تازه خبرونه
د افغانستان امانت صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې – انوارحق احدي
په سویس کې د افغانستان امانت صندوق مدیره پلاوي غړي انوارالحق احدي ويلي، دې صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې ده.
انوار الحق احدي تېر ماښام (چارشنبه د کب درویشتمه) ازادي راډيو ته څرګنده کړې؛ کېدی شي، چې د اړتیا په صورت کې د امانت صندوق له درې نیم میلیارډ ډالرو ګټې څخه په افغانستان کې کار واخیستل شي.
هغه زیاته کړې: ځینې پروژې، ځینې دولتي بنسټیز لګښتونه، چې دولت یې د ورکړې توان نلري او د افغانستان د خلکو لپاره اړین دي؛ هم هلته کارول کیږي. په هر حال د پلاوي څلور غړي باید د داسې لګښتونو لپاره په بشپړه توګه رضایت ولري. په تېره ناسته کې څه باندې یوه میاشت مخکې د جنورۍ پر نههویشتمه پرېکړه وشوه، چې که افغان حکومت د آسیایي بانک پور ورکولی نشي او دوی ټینګار کوي، چې مونږ یې ورکړو؛ نو ممکنه ده، چې دغه پیسې ورکړ شي، ځکه آسیایي بانک افغانستان ته بشري مرستې وړاندې کوي او مونږ نهغواړو د دې بانک بشري مرستې بندې شي. البته له نړیوال بانک سره هم ورته قضیه وه؛ خو دا پور پخپله حکومت ورکړ او مونږ ته یې د ورکولو اړتیا رامنځته نشوه.
احدي په داسې حال کې د دغو پیسو د لګولو په تړاو د افغانستان د امانت صندوق د مدیره پلاوي د ټولو څلور غړو د تائید خبره کوي، چې د ترکیې TRT خبري څانګې پرون په یوه راپور کې ویلي؛ دغه چارواکي، چې د افغانستان د امانت صندوق د پیسو لګولو په اړه په بحثونو کې ښکېل دي وایي د افغانستان د ویجاړ شوي مالي سیستم د ثبات لپاره باید دا پیسې ازادې شي، ځکه د دوی د څرګندونو له مخې دا کار د افغانستان د ځپل شوي اقتصاد د ژغورلو لپاره اړین دی.
د راپورونو له مخې؛ د دغه صندوق د مدیره پلاوي څلور غړي انوارالحق احدي، شاه محمد محرابي، جې شامبو او الکساندر باومن له شاوخوا یو نیم کال راپدیخوا د دې صندوق د پیسو لګولو په اړه همغږۍ ته نه دي رسېدلي.
يوې سرچينې د نوم نهښودلو پر شرط یادې خبري سرچینې ته ويلي؛ که څه هم د پلاوي ټول غړي پدې همغږي دي، چې دغه پيسې بايد خوندي پاتې شي، خو د افغانستان له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره یې باید ګټه ولګول شي.
د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک اووه میلیارډ ډالر شتمني په امریکا کې کنګل شوه، چې نیمایي ( درې نیم میلیارده ډالره ) یې د جوبایډن د پرېکړې له مخې آزاده او په سویس کې امانت صندوق ته ولیږدول شوه.
درې نیم ملیارډ پاتې شتمني په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو د حقوقي دعوې پر بنسټ بېله شوې ده.
د افغانستان چارسمبالی حکومت هڅه کوي، چې دغه کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره ازادې شي.
د جمهوریت پر مهال د افغانستان بانک، چې د هېواد د پولي ثبات مسوول و هم شتمني یې د پولي ملاتړ په توګه له هېواده بهر ساتله.
د تېر کال په سلواغه کې سپینې ماڼۍ ویلي وه، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې به پخپل حال همداسې خوندي پاتې وي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

