آزادۍ او سمندري ترانسپورت ښکره برید دی.

د رویترز د څرګندونو له مخې، د تایوان چارواکو دا روزنه ناقانونه او غیر مسوولانه نوملې ده.

په بیجینګ کې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د سفارت په شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر د پخوا پر پرتله دېر ټینګ ول؛ خو هیچا پر امریکایي محصولاتو د بندیز غږ پورته نکړ او د لاریونونو نښې نښانې هم نه وې.

په تایوان کې پلوسي د دې هېواد له چارواکو سره د امریکا د پیوستون ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د چین غصه نشي کولی دې هېواد ته د نړۍ د مشرانو د سفر مخه ونیسي.

د چین دفاع وزارت له دې مخکې اعلان کړی و، چې بیجینګ به تایوان ته د پلوسي د سفر په ځواب کې یو لړ هدفي پوځي روزنې پیل کړي.

تازه خبرونه

د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.

د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!