سوداگري
اقتصاد محوره افغانستان به د سیمې په ترانزیت کې مرستندوی رول ولوبوي – ملابرادر
نن یکشنبه ( د لړم اوومه ) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ لوړ رتبه امارتي مسوولینو د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهییوف پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره، چې د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ترانسپورت وزیرانو په ګډون د بېلابېلو سکتورونو استازیو په کې حضور درلود؛ د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي، چې د سیمې په ترانزیت کې مرستندوی رول ولوبوي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره مو د لویو لارو پر بیارغونې سربېره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، چې دا به د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو په نښلولو کې ارزښتناک رول ولوبوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړې، افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د ازبکستان مسیر کاروي. په دې مسیر کې د افغانستان پر کارګو ترانزیتي فیس د نورو مسیرونو پر پرتله لوړ دی، چې مونږ یې د کمېدو غوښتنه کوو.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ د دې لپاره، چې افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ متوازن بیلانس ولري ښه ده، چې ازبکستان ته د افغانستان صادرات د پام وړ ډېر شي او په دغه برخه کې ازبکستان د افغانستان لپاره د ځانګړیو ترجیحي تعرفو په نظر کې نیولو سره په ځینو مواردو کې له استثنايي دوستانه تعامل څخه کار واخلي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر سوداګریزو، ترانزیتي او اقتصادي اړیکو سربېره د اوسپنې پټلۍ، ترانسپورت، د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زدهکړو زمینې برابرولو په اړه هراړخیز بحث شوی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ افغانستان او ازبکستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ښه ګاونډي هېوادونه پاتې شوي او هر وخت یې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له یو بل سره همکاري کړې ده.
د نوموړي په خبره؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړیو پلاوو تګ راتګ ښيي، چې زمونږ دوه اړخیزې اړیکې د پوره پراختیا په حال کې دي او له دې سره به وتوانېږو، چې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.
د ازبک پلاوي مشر جمشید خواجهیوف د خپلو خبرو پر مهال ویلي، ازبکستان له فغانستان سره د کرنې، ترانسپورت، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیت، اوبو مدیریت او کانونو په برخه کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی او په دغه برخه کې به د دواړو لوریو تخنیکي کمیتې ګډ کار وکړي.
خواجهیوف زیاته کړې، ازبکستان ته د افغانستان د صارداتو د زیاتولو په اړه ازبک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درې میلیاردو دالر ته ورسېږي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکیو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته کړي او په نږدې راتلونکي کې به تاشکند د افغان محصولاتو نړیوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي، چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز وسپاري.
د غونډې په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات له زلزله ځپلیو سره د ازبکستان له بشري مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرېدو ټینګار وکړ.
د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د دغه پلاوي سفر به د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ښهوالي او ودې لامل شي.
سوداگري
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د هند پر بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ
د دغه وزارت د خبري څرګندونو له مخې؛ زاهد به د دې سفر پر مهال د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او دغه راز به د هند له لوړپوړیو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو سره وګوري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د یوه پلاوي پر مشرۍ د هند پر بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت د خبري څرګندونو له مخې؛ زاهد به د دې سفر پر مهال د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او دغه راز به د هند له لوړپوړیو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو سره وګوري.
په دې سفر کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.
ویل کیږي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو ورپېژندل او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول بلل شوي دي.
سوداگري
په کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
ګډونوالو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د ټولګډونه مالي چوپړونو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې او د افغانستان د کوچنیو اسلامي پانګونو د اوسني وضعیت او د پراختیا فرصتونه یې وڅېړل.
په کابل کې د ارتباط بنسټ، د انډونیزیا سفارت، د افغانستان د کوچنیو پانګونو ټولنې او افغانستان بانک د نومبر پر یوولسمه د کابل په ګرینډ هوټل کې د اسلامي کوچنیو پانګونو د فرصتونو او ننګونو په اړه ګډه مشورتي غونډه جوړه کړې وه، چې د مالي بنسټونو، کوچنیو تمویلونو د سکټور، دولتي ادارو او نړیوالو شریکانو استازي یې ګډوال ول.
