Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې، مصر، روسیې او د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې د کابل او اسلام‌آباد له هوکړې هرکلی څرګند کړ

ویل کیږي، چې اسلامي امارت او د پاکستان پوځي رژیم دې د شخړو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو حل لارو او رغنده خبرو اترو او په سیمه کې پر ټولو سوله‌ییزو هڅو او نوښتونو راوڅرخیږي.

خپور شوی

د

د اسلامي همکاریو ټولنې، مصر، روسیې او د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې د پاکستان او افغانستان د پوځي رژیم ترمنځ د اوربند وروستۍ هوکړه ستایلې او دا یې د سیمه‌ییزې سولې او ثبات پر لور یو اړین ګام بللی دی.

د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي منشي د دې هوکړې، چې د ۲۰۲۵تلې پر اووه‌ویشتمه / د اوکټوبر پر نولسمه اعلان شوې؛ مبارکي ورکړه او هیله من شوی؛ دا هوکړه به همغږي بېرته راولي، متقابل باور به پیاوړی کړي، د ګاونډیتوب همکاريو ته به وده ورکړي او په ټوله سیمه کې به سوله ټینګه کړي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د دې هوکړې د آسانولو لپاره د ترکیې منځګړیتوب ستایلی دی.

دغه راز مصر هم په یوه خبرپاڼه کې د اوربند له هوکړې خپل ملاتړ څرګند کړی او د دوی ترمنځ یې د تلپاتې سولې او ثبات د ډاډمنولو لپاره د میکانیزمونو د جوړولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د مصر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ دا هوکړه کولی شي د تاوتریخوالي پای ته رسولو، د نورو وینو تویولو مخنیوي او په سیمه کې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره مرسته وکړي.

همدارنګه د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د دوه اړخیز اوربند په اړه له هوکړې هرکلی کړی دی.

زخارووا د دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو پر بنسټ د خبرو اترو او شخړو حل کولو لپاره د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ژمنتیا د سولې د ساتلو بنسټ او د سیمه‌ییز امنیت د ډاډمنولو لپاره یو اړین ګام دی.

دې ډیپلوماټې له کابل او اسلام‌آباد غوښتي، چې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې هم د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.

د دې ټولنې په خپره شوې خبرپانه کې د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې عمومي منشي ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی دا ګام مثبت او اړین وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې د سولې او ثبات لپاره د دوامداره میکانیزم د رامنځته کولو لپاره یې له هوکړې ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړې؛ دا هوکړه کولی شي خلک د وسلوالې شخړې له خطرونو او دردناکو پایلو څخه وژغوري.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت او د پاکستان پوځي رژیم دې د شخړو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو حل لارو او رغنده خبرو اترو او په سیمه کې پر ټولو سوله‌ییزو هڅو او نوښتونو راوڅرخیږي.

تازه خبرونه

Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچ‌اخیستنه ونه‌شي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچ‌اخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبة‌الله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نه‌کوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونه‌کړ او اوس هم داسې کار نه‌کوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»

نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونه‌لېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچ‌اخیستنو او نښتو ښکار نه‌شي.»

د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو

دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د دوه‌یم بلاک د ایستلو او پروسس تړون د څه باندې ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک کړ.

دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د وزارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه شاوخوا ۹.۷ کیلومټره مربع سیمه رانغاړي او د پانګونې ارزښت یې ۲۰ میلیون او ۴۵ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک په مراسمو کې دا پروژه د هېواد د کانونو سکټور د پراختیا لپاره مهمه وبلله او څرګندوي، چې دا تړون د ۱۵ کلونو لپاره شوی او د هر ټن مالګې پر سر به ۱۵۰۰ افغانۍ امتیازي حق اخیستل کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې قراردادي شرکت اړ دی، چې خپلې ټولې چارې د کانونو له قانون، نافذه مقرراتو او په تړون کې له راغلو ژمنو سره سمې پر مخ یوسي.

د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز ویلي، چې «رېډګولډ آسیا» شرکت د امتیازي حق پر ورکړې سربېره ژمنه کړې، چې ۹۳۰ زره امریکايي ډالر به د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ولګوي.

د وزارت د څرګندونو له مخې، یاد شرکت د چاپېریال ساتنې د معیارونو پر رعایتولو هم مکلف دی.

د دې پروژې پلي کېدا به شاوخوا سل کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!