Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان دې له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې پر ځای سیاسي حل لار غوره کړي

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “پاکستان به تېروتی وي؛ که فکر کوي، چې پوځي حل شته!. اوس د سیاسي سټراټیژۍ د غوره کولو او خبرو اترو وخت دی.”

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ د روان تاوتریخوالي د زیاتېدا په غبرګون کې ویلي؛ دا کړکېچ  پوځي حل نلري او اسلام‌آباد باید د خبرو اترو او سیاسي حل لوری غوره کړي.

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي: “پاکستان به تېروتی وي؛ که فکر کوي، چې پوځي حل شته!. اوس د سیاسي سټراټیژۍ د غوره کولو او خبرو اترو وخت دی.”

 زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې افغانستان باید په دې بهیر کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

د خلیلزاد څرګندونې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون په خبرو اترو کې د هغه د مرکزي رول په پام کې نیولو سره وزن لري؛ ځکه، چې له افغانستان څخه یې د امریکا د وتلو لپاره نه یوازې لار اواره کړه، بلکې ورسره ۲۰ کلنه جګړه هم پای ته ورسېده.

هغه مخکې هم استدلال کړی و، چې په جنوبي آسیا کې دوامداره سوله د اوږدمهاله پوځي کمپاینونو پرځای سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.

د پاکستان مخ پر زیاتېدونکی بحران

د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو اترو له ماتېدو راپدېخوا په پاکستان کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی.

ډېری شنونکي پدې باور دي، چې د دې ډلې بیا راپورته کېدا تر یوې کچې پورې د اسلامي امارت د پولې هاخوا د اورپکو د کنټرولولو لپاره د زړه نازړه توب له کبله دي؛ که څه هم  پاکستان یې د مهارولو پرلهپسې غوښتنه کړې ده.

اسلام آباد په قبایلي ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد څو عملیات پیل کړي؛ خو بریالي نه‌ول.

اسلامي امارت تل د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون تورونه رد کړي او څرګندوي؛ هیڅ ډلې یا فرد ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد امنیت ته ګواښ رامنځته کړي.

ویل کیږي، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې وروستۍ مرګ او ژوبلې د پاکستان استازی محمد صادق خان اړ کړی، چې په نږدې راتلونکې کې په دې اړه له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.

د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!