International Sports
نیوزیلینډ او هندوستان د اتلانو جام نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه
په دې لوبه کې، چې په راولپنډۍ کې ترسره شوه؛ د بنګله دېش لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې.
د اتلانو جام کرکټ سیالیو په لړ کې د دوشنبې پر ورځ (د کب شپږمه)، بنګله دېش د نیوزیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۵ ویکټو پر ماتې وخوړه او د دې لوبې په پایله کې د پاکستان ملي لوبډله، چې د جام کوربه وه؛ له سیالۍ څخه وایستل شوه.
په دې لوبه کې، چې په راولپنډۍ کې ترسره شوه؛ د بنګله دېش لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې.
نیوزیلینډ یاد هدف په ۴۶.۱ اورونو کې د ۵ لوبغاړو پر سوځیدو پوره کړ او د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
که بنګله دېش پرونۍ لوبه ګټلې وای؛ نو پاکستان به د پرمختګ لپاره لږ چانس درلود، خو د دوی له ماتې سره د کوربه لوبډلې وروستۍ هیله هم له منځه لاړه او دواړو لوبډلو له اتلانو جام سره مخه ښه وکړه.
د بنګله دېش لپاره نجم الحسین شانټو ۷۷ او جاکر علي ۴۵ منډې وکړې.
د نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۷ اورونو کې بشپړ کړ، چې یوازې پېنځه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وه.
د نیوزیلینډ لپاره راچین راوینډرا ۱۱۲ او ټام لټام ۵۵ منډې جوړې کړې.
له دې بریا سره له A ګروپ څخه د هند او نیوزیلینډ لوبډلو بل پړاو ته ولاړل.
که څه هم په دې ګروپ کې د پاکستان او بنګله دېش، هند او نیوزیلینډ ترمنځ سیالي اوس هم پاتې ده؛ خو پایلې یې پدې اغېزه نلري، چې دا لوبډلې راتلونکي پړاو ته لاره پیدا کړي.
ټاکل شوې، چې افغانستان د چارشنبې پر ورځ د دې سیالیو په خپله دوهیمه لوبه کې له انګلستان سره مخ شي. افغانستان په لومړۍ لوبه کې له سویلي افریقا څخه ماتې خوړلې ده.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مینهوال کولی شي د اتلانو جام ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.
د لوبو د معلوماتو او مهالوېش ترلاسه کولو لپاره، د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې وګورئ.
International Sports
آریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د غویي له پېنځلسمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ / د می له پېنځمې څخه تر دوهویشتمې پورې د سعودي عربستان پر کوربتوب ترسره شي. په دې سیالیو کې به ۱۶ غوره لوبډلې د اتلولۍ او د نړیوال جام د ګډون د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د غویي له پېنځلسمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ / د می له پېنځمې څخه تر دوهویشتمې پورې د سعودي عربستان پر کوربتوب ترسره شي. په دې سیالیو کې به ۱۶ غوره لوبډلې د اتلولۍ او د نړیوال جام د ګډون د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.
د سیالیو د جوړښت له مخې؛ له هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې به د کوارټر فاینل پړاو ته لار ومومي او په مستقیم ډول به د ۱۷ کلنو نړیوال جام ته، چې ټاکل شوې په قطر کې ترسره شي؛ د ګډون جواز ترلاسه کړي.
په A ګروپ کې کوربه هېواد سعودي عربستان له تاجکستان، تایلنډ او میانمار سره یوځای دی.
پهB ګروپ کې جاپان، انډونیزیا، چین او قطر برخه لري.
په C ګروپ کې د سویلي کوریا لوبډله له یمن، ویټنام او متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي.
او په D ګروپ کې د تېر پړاو اتل ازبکستان د اسټرالیا، هند او شمالي کوریا تر څنګ حضور لري.
دا سیالۍ د آسیا د ځوانانو پر کچه له مهمو فوټبالي پېښو څخه شمېرل کېږي او تمه ده، چې د وچې نوې راټوکېدلې وړتیاوې په کې وځلېږي؛ هغه سیالۍ، چې تل د استعداد موندونکو او د فوټبال د مینهوالو پام ځانته رااړوي.
آریانا راډیو ټلویزیون ټینګار کړی، چې د ګروپي پړاو د مهمو لوبو تر څنګ به پایلوبه هم پر ژوندۍ بڼه خپره شي. همدارنګه له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د نورو معلوماتو، مهالوېش او د لوبډلو د خبرونو لپاره د آریانا ټلوېزیون او آریانانیوز ټولنیزې پاڼې وګوري.
International Sports
د ۲۰۲۶ ز.کال ژمنی اولمپیک د ناروې پر ځلېدا پای ته ورسېد
ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.
د ۲۰۲۶ کال ژمنی اولمپیک د دوشنبې پر ورځ په میلان-کورتینا کې بریالۍ تر سره شو؛ دوهاوونیزې ستونزمنې سیالۍ، ولولهییزې بریاوې او پر واوره او یخ له ځلېدا ډکې هڅې نندارې ته وړاندې شوې.
ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.
امریکا د سرو زرو له ۱۲مډالونو او په ټوله کې د ۳۳ مډالونو پخپلولو دوهیم مقام ترلاسه کړ، چې پر وروستۍ ورځ یې د اضافي وخت له برکته د نرینهوو یخ هاکي پر بریا ترسره کړه.
کوربه هېواد د ژمني اولمپیک په تاریخ کې د ۳۰ مډالونه پر ګټلو مینهوال خوښ کړل.
دغه راز هالینډ هم د ۲۰ مډالونو او د چټک سکیټینګ په برخه کې د پام وړ هڅه نندارې ته وړاندې کړه.
جرمني، فرانسې، سویډن، جاپان او نورو هېوادونو د مډال په لښتیلیک کې ستونزمنې سیالي رامنځته کړې؛ دا یې وښودله، چې ژمني سپورټونه پر نړیواله کچه ورځ تر بلې ژوریږي او د سیاليو ډګر پراخوي.
د ۹۲ هېوادونو لوبغاړو د میلان-کورتینا په لوبو کې ګډون درلود، چې ورسره د تجربه لرونکو اتلانو او ځوانو راڅرګندیدونکو استعدادونو زړهراکښونکی جوړښت نندارې ته وړاندې شو.
International Sports
سپینه ماڼۍ به د راتلونکو یوافسي سیالیو کوربه وي
ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوهسوهپنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.
ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوهسوهپنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.
د رزمي یوافسي رییس ډانا وایټ د ټرمپ نږدې ملګری دی او ټرمپ د دې سپورټ مینوال هم د خپلې سیاسي اډې برخه ګڼي. ویل کیږي، چې یوافسي به د سپینېماڼۍ د جنوبي چمن د بدلولو لپاره شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر ولګوي.
ټرمپ له ولسمشر کېدو راپدېخوا ډېر ځلې د یوافسي په غونډو کې برخه اخیستې او د دې سپورټ پخوانی لېوال دی.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
څار5 days agoڅار: د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې
