سوداگري
په ننګرهار ولایت کې د اووکادو نومې میوې روزنیز نیالګي کېنول شول
د ننګرهار ولايت د کانال رييس ويلي؛ په هېواد کې د نويو میوو د ډېرېدو لپاره یې د ننګرهار کانال په اړوند بڼونو کې د اووکادو ونو کېنول پیل کړي، چې وکتل شي دغه میوه په کوم ولايت او اقلیم کې د ودې وړ ده.
د اړوند چارواكو د څرګندونوله مخې دوى هڅه كوي؛ د ميوو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره د دغه كانال په بڼونو كې د هغو میوو ونې او بوټي کېنوي، چې په افغانستان كې تر دې دمه کېمول شوي او كرل شوي نهدي.
کرنې وزارت د ننګرهار کانال د رییس د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دوی هڅه کوي د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره په دې کانال کې د اووکادو یا د ناک بل نسل هم وروزي.
اووکادو د ناک یوه بله بڼه ده؛ په ګرم اقلیم کې ښه وده کوي او له پوره خوراکي ارزښت برخمنه ده.
د ننګرهار کانال په بڼونو کې د دې ناکو د نیالګیو د کېنولو لړۍ روانه ده، چې له دوه څخه تر درې کلونو به میوه ورکړي.
د ننګرهار کانال څانګوال (متخصصین ) په دې اړه څېړنه کوي، چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې دا ناک ښه او ګړندۍ وده کولی شي.
سوداگري
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت څرګنده کړې، چې افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو د ورداخلېدو پر لنډمهالي سند ورکولو هوکړه کړې ده.
دغه وزارت نن (یکشنبه د غویی درویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه موټر چلوونکي او کلینران، چې له افغانستان او پاکستان څخه سوداګریز توکي لېږدوي؛ باید دغه سند له ځانه سره ولري، چې وکولی شي له دې لارې تېر شي.
د دغې خبرتیا پر بنسټ، یاد سند به په کابل کې د پاکستان سفارت او په کندهار کې د قونسلګرۍ لهخوا پر اړوند افغانانو ووېشل شي.
د پاکستانیانو لپاره دا سند په پېښور او کوټه کې د افغانستان د ټرانسپورټي اتشې لهخوا ورکول کیږي.
د ټرانسپورت وزارت د بار وړونکیو وسایطو له خاوندانو او چلوونکیو څخه غوښتي، چې د غبرګولي میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې د اړتیا وړ اسناد خپلو اړوند ټرانسپورټي شرکتونو ته وسپاري.
دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی، چې د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به له نويو اسنادو پرته باروړونکې لارۍ پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ ونشي کولی.
سوداگري
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې پر ژر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبک سیال بختیار سیدوف سره په لیدنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان یا افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې ده.
د دې وزارت خبرپاڼې له مخې؛ په دې ليدنو کې د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د پراختيا، د پانګونې او مخابراتي پروژو په اړه بحثونه وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د “افغان ټرانس” پروژې عملي کېدل د سیمې د هېوادونو پر ګټه وګڼل او څرګندوي، چې دا پروژه به د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ پر لنډې او ډاډمنه لار بدله شي.
په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د ژر تر ژره عملي کېدو لپاره د هڅو پر چټکتیا ټینګار څرګند کړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په اسلامآباد کې له خپل ازبک سیال بختیار سیدوف سره په کتنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې د چټکتیا غوښتنه وکړه. دواړو لوریو د “افغان ټرانس” پروژې پلي کېدل د سیمې د هېوادونو په ګټه وګڼل.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره د پراخو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، پانګونې، امنیت، د خلکو تر منځ د اړیکو او ارتباطي پروژو پر ټولو اړخونو خبرې وکړې او د ازبکستان د ژر تر ژره تطبیق لپاره یې د افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پر پروژې ټینګار وکړ.
له دې مخکې د ازبکستان چارواکو داسې ټینګار کړی و: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ، چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال تر پایه بشپړه شي.
تمه ده، چې دا ۷۶۰ کیلومټره د اوسپنې پټلۍ به د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د کارګو د لېږد وخت هم راکم کړي. د “افغان ټرانس” پروژې یوه بله ګټه د توکو د لېږد رالېږد په لګښت کې ۴۰ سلنه کموالی دی.
اقتصادي شنونکي شبیر بشیري ویلي؛ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ جوړول د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراخولو او اسانتیا کې اغېزمن رول لري.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې طرحه شو، چې څه باندې څلور نيم ميليارډ ډالر لګښت لري. په دې وروستیو کې اسلامي امارت ویلي، چې قطر هم د دې پروژې مالي ملاتړ اعلان کړی دی.
سوداگري
د تاتارستان سوداګر په افغانستان کې پر تېلو او ګازو پانګونې ته لیواله شول
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور په کابل کې د تاتارستان جمهوریت له یو شمېر سوداګرو، د تېلو او ګازو د پروسس کمپنیو له استازو سره وکتل.
د تاتارستان سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ سره په لیدنه کې د تېلو او ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې د خپلو کاري تجربو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ ویلي، چې افغانستان پر یو منظم سیسټم سربېره د بشپړ امنیت درلودونکی دی او د پانګونې لپاره په کې ښه زمینه برابره شوې ده. دوی وایي؛ زمونږ کمپنۍ لیواله ده، چې د افغانستان د تېلو او ګازو د سروې، اکتشاف او استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د دوی د پانګونې له لیوالتیا هر کلی کړی او وایي، چې له نېکه مرغه افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري، چې په ځانګړي توګه اوس د هرات ولایت د تېلو او ګازو بلاکونه هم اعلان ته سپارل د تاتارستان مسلمان هېواد سوداګر هم کولی شي د هېواد د تېلو او ګازو په زېرمو کې پانګونه وکړي او دا وزارت به د خپلو اړوند قوانینو له مخې پوره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي نن په کابل کې د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او مل پلاوي سره د دې پروژې پر بېلابېلو خواوو هم بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي
-
نړۍ4 days ago
حماس او اسرائیل کولی شي په غزه کې د اوربند په اړه واټن راکم کړي – امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله
-
سوداگري3 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي
-
لوبی3 days ago
ابو مسلم او عدالت فراه مساوي شول او میوند لوبډلې جوانان واحدي ته ۲ ګولونه ورکړل
-
تازه خبرونه4 days ago
په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه3 days ago
تېر کال پر زړه د سوريو ۷۰۰ ماشومانو درملنه وشو – سره میاشت