تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت پلاوي ترکیې ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي؛ د دې سفر موخه د ترکیې له روغتیایي چارواکو سره خبرې، د دې هېواد له روغتیایي او علمي مرکزونو لیدنه او په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړولو د لارو چارو په اړه بحث دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي حدماتو مرستیال پر مشرۍ ترکیې ته د روغتیایي همکاریو د پراخولو پر موخه دې هېواد ته سفر وکړ.
دې وزارت زیاته کړې؛ د دې وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني، د یوه پلوي پر مشرۍ ترکیې ته سفر کړی، چې د روغتیایي همکاريو د پراختیا لپاره خبرې وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي؛ د دې سفر موخه د ترکیې له روغتیایي چارواکو سره خبرې، د دې هېواد له روغتیایي او علمي مرکزونو لیدنه او په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړولو د لارو چارو په اړه بحث دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، چې دغه پلاوی به په خپل سفر کې د ترکیې له حکومتي اوسکټوري استازو سره وګوري او پر هغو موضوعاتو به بحث وکړي، چې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او په روغتیایي خدماتو کې د همغږۍ زیاتولو پورې اړه لري.
ډاکټر عبدالله احمدي ویلي، چې د هېواد روغتیایي سیسټم اوسمهال زیاتې مرستې ته اړتیا لري او د عامې روغتیا وزارت هڅې له سیمهییزو هېوادونو سره د روغتیایي همکارۍ د پراختیا لپاره اړینې دي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې ويلي، چې د مرستو د کمښت له کبله به د روان کال تر پایه پورې لږ تر لږه ۱۰ سلنه افغانان اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونلري.
تازه خبرونه
په مسکو کې د افغانستان سفیر له ضمیر کابلوف سره وکتل
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .
دواړو خواوو د سوداګرۍ پراختیا، د افغانانو لپاره د ویزې آسانتیا او دوه اړخیزې همکارۍ پورې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ.
تازه خبرونه
له تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د نشهیي توکو ۳ قاچاق وړونکي د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ د خواهان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د راپور له مخې؛ د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو جسدونه د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.
تر اوسه له دغو کسانو سره د شته نشهیي توکو د بنې او کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
تازه خبرونه
د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نههویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان لهخوا اداره کېده.
عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.
د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.
ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزې وځنډولې
-
تازه خبرونه5 days agoنږدې یو میلیون غیرقانوني افغانان خپل هېواد ته ستانه شول – ټریبیون ورځپاڼه
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان لوی درستیز په دفاعي نندارتون کې د ګډون لپاره قطر ته تلی
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې صنعتي نشهیي توکو وده کړې
-
نړۍ2 days agoاوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
-
تازه خبرونه6 hours agoد کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس
