Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان د آی‌ایس‌آی هڅې ناکامې دي

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین سي‌این‌این نیوز ۱۸ ته ویلي، چې افغان حکومت د بهرنیو استخباراتي شبکو د ښکېلتیا په ګډون “هیڅ امکان نه‌ردوي”. استخباراتي کړۍ غواړي افغانان په امریکا کې سپینې ماڼۍ ته له نږدې ډزو وروسته د امنیتي ګواښ په توګه انځور کړي.

خپور شوی

د

په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ویلي؛ ISI هڅه کوي، چې د واشنګټن د وروستۍ پېښې نسبت افغانستان ته وشي؛ خو د دوی ټولې هڅې ناکامې دي.

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین سي‌این‌این نیوز ۱۸ ته ویلي، چې افغان حکومت د بهرنیو استخباراتي شبکو د ښکېلتیا په ګډون “هیڅ امکان نه‌ردوي”. استخباراتي کړۍ غواړي افغانان په امریکا کې سپینې ماڼۍ ته له نږدې ډزو وروسته د امنیتي ګواښ په توګه انځور کړي.

شاهین پاکستان او د هغه د پوځي استخباراتو اداره (ISI) تورنه کړې، چې ممکن د افغان حکومت باور او اعتبار ته زیان ورسوي؛ اسلامي امارت روښانه پالیسي لري او “مونږ به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان خاوره په بهر کې د بریدونو لپاره وکارول شي.”

هغه ټینګار کړی، چې د ډزو مسوول کس باید د مسلکي او بې‌طرفه څېړنو او پلټنو له لارې وپېژندل شي او سمې پایلې ته رسېدا یوازې د بشپړو او خپلواکو پلټنو له لارې شوني ده.

له هغه پوښتل شوي، چې آیا بریدګر ممکن د ISI له‌خوا اغېزمن شوی وي یا هڅول شوی وي؛ شاهین ویلي: “دا امکان له پامه غورځېدی نشي؛ خو په دې اړه د بشپړې څېړنې له ترسره کېدا مخکې هیڅ شی ویل کېدی نشي.”

اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې او رسنیو وغوښتل، چې خپلواکو او بې‌پرې څېړنو ته پاملرنه وکړي او له تعصبي پایلو څخه باید پوره ډډه وشي.

تازه خبرونه

متقي او خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

امیرخان متقي د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او پر ځان بساینې په برخو کې شویو پرمختګونو ته د نغوتې پر مهال ویلي، چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره له مناسب چاپېریال څخه برخمن دی.

دغه راز زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او بیارغونې په اړه شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل او د آبادۍ، اقتصادي ودې او پر ځان‌بساینې په برخو کې د ډېر پرمختګ هیله څرګنده کړه.

خلیلزاد همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه خپل نظرونه له اړوند لوري سره شریک کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیایي سېلانی د زړه له درېدا مړ شو

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د افغان ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي؛ یو اسټرالیایي سېلانی د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د زړه د درېدا له کبله مړ شوی دی.

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي د دې پېښې د رامنځته کېدا د وخت او د دغه سېلاني د مړي د لېږد په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

 

د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف نن شنبه په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

دواړو لوریو د سیمې د وضعیت په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې روانو بدلونونو ته پر پاملرنه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو دوام د دواړو هېوادونو پر ګټه دی.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه هم خبرې وشوې او د افغانستان او روسیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!