Connect with us

لوبی

آریانا تلویزیون د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ نړیوال لوبلړ د خپرولو حق خپل کړ

خپور شوی

د

آریانا نړیوال ټلویزیون څرګنده کړې: د افغانستان او سریلانکا د کرکټ نړیوالو سیالیو د لړۍ، چې یوه ټیسټ لوبه، درې یو ورځنۍ سیالۍ او درې نړیوالې شل آوریزې لوبې لري؛ د ژوندۍ، قانوني او ځانګړې خبرونې حقونه ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې جنورۍ میاشتې په دېرشمه نېټه سریلانکا ته روانه شي او د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر دوه‌یمه به د سریلانکا له کرکټ ملي لوبډلې سره ټیسټ لوبه ترسره کړي.

ټاکل شوې د دواړو هېوادونو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د فبرورۍ پر نهمه درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې پیل شي.

همدا راز به د فبرورۍ پر اووه‌لسمه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې پیل کړي.

افغانستان په تېرو درې کلونو کې یوازې یوه ټیسټ لوبه کړې؛ ځکه، چې لوبې یې د کرکټ پر دوه نورو  بڼو را څرخېدلي دي.

د راتلونکیو لوبو د مهالوېش له مخې؛ افغانستان د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه د مارچ تر اتلسمې پورې به په دوه لوبلړیو کې د کرکټ ټولې درې بڼې ولوبوي.

د سریلانکا د لوبلړ له پای ته رسیدو اووه ورځې وروسته به افغانستان د فبرورۍ له اته‌ویشتمې څخه د مارچ تر درېیمې په عربي متحده اماراتو کې له ایرلینډ سره یوه ټیسټ لوبه ولري.

دا لوبلړ د محدودو آورونو لوبې هم لري.

دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کیږي، چې افغانستان په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي. دغه نړیوال جام د جون په میاشت کې د ویسټ انډیز او امریکا پر کوربه‌توب ترسره کیږي.

سریلانکا ته د افغانستان لوبلړ تل یوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې لري.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف د دغو سیالیو په اړه ویلي؛ د سیالیو دغه لړۍ د یو بشپړ او هر اړخیز لوبلړ د تضمین لپاره یوه اړینه هڅه ده، چې نه یوازې د افغانستان کرکټ ته ښه توجیه ورکوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پوره پیاوړتیا سبب هم ګرځي.

میرویس اشرف زیاته کړې: په سریلانکا کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبه تل ستونزمنه وه؛ خو دا یوه داسې ننګونه ده، چې افغان اتلان یې اسانه منلی شي.

د یادونې ده، چې د سریلانکا پر وړاندې د سیالیو دغه لړۍ او بیا د ایرلینډ پر وړاندې راتلونکې لوبه به د هېواد له کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره مرسته کوي،و چې ۲۰ آوریز نړیوال جام سیالیو ته چمتو شي.

د افغانستان او سریلانکا لوبلړ پر لاندې نېټه پیلیږي:

ټیسټ لوبه د فبروري له دوه‌یمې څخه تر شپږمې

لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د فبرورۍ پر نهمه

دوه‌یمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د فبرورۍ پر یوولسمه

درېیمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه د فبرورۍ پر څوارلسمه

لومړۍ نړیواله ۲۰ آوره سیالي د فبرورۍ پر اووه‌لسمه

دوه‌یمه نړیواله ۲۰ آوره سیالي د فبرورۍ پر نولسمه

درېیمه نړیواله ۲۰ آوره سیالي د فبرورۍ پر یوویشتمه

په ټول افغانستان کې کرکټ مینه‌وال کولی شي دا په زړه پورې سیالۍ، چې پر ژوندۍ، قانوني او ځانګړې بڼه له آریانا نړیوال تلویزیون څخه خپریږي؛ وګوري.

لوبی

آباسین ډیفنډرز کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه

کابل زلمي په ۷.۲آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۳ منډې وکړې او آباسین ډیفنډرز ته یې د ۶۴ منډو هدف وټاکه.

Published

on

 

د شنبې پر ورځ (د زمري اووه‌لسمه) په ایوبي کرکټ لوبغالي کې آباسین ډیفنډرز د کابل غوره لیګ په دوه‌یمه لوبه کې کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه.

کابل زلمي پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه؛ خو د آباسین ډفنډرز توپ اچوونکو پرله‌پسې ویکټې واخیستې او د دوی منډې جوړولو بهیر یې ګډوډ کړ.

کابل زلمي په ۷.۲آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۳ منډې وکړې او آباسین ډیفنډرز ته یې د ۶۴ منډو هدف وټاکه.

