Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا ۴ حکومتونو او سیاسي ګوندونو په افغانستان کې ماته وخوړه – جنرال مکنزي

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۷, ۱۴۰۱

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي ان بي سي چینل ته اعتراف کړی، چې امریکا په افغانستان کې پوځي او سیاسي ماته خوړلې ده.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان وايي، چې په افغانستان کې د دوه لسیزو په پوځي او سیاسي حضور کې جمهوري غوښتونکي او دیموکرات ګوندونه له ماتې سره مخ شول.

دغه متقاعد امريکايي څلور ستوريز جنرال اعتراف کړی، چې امريکا په افغانستان کې د لويديځ د حکومتوالۍ د بڼې په بنسټیزه کولو کې هم پاتې راغله او پاکستان د افغانستان په اړه له امریکا سره؛ ځکه همکارۍ ته حاضر نه شو، چې پوهیده امریکايي پوځيان له افغانستان وځي.  فرانک مکنزي وايي د امریکا ۴ حکومتونو او دواړو سیاسي ګوندونو په افغانستان کې ماته وخوړه.

جنرال فرانک مکنزي وایي: مونږ هیڅکله په افغانستان کې د یوې اغېزمنې تګلارې د عملي کولو توان نه درلود او په دې مسله کې مو اختلاف درلود. مونږ په افغانستان کې له پوځي ناکامۍ سره مخ شوو. هغه څه، چې په افغانستان کې وشول؛ ناکامي وه او له سیاسي اړخه هم  مونږ په دې هېواد کې ماتې خوړلې. په ټولیزه توګه په افغانستان کې څه وشول زمونږ لپاره یوه بشپړه ناکامي وه.

دغه لوړپوړي امریکايي پوځي اعتراف کوي، چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې له سیاسي او پوځي ناکامۍ سره مخ شوه،  بلکې په خپله دیموکراسۍ کې هم ناکامه شوې او په افغانستان کې یې د لویدیځ د حکومتوالۍ د بنسټیزه کولو په چاره کې بېوسې وښودله.

فرانک مکنزي څرګنده کړې؛ مونږ په ویاړ په افغانستان کې له واقعیتونو سترګې پټولې. مونږ د افغانستان لپاره په غربي موډل ټینګار کاوه؛ خو دا یوه تېروتنه وه. اوس پوهیږو، چې افغانستان د غربي حکومتدارۍ له موډل سره جوړ ندی. زه فکر کوم، چې افغانستان د افغان موډل سره ډېر باثباته دی.

مکنزي دا هم ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې له امریکا سره د هغه څه په اړه موافقه نده کړې، چې په افغانستان کې مو کول؛ ځکه پاکستان پوهیده، چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړه، چې مونږ هیڅکله له پاکستان سره په افغانستان کې د څه کولو په اړه هوکړې ته ونه رسېدو؛ ځکه، چې پاکستان باور نه درلود، چې مونږ به په افغانستان کې پاتې شو. مونږ هم پوهیدو، چې له دغه هېواد څخه وځو او پاکستان هم په دې پوهېده.

فرانک مکنزي وايي، چې امریکا په تېرو شل کلونو کې تروریستي شبکې وځپلې او القاعده یې په بشپړه توګه له منځه یوړه.

د ده په وینا، هیڅ ډله پر امریکا د برید توان نلري.

دی وايي؛ که افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي او له هغه ځایه د امریکا امنیت له ګواښ سره مخ شي، دا به د امریکا د راتلونکیو حکومتونو لپاره یوه لویه ستونزه وي او نه پوهېږي، چې د امریکا راتلونکی مشرتابه به پدې اړه څه پرېکړه وکړي.

فرانک مکنزي له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د امریکا د مرکزي قومندې (CENTCOM) مشري پر غاړه درلوده او اوس متقاعد جنرال دی.

تازه خبرونه

د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو

د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبل‌السراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت لاسلیک شوی دی.

د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبل‌السراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.

حق‌شناس ویلي؛ په دې پروژه کې د ۵ نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټرو ویالو جوړول هم شامل دي.

د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیارونو سره سمې او پخپل وخت بشپړې شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.

د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.

 

Continue Reading

International Sports

مسي د نړیوال جام په ګول‌وهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

Published

on

لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

مسي اته ځله د طلایي‌توپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرله‌پسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایي‌توپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.

Published

on

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورین له ژورېدو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ژوند ورځ تر بلې سخت شوی او په ځینو سیمو کې ان «ستونزمن» شوی دی. د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ وچکالي، د خوړو ناامني او د بشري مرستو د بودجې سخت کمښت میلیونونه کسان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.

د اوچا د څرګندونو له مخې؛ اوږدمهاله وچکالۍ او د اوبو کمښت د هېواد په ګڼو کلیوالو سیمو کې ژوند ګډوډ کړی او ډېرې کورنۍ یې اړ کړي، چې خپل کورونه او کرنیزې ځمکې پرېږدي.

د اوچا یوې مسوولې اولګا چروکو ویلي، د بامیان په یوه کلي کې نږدې نیمايي اوسېدونکو سیمه پرېښې؛ ځکه نور د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نشته او کرنیز حاصلات وچ شوي دي.

هغې د هغو کورنیو یادونه هم کړې، چې د ژوندي پاتې کېدا لپاره له ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې سبا کوي.

نوموړې زیاته کړې، ځینې کورنۍ د سختې بېوزلۍ له کبله اړ شوي، چې پر ډېر ساده او ناکافي خوراک ژوند وکړي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي. مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د خوارځواکۍ ډېرې پېښې ناوخته تشخیصېږي او یو شمېر ماشومان له روغتیايي خدمتونو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اوچا ویلي: سره له دې، چې بودجه کمه ده؛ مرستندویه ادارو خپلې هڅې روانې ساتي.

د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ شاوخوا ۵.۹ میلیون کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې، چې ۳.۵ میلیون کسانو ته یې خوراکي مرستې رسېدلې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که نړیوالې مرستې زیاتې نه‌شي؛ نو په راتلونکو میاشتو کې به میلیونونه افغانان له لوږې، بېوزلۍ او بې‌ځایه کېدو له زیات خطر سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117