Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ چین ته سفر کوي

تېره اوونۍ مسکو ته په سفر کې عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي وه، چې تهران تل د اټومي مسلې په اړه له خپلو روسیې او چینایي ملګرو سره نږدې مشورې کوي.

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د سې‌شنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو اترو له درېیم پړاو خبرو څخه مخکې، چې د شنبې پر ورځ په عمان کې ترسره کیږي؛ چین ته سفر کوي.

تېره اوونۍ مسکو ته په سفر کې عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي وه، چې تهران تل د اټومي مسلې په اړه له خپلو روسیې او چینایي ملګرو سره نږدې مشورې کوي.

اسماعیل بقايي وایي: “دا طبیعي ده، چې مونږ به د ایران او امریکا د غیر مستقیمو خبرو اترو د وروستیو بدلونونو په اړه له چین سره مشوره وکړو او په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

هغه زیاته کړې، چې بیجینګ کولی شي په دې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

د ایران او امریکا د اوږدې مودې دښمنانو د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام محدودولو لپاره داسې خبرې اترې پیل کړې،  چې د لویدیځ د څرګندونو له مخې د اټومي وسلو د پراختیا لپاره چمتو دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون د دوشنبې پر ورځ د عراقچي د راتلونکي سفر په اړه ویلي: “چین او ایران په ټولو کچو او بېلابېلو برخو کې تبادلې او اړیکې ساتلي دي. د یاد شوي ځانګړي سفر په اړه زه اوسمهال د وړاندې کولو لپاره هیڅ معلومات نلرم.”

تهران له اوږدې مودې راپدېخوا دا ډول تورونه رد کړي او په بدل کې یې د امریکا د هغو بندیزونو لرې کول غواړي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لومړۍ دورې (۲۰۱۷-۲۰۲۱) په بهیرکې لګول شوي وه او د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه وتلی دی.

تازه خبرونه

د هند او افغانستان استازیو په بشکیک کې پر هراړخیزو همکاریو خبرې وکړې

په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.

Published

on

په بشکیک کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني او په دې هېواد کې د هند جمهوریت سفیر بیرېندر سنگهـ د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړې دي.

په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.

 ویل کیږي، چې دواړو لوریو تر منځ د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراخېدا پر اهمیت هم ټینګار وشو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

Published

on

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې هېواد هوایي ځواکونو له درې ورځنیو سختو نښتو وروسته د چورلکو او څارګرو الوتکو پر کارولو د بلوچستان ایالت یو له لاسه وتلی صحرايي ښار نوشکی د «بلوڅ آزادي‌بښونکي پوځ» له جنګیالیو بېرته ترلاسه کړ.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه نښتې د شنبې پر ورځ( د سلواغې یوولسمه) د «بلوڅ آزادي‌بښونکي پوځ» جنګیالیو د همغږو بریدونو له څپې وروسته پیل شوې، چې په کې د پاکستان د تر ټولو لوی ایالت پراخې سیمې له اخ او ټوخه وغورځول شوې.

امنیتي چارواکو ویلي، چې د نښتو پر مهال ۱۹۷ جنګیالي وژل شوي دي.

جنګیالیو د خپلو دغو تر ټولو پراخو عملیاتو پر مهال د بلوڅستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه پیل کړل، چې له کبله یې له ۲۲ ډېر امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي ووژل شول.

د بلوڅستان په نوشکي ښار کې بلوڅو جنګیالیو د درې ورځو لپاره د پولیسو یوه حوزه او څو امنیتي مرکزونه تر هغې وساتل، چې د پوځیانو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې یو ځل بیا دا ښار بېرته ونیول شو.

بلوچستان، چې یو بېوزله؛ خو له طبیعي زېرمو بډای ایالت دی، له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري او له کلونو راپدېخوا د بلوڅ جنګیالیو د پاڅونونو شاهد دی.

ویل کیږي، چې د دې ایالت په نورو سیمو کې د جنګیالیو پر ضد عملیات اوس هم روان دي او یو شمېر خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ نه یوازې تاوتریخوالی زیات شوی، بلکې ایران وروستي پراخ لاریونونه هم  سخت ځپلي دي.

Published

on

د اوروژنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر ورځ د ایران په جنوبي بندري ښار بندرعباس کې  د لومړنیو ارزونو له مخې د ګاز ډبې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ نه یوازې تاوتریخوالی زیات شوی، بلکې ایران وروستي پراخ لاریونونه هم  سخت ځپلي دي.