ګډونوالو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د ټولګډونه مالي چوپړونو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې او د افغانستان د کوچنیو اسلامي پانګونو د اوسني وضعیت او د پراختیا فرصتونه یې وڅېړل.
په دې غونډه کې د افغانستان د کوچنیو پانګونو ټولنې، افغانستان بانک او په افغانستان کې د انډونیزیا سفیر هم ویناوې وکړې.
د انډونیزیا د اسلامي پانګونې تجربې، په افغانستان کې شته ننګونې او د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د مالي محصولاتو د پراختیا لارې چارې د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وې.
په دوه تخصصي ناستو کې د کوچنیو پانګونو د بنسټونو ستونزې؛ مالي سرچینو ته د لاسرسي محدودیت، د نقدینې کمښت، د تضمینونو ترلاسه کولو خنډونه او د اسلامي مالي چوپړونو د دوام ستونزې هم وڅېړل شوې.
ګډونوالو د مالي بنسټونو ترمنځ پر همکارۍ، د پوهې او تجربو پر شریکولو او د اسلامي کوچنیو پانګونو د پراختیا لپاره پر ډېرو همغږیو ټینګار وکړ.
د غونډې موخه د ټولګډونه مالي چوپړونو د پراختیا لپاره د عملي لارو چارو موندل او د اسلامي شریعت له اصولو سره سم مالي سرچینو ته د خلکو د ډېرو لاسرسي فرصتونو برابرول بلل شوي دي.
سوداگري
د عراق استخباراتي راپور؛ ایران، افغانستان او ترکیه د قاچاقي تېلو احتمالي بازارونه دي
د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.
د عراق په یوه استخباراتي راپور کې، چې« سکای نیوز عربی » ته رسېدلی ویل شوي، چې د عراق له شمالي سیمو ایران ته د خامو تېلو د قاچاق پراخې شبکې فعالیت کوي او د دغو تېلو چاڼ شوي محصولات د افغانستان او ترکیې په ګډون په بهرنیو بازارونو کې پلورل کېږي.
د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.
په راپور کې راغلي، چې د دغو کړیو اصلي موخه د نړیوالو بندیزونو له پلي کېدا تېښته او د تېلو د محصولاتو له رسمي او قانوني چوکاټونو بهر لېږدول دي.
استخباراتي معلومات ښيي؛ دغه قاچاقي کړۍ د تېلو د لېږد، چاڼ او وېش لپاره له غیررسمي سوداګریزو لارو کار اخلي، چې له مالي څارنې او کنټرولي میکانیزمونو څخه ځانونه پټ وساتي.
د راپور خپرېدل د تېلو د پولې پورې غاړې قاچاق، د ملي سرچینو د زیانمنېدا او په سیمه کې د سوداګریزو لارو د څارنې د تشو په اړه اندېښنې راپارولي دي.
ویل کیږي، چې د لېږدول شویو تېلو د کچې او په افغانستان او ترکیه کې د احتمالي پلور په اړه کره جزئیات خپاره شوي نهدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر ويلي، د اسلامکلا له ګمرک څخه د نفتي او غیرنفتي توکو ۲۹ موټر د ټیټ کیفیت له کبله بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد شوي دي. د یاد دفتر د څرګندونو له مخې، بېرته ستانه شوي توکي د پټرولو ۸، د ډیزلو ۱۷، د بورې یو، د بسکټو دوه او د کاشیو یو موټر رانغاړي. سرچینه زیاتوي، چې یادو توکو د کیفیت اړین معیارونه نهدرلودل او له همدې کبله هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنهکړ شوه. د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر زیاته کړې، دغه کړنې د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د پېرودونکو د حقونو د ساتنې او د کیفیت د ټاکل شویو معیارونو د پلي کېدو لپاره ترسره شوې دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه5 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
-
تازه خبرونه4 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
