Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت په کابل کې سفارتي کچې ته د هند له ماموریت لوړولو هرکلی وکړ

له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې سهیل شاهین ویلي؛ “دا د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو، د باور جوړولو، سوداګرۍ او همکارۍ پراخولو او په سیمه‌ییزه سوله کې د رغنده رول لوبولو لپاره یو ښه ګام دی. زه له دې پرېکړې هرکلی کوم او هیله من یم، چې د افغانستان او هند ترمنځ ښې اړیکې به پراخې شي.”

خپور شوی

د

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د هند له دې پرېکړې، چې خپل تخنیکي مامریت یې د سفارت کچې ته لوړ کړ؛ هرکلی کړی او دا یې “د سیمه‌ییزې سولې او همکارۍ پر لور یو ګام” وباله.

له هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې سهیل شاهین ویلي؛ “دا د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو، د باور جوړولو، سوداګرۍ او همکارۍ پراخولو او په سیمه‌ییزه سوله کې د رغنده رول لوبولو لپاره یو ښه ګام دی. زه له دې پرېکړې هرکلی کوم او هیله من یم، چې د افغانستان او هند ترمنځ ښې اړیکې به پراخې شي.”

شاهین، چې اوسمهال په قطر کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوي؛ دا پرېکړه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لپاره “لازمه او اړینه” وبلله.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او هندي چارواکو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر بنسټ نوي ډیلي د سې‌شنبې پر ورځ (د تلې نهه‌یشتمه / د اوکټوبر یوویشتمه) له کابل سره خپلې رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړې او خپل تخنیکي ماموریت یې د سفارت کچې ته لوړ کړ.

د هند بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ “سفارت به د افغانستان په هر اړخیزه پراختیا، بشري مرستو او ظرفیت لوړولو پروګرامونو کې ډېر اغېزمن رول ولوبوي.”

هند د ۲۰۲۱ کال په زمري / اګست کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته په مزار شریف، جلال‌آباد، کندهار او هرات کې خپلې قونسلګرۍ وتړلې؛ خو د ۲۰۲۲ کال په جون کې یې کابل ته یو تخنیکي ماموریت راواستاوه، چې بشري مرستې او قونسلي چارې آسانه کړي.

د نوي ډیلي دا نوې هڅه د افغانستان او هند په اړیکو کې د نوي پًړاو د پیل په توګه لیدل کیږي؛ هغه اړیکې، چې له تېرو دوه لسیزو راپدېخوا د تعلیمي، پراختیایي او کلتوري همکاریو پر بنسټ ولاړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې قطر هم مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د خپل هېواد ځانګړی سفیر ټاکلی دی.

تازه خبرونه

د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات ولایت کې د جګړو له مهال پاتې ۵۰۰ کیلوګرامه بم شنډ شو

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې مسوولانو خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له مهاله پاتې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم بریالی شنډ شوی دی.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

دغه بم هغه مهال وموندل شو، چې د سیمې یو اوسېدونکی د کور جوړولو لپاره د ځمکې د کېندنې پر مهال ورسره مخ او د مسوولو ادارو پر هڅو شنډ شو او د یوې شونې انساني ناورین مخه ونیول شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۶ میرمنې له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت محتسبینو ویلي:« یادې ميرمنې، چې له څه وخت راپدېخوا د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنا غیرتونو پر بنسټ ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ د اړوند محتسبینو پر هڅو وژغورل شوې.

Published

on

په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندوز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې۱۶ میرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې؛ له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

 

محتسبینو زیاته کړې؛ دوی د میرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هیچاته به اجازه ور نکړي، چې د میرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

ویل کیږي، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد پر کچه د میرمنو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!