روغتيا
افغانستان ته د درملو او خوراکي توکو په قانوني وارداتو کې ډېروالی راغلی
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د خواړو او درملو ملي ادارې په ډاګه کړې، چې هېواد ته د خوراکي توکو او درملو په قانوني وارداتو کې زیاتوالي راغلی دی.
یاد رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي: هېواد ته د درملو په رسمي وارداتو کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.
دغه راز د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ادارې د اداري پروګرامونو د مرستیال مطیع الله صاحبزاده په مشرۍ د تخنیکي غړیو په غونډه کې د روان کال په لیندۍ کې د درملو ۱۲۴ فورمې او د بنسټونو او شرکتونو اته وړاندیزونه له ارزونې وروسته منظور شوي دي.
د درملو قانوني واردات په داسې حال کې زیات شوي، چې د خوراکي توکو او درملو ملي ادارې د روان کال له پیله تر اوسه د درملو د تاسیساتو له پلټنو وروسته اته سوه قلمه تاریخ تېر درمل نیولي او له منځه وړي دي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزارت نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ
عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د ګوزڼ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړی او په دې توګه له ګوزڼ څخه د خوندي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي.
دا کمپاین به د غویی تر دیارلسمې / د می تر دوهیمې نېټې روان وي.
عامي روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دې پړاو کې له ۱۰ اعشاریه ۷ میلیون ډېرو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له ۵ کلونو لږ وي؛ لاسرسي ومومي.
پولیو يا ګوزڼ يوه سارې نااعلاج ناروغي ده، چې په ماشومان کې د دايمي فلج سبب ګرځي؛ خو د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې د دغې ناروغي مخنیوی یوازې پر واکسین کولو شونی دی.
د یادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د ۶ مثبتو پېښو په اړه راپور ورکړ شوی و.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی3 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی4 days ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې
-
نړۍ5 days ago
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days ago
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه