سوداگري
د افغانستان او تاجکستان تر منځ د برښنا د لېږد تړون وغزول شو
د سې شنبې پر ورځ د مرغومي پر ۲۰ په ترکیه کې د افغانستان برښنا شرکت او د تاجکستان برښنا ملي شرکت (شرکت برق تاجک) تر منځ افغانستان ته د ۲۰۲۳ ز. کال لپاره د تاجکستان د برښنا د تورید او رالېږد تړون وغزول شو.
یاد تړون په داسې حال کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور هم حضور درلود د افغانستان برښنا شرکت د اجرائیوي رییس محترم الحاج ملا محمد حنیف حمزه او د تاجکستان برښنا ملي شرکت (شرکت برق تاجک) د رییس محمد عمر عسازاده تر منځ لاسلیک شو.
سوداگري
د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: د بوتلونو ګمرکي تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیز رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د چرمي بوټان له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او روغتیايي پمپرونه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته؛ لوړه شوې ده.
د مالیې وزارت ويلي، د تعرفو کمیټې د ۱۴۰۵ز.کال په درېیمه غونډه کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او صنعت د ودې لپاره د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: د بوتلونو ګمرکي تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د ودانیز رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د چرمي بوټان له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې او روغتیايي پمپرونه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته؛ لوړه شوې ده.
دغه راز د زړه د سپرینګ ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۳،۵ سلنې ته راکمه شوې ده.
د مالیې وزارت زیاتوي، چې د سمنټو، اوسپنیزو نلونو، یخچالونو او د غالۍ اوبدلو لپاره د کارېدونکو اومه توکو ګمرکي تعرفې هم تر څېړنې لاندې دي.
دغه وزارت ويلي، د تعرفو د بدلون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صنعت پیاوړتیا او د سوداګرۍ د ودې لپاره د زمینې برابرول دي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیون ډالرو ته ورسېده
دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلامجار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د هرات سیمهییزو چارواکو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پاموړ پراختیا خبر ورکړی او څرګندوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۵۸۱ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
دا موضوع د هرات والي نوراحمد اسلامجار او د قزاقستان د پلاوي ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
د دې پلاوي مشري د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف کوله.
توکوموف د ټرانزیټي ظرفیتونو پر پراختیا او د ګمرکي خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی او افغان چارواکي یې په قزاقستان کې د ګډې اقتصادي غونډې د ګډون لپاره بللي دي.
د هرات والي هم د دغه ولایت جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ارزښت ته پر نغوته ویلي، چې د هرات د امنیت ټینګښت او ټرانزیټي ظرفیتونه د پانګونې د راجلبولو او سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابروي.
افغانستان او قزاقستان له دې مخکې هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتولو، له قزاقستان څخه د اوړو د واردولو او د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنېپټلۍ په پروژه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه دواړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو د نقشې پر جوړولو کار کوي او موخه یې دا ده، چې په راتلونکې کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره ګډ کمیسیون جوړوي
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
افغانستان او ترکمنستان په هرات کې د دوه ورځنیو خبرو پر مهال هوکړه کړې، چې د سړکونو له لارې د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره د سړکونو د ټرانسپورټ ګډ کمیسیون جوړ کړي.
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ترکمنستان موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر آسانتیا، د لاجورد ټرانزیټي لارې فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتول د دغو خبرو اړینې برخې وې.
دواړو لوریو د اوسپنېپټلۍ په لارو جوړولو کې د همکاریو د پراختیا، دوهاړخیزې سوداګرۍ او د ټرانزیټ د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي. ټاکل شوې، چې د خصوصي سکټور استازي هم د دغو همکاریو اړوند په ځینو ناستو کې ګډون وکړي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې استازو ګډون کړی و او د افغانستان پلاوي د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر مشرۍ په خبرو کې برخه اخیستې.
د لاجورد لاره افغانستان د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان او ترکیې له لارې له سیمهییزو او اروپايي بازارونو سره نښلوي. د دې لارې پراختیا کولی شي د افغانستان ټرانزیټي لارې پراخې او له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د توکو د لېږد زمینه زیاته کړي.
ترکمنستان هم په وروستیو کلونو کې د سړکونو، اواوسپنېپټلې لارو او بندري شبکو پراختیا ته پاملرنه کړې ده. د ترکمنباشي نړیوال بندر، د دې هېواد له ځمکنیو او اوسپنیزو لارو سره یوځای، د منځنۍ آسیا او کسپین بحیرې د پراخې ټرانزیټي شبکې یوه برخه بلل کېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه5 days agoپر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
-
نړۍ5 days agoټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
-
لوبی5 days agoافغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
