تازه خبرونه
د ۶.۵ میلیارد دالرو پر پانګونه د ۷ لویو کانونو تړونونه لاسلیک شول
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې؛ نن پنجشنبه ( د وږي ۹ ) د ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د کانونو او پترولیم وزارت او د داوطلبۍ د ګټونکیو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد دالرو پر پانګونه د ۷ لویو کانونو تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزرا د څرګندونو له مخې؛ د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه او د تولک ولسوالۍ د سرپو او جستو کان یو بلاک، د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د سرو زرو کان او د لوګر ولایت د دوهیم مس عینک کان تړونونه شامل دي، چې له ۵ کلونو څخه تر ۳۰ کلونو ورته کاري وخت ښودل شوی دی.
د کانونو او پترولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور ویلي؛ ټاکل شوې، چې له دغو کانونو سره زر، مس، سرب، جست او اوسپنه استخراج او پروسس شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د کانونو د مدیریت په برخه کې واسطه بازی، رشوت ورکول او فساد له منځه تللی دی.
د کانونو او پترولیم چارسمبالي وزیر ويلي، چې یادو اووه کانونو تړونونه د کورنیو شرکتونو په ګډون د چین، ترکیې، ایران او بریټانیا له شرکتونو سره د شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت لاسلیک شوي دي.
دغه راز یو شمېر قراردادي شرکتونو ویلي، چې دوی په افغانستان کې د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ د دې هېواد د ځانبسیاینې په لټه کې هم دي او غواړي، چې افغانستان پر صادراتي هېواد بدل کړي.
د هرات والي نور احمد اسلام جار ويلي، چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی او اوس، چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی؛ نو لازمه ده، چې پانګهوال دې افغانستان ته راوګرځي او په خپل هېواد کې دې پانګونه وکړي.
دا په هېواد کې د کانونو د استخراج تر ټولو لوی تړونونه دي، چې اسلامي امارت یې له بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره لاسلیکوي او هیلې دا دي، چې د دغو کانونو د استخراج او پروسس د عملي چارو له پیل سره زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او بهرنیو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه16 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی17 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
