سیمه ییز خبرونه
امريكا هڅه كوي، چې افغانستان د سوداگريزو اړيكو مركز شي
ځينې امريكايي كارپوهان او پخواني ديپلوماتان، چې دا مهال په واشنگټن كې د منځني ختيځ او سويلي آسيا د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز غړيتوب لري وايي، له ستراتيژيك اړخه افغانستان امريكا ته ځانگړى ارزښت لري.
پخوانى امريكايي ديپلومات رابرت باكس وايي:
افغانستان د ليږد درې پړاوه په مخ كې لري: امنيتي ليږد، چې افغان ځواكونه د خپل هېواد امنيت په بشپړه توگه په غاړه اخلي، سياسي ليږد په ۲۰۱۴ م كال د ټاكنو له لارې او له دې وروسته اقتصادي ليږد. په داسې حال كې، چې بهرنيان وځي او افغانستان د اقتصادي پراختيا او پاگګونې په برخو كې پر خپلو پښو دريږي. البته امريكا غواړي، چې افغانستان د آسيا، سويلي آسيا او منځني ختيځ تر منځ د يوې څلور لارې رول تر سره كړي.
ښاغلى رابرت باكس زياتوي:
زه په بشپړه توگه خپل نظر ښكاره كوم. د امريكا د دولت استازى نه يم؛ خو شك لرم. افغانستان په يوه ډېره ستونزمنه سيمه كې پروت دى. باوري نه يم، چې د افغانستان ټول گاونډيان ښه چلند وكړي. فكر كوم افغان امنيتي ځواكونه او د افغانستان بنسټونه به په ۲۰۱۴ م كال او له دې كال څخه وروسته موده كې له مهمو نگونو سره مخ وي.
۲۰۱۴ م كال ته هم د گوتو په شمېر ورځې پاتې دي او په همدې خاطر افغانان د خپل راتلونكې په اړه اندېښمن ښكاري. دا، چې ۲۰۱۴ م كال به څه ډول وي، هغه پوښتنه ده، چې د وخت په تېريدو به ځواب شي.
سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې لهخوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.
د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نهدرلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.
په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.
سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
-
نړۍ4 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه5 days agoد ملي امنیت په تامین کې د ځانګړو پولیسو هڅې وستایل شوې
-
لوبی1 day agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

