Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل زنګ ووهل شو

خپور شوی

د

د پوهنې وزارت چارسمبالي په کابل کې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د دیني زده‌کړو تر څنګ عصري زده‌کړې د ورځني ژوند یوه اړینه اړتیا وبلله او څرګندوي، چې د بهرنیانو له انحصاره د خلاصون یوازنۍ لار د عصري او دیني زده‌کړو له پاره کار کول دي.
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا ویلي، چې اسلامي امارت د عصري علومو خلاف ندی؛ ځکه اسلام د هغه مخالف ندی.
نوموړی څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې په هېواد کې د دیني او عصري علومو د زده‌کړو کیفیت لوړ کړي.
د رییس الوزرا اداري مرستيال هم په دې مراسمو کې ويلي؛ بې تعليمه ملت تل نورو ته اړ وي او هغه ملت، چې پر نورو متکي وي هیڅکله خپلواک نشي کېدی.
هغه زیاته کړې؛ د افغان ماشومانو لپاره د ديني زده‌کړو ترڅنګ د عصري زده‌کړو او ټکنالوژۍ په برخه کې هم باتید ډېر کار وشي.
عبدالسلام حنفي وايي، چې تېر کال یو اعشاریه ۲ میلیون زده‌کوونکي په ښوونځیو کې شامل شوي او تمه ده، چې په نوي تعلیمي کال کې به د تېر کال پر پرتله زیات شمېر زده‌کوونکي ښوونځیو ته لار ومومي.
د ازموينو د ملي ادارې سرپرست هم په هېواد کې د عصري علومو پر زده کړې ټينګار وکړ.
د ازموینو د ملي ادارې چارسمبالي عبدالباقي حقاني ویلي: د ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي نظام د ټينګښت په لاره کې عالمانو او زمونږ ملت ډېرې قربانۍ منلې او نظام یې پر قربانیو رامنځته کړى دى. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې خپل اولادونه پر دیني او معاصرو علومو سمبال او پر ځان بسیا کړو.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور وایي: د ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ویلي، چې په هېواد کې ورځ تر بلې د زده‌کړو لپاره ښه زمینه برابرېږي. نوموړي زیاته کړې؛ اوس‌مهال د هېواد د ابادۍ لپاره ډېر کار کېږي او هېواد د ځان‌بسیاینې پر لوري روان دی.
د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د اسلامي امارت هیڅ چارواکي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو خبره ونکړه.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!