صدیق‌الله پاچا د آباسین ډیفېنډرز لپاره غوره وځلېد او د خپلې بریالۍ توپ‌اچونې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

آباسین ډیفینډرز ټاکل شوی هدف آسانه پوره کړ او له دې سره یې د کابل غوره لیګ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بریالۍ پیل کړه.

له دې لوبې مخکې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې پامیر سټارز شمشاد ایګلز ته د ۱۱۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

کابل ۲۰۲۶ غوره لیګ شپږ لوبډلې؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین غر وریرز، آباسین ډیفنډرز او بند امیر لري.

د لیګ ټولې لوبې په آریانا ټلوېزیون کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرېږي، چې د افغانستان کرکټ مینه‌وال یې کتلی شي.

 

 

Continue Reading

لوبی

د کابل غوره لیګ له ډېرو منډو ډک پیل شو؛ پامیر سټارز بریا خپله کړه

دا ۲۰‌آوریزه لوبه د ایوبي کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه. شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

Published

on

د کابل ۲۰۲۶ غوره لیګ د شنبې پر ورځ( د زمري اووه‌لسمه ) په کابل کې پیل شو، پامیر سټارز د سیالۍ په لومړۍ لوبه کې شمشاد ایګلز ته د ۱۱۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

دا ۲۰‌آوریزه لوبه د ایوبي کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه. شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پامیر سټارز په ۲۰آورونو کې د ۶ لوبغاړو پر سوځېدا ۳۰۷ منډې وکړې؛ عبدالمالک په ۴۸ توپونو ۱۱۷ منډې او هارون خان ۵۹ منډې جوړې کړې.

شمشاد ایګلز هدف ته د رسېدو لپاره په ۲۰آورونو کې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۱ منډې وکړې او له پامیر سټارز څخه یې د ۱۱۶ منډو پر توپیرماتې وخوړه. حیات الله ۵۵ او سمیع الله شینواري ۴۰ منډې جوړې کړې.

امیر ځاځي او وکیل احمد د پامیر سټارز لپاره دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول. په داسې حال کې، چې مسلم موسی او محمد ګل علیزي هم د شمشاد ایګلز لپاره دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

عبدالمالک د خپلې چټکې سلیزې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو؛ ځکه، نو پامیر سټار خپله لومړۍ بریا پر پرېکنده منډو پیل کړه.

د کابل غوره لیګ په سیالیو کې شپږ لوبډلې، پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین غر وریرز، آباسین ډیفنډرز او بند امیر؛ لوبیږي. دا سیالۍ کورنیو لوبغاړو ته پر لوړه کچه د سیالۍ او خپلې وړتیا د ښودلو زمینه برابروي.

د ۲۰۲۶ز.کال کابل غوره لیګ ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرېږي، چې د افغانستان د کرکټ مینه‌وال یې پر زړه‌راکښونکې بڼه لیدلی شي.

 

Continue Reading

لوبی

افغانستان ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله

افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځۍ سیالیو لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د ۹۲ منډو پر توپیر له بریا سره د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته لار موندنه وروستۍ کړه.

افغانستان د جمعې پر ورځ د ایرلینډ په برېډي ښار کې کوربه لوبډله د ۹۲ منډو پر توپیر ماته کړه.

دا د افغانستان لپاره د دغې لړۍ لومړۍ بشپړه شوې لوبه وه؛ ځکه د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله له یوې توپ اچونې پرته لغوه شوې وه.

د دې بریا په پایله کې افغانستان د هغو لوبډلو په ډله کې راغلو، چې د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام ته یې پرته له خڼده لار وموندله.

تر اوسه د افغانستان ترڅنګ، سویلي افریقا، زیمبابوی، هند، اسټرالیا، نیوزیلینډ، پاکستان، انګلستان او سریلانکا د نړیوال جام ګډون ته لار موندلې ده.

سویلي افریقا او زیمبابوې د کوربه‌توب کوونکو هېوادونو په توګه له خنډ پرته نړیوال جام ته تللي دي.

په داسې حال کې، چې نورې لوبډلې د یو ورځنۍ نړیوالو سیالیو د مقام‌ټاکنې له مخې دې سیالیو ته رسېدلې دي.

د افغانستان له لارموندنې وروسته ویسټ انډیز نور نه‌شي کولی نړیوال جام ته د مستقیم صعود له پاتې ونډو څخه یوه ترلاسه کړي او ایرلینډ به د نړیوال جام د غوراوي په لس‌لوبډیزو سیالیو کې د ګډون له لارې د صعود هڅه کوي.

افغانستان او ایرلینډ به د دغې پېنځه لوبیزې لړۍ درې نورې لوبې هم ترسره کړي. درېیمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ، څلورمه د اګست پر دولسمه او پېنځمه د اګست پر پېنځلسمه ترسره شي.

د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام به د سویلي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا پر ګډ کوربه‌توب ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117