Connect with us

تازه خبرونه

د پناه غوښتونکو منل به اوږد‌مهاله وځنډول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته زیاته کړې؛ ډېری یې له هغو هېوادونو څخه امریکا ته راځي، چې ګډوډ او بې ثباته دي او د امریکا لپاره هیڅ ګټه نلري.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د افغانستان په ګډون له څو هېوادونو څخه د پناه غوښتونکو د منلو بهیر به د اوږدې مودې لپاره وځنډول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته زیاته کړې؛ ډېری یې له هغو هېوادونو څخه امریکا ته راځي، چې ګډوډ او بې ثباته دي او د امریکا لپاره هیڅ ګټه نلري.

هغه په واشنګټن کې د یوه افغان وګړي له‌خوا د امریکا د ملي ګارډ پر دوه سرتېرو د ډزو په اړه د خبریال پوښتنې ته د ځواب پر مهال ویلي؛ دوی هغه خلک دي، چې باید سږکال په امریکا کې نه‌وای.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: “هو! مونږ نه غواړو، چې د هغه په ​​څېر خلک د سومالیایانو په ګډون په دې هېواد کې وي. د داسې خلکو ننوتل به د اوږدې مودې لپاره ودرول شي؛ ځکه، چې مونږ له دې ډول خلکو سره ډېرې ستونزې لرو او دوی باید دلته نه‌وي.”

دغه راز د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ويلي؛ دوی باور لري هغه افغان کډوال، چې په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو کولو شک پرې کیږي؛ امریکا ته له ننوتلو وروسته افراطي شوی دی. کرسټي نوم این بي سي او اې بي سي نیوز ته وویل، پلټونکي د شکمن کس د کورنۍ له غړو او نورو خپلوانو څخه د نورو معلوماتو په لټه کې دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ان‌بي‌سي ته ویلي، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ بریدکوونکي امریکا ته له راتګ وروسته افراطیت ته مخه کړې ده.

کریسټي نوم تائید کړې؛ چارواکي فکر کوي، چې رحمان‌الله لکڼوال افراطیت ته له مخې کولو مخکې په واشنګټن کې اوسېدلی دی.

نوموړی ۲۹ کلن دی او د چارشنبې د ورځې په ډزو کې تورن پېژندل شوی، چې په کې د ملي ګارډ یو غړی ټپي او بل ووژل شو.

نوم این بي سي نیوز ته ویلي: “مونږ باور لرو، چې هغه دې هېواد ته له ننوتلو وروسته سخت دریځی شو.”

کریسټي نوم زیاته کړې: “ولسمشر هوډ لري؛ د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه د کډوالۍ ټول بهیر ودروي، چې په دې اړه پراخه ارزونه ترسره شي.”

دغه راز اسوشیټیډ پرس په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د ځینو برښنالیکونو له ترلاسه کولو وروسته دوی وموندله، چې رحمان‌الله لکنوال، چې د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړو د برید پر تور تورن دی؛ له کلونو راپدېخوا له رواني ستونزې، بې کارۍ او اوږدې مودې انزوا سره مخ و.

کارپوهان پدې باور دي، چې جرم یو انفرادي عمل دی او امریکا باید ټول کډوال په دې عمل کې شامل نکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې د ټولو افغان پاسپورټونو لرونکو لپاره یې ویزې ځنډولې دي او د امریکا د ملي امنیت د ساتنې لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي.

تازه خبرونه

Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچ‌اخیستنه ونه‌شي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچ‌اخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبة‌الله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نه‌کوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونه‌کړ او اوس هم داسې کار نه‌کوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»

نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونه‌لېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچ‌اخیستنو او نښتو ښکار نه‌شي.»

د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو

دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د دوه‌یم بلاک د ایستلو او پروسس تړون د څه باندې ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک کړ.

دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د وزارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه شاوخوا ۹.۷ کیلومټره مربع سیمه رانغاړي او د پانګونې ارزښت یې ۲۰ میلیون او ۴۵ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک په مراسمو کې دا پروژه د هېواد د کانونو سکټور د پراختیا لپاره مهمه وبلله او څرګندوي، چې دا تړون د ۱۵ کلونو لپاره شوی او د هر ټن مالګې پر سر به ۱۵۰۰ افغانۍ امتیازي حق اخیستل کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې قراردادي شرکت اړ دی، چې خپلې ټولې چارې د کانونو له قانون، نافذه مقرراتو او په تړون کې له راغلو ژمنو سره سمې پر مخ یوسي.

د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز ویلي، چې «رېډګولډ آسیا» شرکت د امتیازي حق پر ورکړې سربېره ژمنه کړې، چې ۹۳۰ زره امریکايي ډالر به د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ولګوي.

د وزارت د څرګندونو له مخې، یاد شرکت د چاپېریال ساتنې د معیارونو پر رعایتولو هم مکلف دی.

د دې پروژې پلي کېدا به شاوخوا سل کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!