سیمه ییز خبرونه
كابل ته د پاكستان د لومړي وزير راتگ سولې ته گټورنه دى
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې كابل ته د پاكستان د لومړي وزير راتگ به د سولې په پرمختگ كې گټه ونه لري.
ټاكل شوي، چي د پاكستان لومړي وزير نواز شريف نن شنبه(د ليندۍ ۹) كابل ته راشي او له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د سولي د روان بهير په اړه خبري وكړي.
د افغانستان د سولي عالي شورا كه څه هم په پاكستان كي د لومړي وزير په توگه د نواز شريف له گمارل كيدو وروسته په افغانستان كي د سولي، ثبات او همكاريو مثبتې نښې تائيدوي؛ خو د سولي عالي شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار اسماعيل قاسميار وايي، ترهغې، چي د پاكستان حكومت او آى، اس، آى په رښتيني توگه خپلي ژمني عملي نكړي داسي سفرونه او ژمني به گټوره پايله ونه لري.
كه څه هم پاكستان وايي، چې په افغانستان کې د سولې له بهيرسره د مرستې په موخه د طالبانو دوه يم مهم مشر ملاعبدالغني برادر خوشي شوى؛ خو د ملا برادر په گدون خوشي شوي نور طالب مشرانو تر اوسه په ښكاره د سولي له بهير سره مرسته نده كړې. ان دا، چي تر اوسه د سولي عالي شورا پر دي ندي توانيدلي، چي له ملا برادر سره له نږدي خبري وكړي.
كه څه هم اسلام آباد ته د سولې د عالي شورا د يوه پلاوي سفر په پاكستانيو چارواكو سربېره له يو شمير طالب مشرانو او په تېره بيا ملا برادر سره كتنه وه، خو ښاغلى اسماعيل قاسميار وايي، چې له ملابرادر سره يې نه دي كتلي او لامل يې د هغه ناسم روغتيايي حالت دى .
په افغانستان كې د سولې له بهير سره د مرستې په موخه د افغانستان او پاكستان مشران څو ځلې جرگه شوي، چې وروستى هغه يې په لندن كې د بريتانيا له لومړي وزير سره گډه غونډه وه . له دې كتنو د افغان لوري تمه دا وه، چې پاكستان په افغانستان كې د سولې په راوستو كې رښتيني همكاري وكړي؛ خو ډېري كارپوهان وايي، چې تراوسه په دې برخه كې كوم پرمختگ نه دى شوى.
وكتل شي، چې د پاكستان د لومړي وزير په توگه د نوازشريف له ټاكل كيدو وروسته كابل ته د هغه لومړى سفر به د سولې په برخه كې څه لاس ته راوړنې ولري.
سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې لهخوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.
د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نهدرلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.
په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.
سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
-
نړۍ4 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه5 days agoد ملي امنیت په تامین کې د ځانګړو پولیسو هڅې وستایل شوې
-
لوبی1 day agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