د اوروژنې ادارې مشر محمد امین لیاقت د ایران نیمه رسمي خبري اژانس «مهر» ته په یوه خپره شوې ویډیو کې کې ویلي چې پېښه د ګاز ډبې د لیک کېدا له کبله رامنځته شوې او دوی به په څو ساعتونو کې نور جزئیات وړاندې کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي، چې خلک د یوې ویجاړې شوې ودانۍ مخې ته د ویجاړیو او خرابو موټرو خواوشا ولاړ دي.

رویټرز خبري سرچینې ویلي، چې د ودانیو، ونو او د سړک د جوړښت د څېړنې له لارې یې د ویډیو ځای تائید کړی؛ خو رویټرز ونه شو کولی په خپلواکه توګه د ویډیو د ثبت نېټه تائید کړي.

په یوه بله جلا پېښه کې د عراق پولې ته نږدې د اهواز په ښار کې د ګاز د یوې بلې ډبې د چاودنې له کبله څلور کسان وژل شوي دي. دا خبر «تهران ټایمز» دولتي سرچینې خپور کړی؛ خو نور معلومات سمدستي ورکړ شوي ندي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر دوه‌ویشتمه ویلي وه، چې یوه «بحري کښتۍ» د ایران پر لور روانه ده.

د جمعې پر ورځ څو سرچینو ویلي، چې ټرمپ پر ایران د ممکنه هڅو ارزونه کوي، چې په کې د امنیتي ځواکونو پر ضد هدفمند بریدونه هم رانغاړي.

د ایران یو لوړپوړي امنیتي چارواکي علي لاریجاني د شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې له امریکا سره د خبرو لپاره د چوکاټ پر جوړولو کار روان دی او هغه څه یې کم‌ارزښته وبلل، چې دا ورته «د رسنیو مصنوعي جګړه» وایي.

ټرمپ د فاکس نیوز خبریالې جاکي هاینریش ته، چې هغې په ایکس کې خپرې کړي ویلي؛ ایران «د خبرو په حال کې دی؛ نو ګورو، چې  څه به کېږي».

هغې د ټرمپ له قوله دا هم لیکلي: « تاسې پوهېږئ، چې مونږ یې د وروستیو خبرو پر مهال اټومي پروګرام له منځه یووړ؛ خو کار یې ورنکړ. بیا مو په بله بڼه له منځه یووړ او اوس به وګورو، چې څه کېږي.»

د شنبې د ورځې د دوه چاودنو له راپورونو مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان امریکایي، اسرائیلي او اروپايي مشران تورن کړي وه، چې د ایران له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه اخلي؛ خلک پاروي او هغوی ته داسې وسایل برابروي، چې «ملت ټوټه ټوټه کړي.»

د ایران نیمه رسمي خبري سرچینې تسنیم ویلي؛ په ټولنیزو رسنیو کې هغه راپورونه، چې ګواکې د بندرعباس په چاودنه کې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک یو قومندان پر نښه شوی؛ « بشپړناسم» وباله.

دوه اسرائیلي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اسرائیل د شنبې د ورځې په چاودنو کې هیڅ لاس نلري.

د امریکا د جنګ وزارت (پنتاګون) سمدستي له نظر څرګندولو ډډه کړې ده.

بندرعباس د ایران تر ټولو مهم کانتټنري بندر دی، چې د هرمز تنګي پر غاړه پروت دی. دا تنګی د ایران او عمان ترمنځ یو اړینه سمندري لار ده، چې شاوخوا د نړۍ د سمندري تېلو پېنځمه برخه ترې تېرېږي.

دغه بندر د تېر کال په اپریل کې هم د یوې سترې چاودنې شاهد و، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او له ۱۰۰۰ ډېر ټپیان شول.

هغه مهال یوې پلټونکې کمیټې دا پېښه د ملکي دفاع او امنیتي اصولو په پلي کولو کې د نیمګړتیاوو پایله بللې وه. ایران له هغې راپدېخوا د پراخو ولسي لاریونونو شاهد دی، چې د اقتصادي ستونزو له کبله د تېر کال په ډسمبر کې پیل شول او دا د هېواد د روحاني واکمنانو لپاره له سترو ننګونو څخه بلل کېږي.

په امریکا کې میشت د بشري حقونو سازمان HRANA ویلي، چې په دغو لاریونونو کې لږ تر لږه ۶۵۰۰ کسان وژل شوي، چې سلګونه یې امنیتي ځواکونه دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!