Connect with us

نړۍ

له زیلینسکي سره له لیدنې وروسته د سولې تړون ته ډېر نږدې شوي يوو – ټرمپ

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته ډېر نږدې شوي؛ خو دا یې هم ومنله، چې د شخړې لاندې د دونباس سیمې برخلیک اوس هم یوه اړینه او نه حل شوې مسئله ده.

دواړو مشرانو د یکشنبې پر ورځ ماسپښین مهال د فلوریډا ایالت په مار-ا-لاګو ماڼۍ کې له لیدنې وروسته ګډه خبري ناسته ترسره کړه.

د رویټرز څرګنده کړې؛ دواړو لوریو د سولې په خبرو کې د دوه تر ټولو لانجمنو موضوعاتو په اړه له پرمختګ خبر ورکړ او څرګندوي: د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه او د ختیځ اوکراین د دونباس سیمې وېش، چې روسیې یې د نیولو هڅه کړې ده.

په دې اړه ټرمپ او زیلینسکي دواړو ډېر جزئیات وړاندې نکړل او د سولې تړون د بشپړېدو لپاره یې کومه وروستۍ نېټه هم ونښوده.

ټرمپ ویلي؛ “په څو اوونیو کې” به دا هم روښانه شي، چې خبرې اترې بریالۍ کېږي که نه.

هغه زیاته کړې؛ د خاورې اړوند څو “ستونزمنې مسئلې” او هم پاتې دي، چې باید حل شي.

زیلینسکي ویلي، چې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو پر سر هوکړه شوې ده. ټرمپ بیا لږ محتاط و او څرګندوي، چې دوی هوکړې ته ۹۵ سلنه رسېدلي دي او تمه ده، چې اروپایي هېوادونه به د امریکا پر ملاتړ “د دې چارې لویه برخه پر غاړه واخلي.”

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې له زیلینسکي سره د ټرمپ له لیدنې وروسته یې په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د امنیتي تضمینونو په برخه کې پرمختګ شوی دی.

هغه زیاته کړې؛ “د خوښې ائتلاف” په نوم د هېوادونو ډلې به د جنورۍ په لومړیو کې د پاریس غونډه وکړي، چې خپلې “عملي ونډې” وروستۍ کړي.

زیلینسکي له دې مخکې ویلي وه؛ هیله من دی د امریکا هغه وړاندیز نرم کړي، چې له مخې یې اوکرایني ځواکونه باید له دونباس څخه په بشپړه توګه ووځي. دا د روسیې غوښتنه ده او معنا به یې دا وي، چې اوکراین به د خپلې خاورې یوه برخه پرېږدي.

مسکو ټینګار کړی، چې باید ټول دونباس ترلاسه کړي؛ خو کیف غواړي، چې نقشه د اوسنیو جګړیزو کرښو پر بنسټ کنګل شي.

ټرمپ او زیلینسکي دواړو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د دونباس راتلونکی تر دې دمه ټاکل شوی ندی؛  خو د امریکا ولسمشر څرګنده کړې، چې خبرې “سم لوري ته روانې دي. امریکا د جوړجاړي په لټه کې وړاندیز کړی، چې که اوکراین دا سیمه پرېږدي؛ نو هلته دې آزاده اقتصادي سیمه جوړه شي، خو دا اوس عملاً روښانه نده.

ټرمپ وایي: “دا اوس هم حل شوې نده؛ خو خبرې پرې ډېرې نږدې شوې دي. دا یوه ډېره سخته مسئله ده.”

دواړو مشرانو دا هم روښانه نکړه، چې د جګړې له پای وروسته د اوکراین د امنیت د تضمین لپاره یې پر څه شي هوکړه کړې ده.

زیلینسکي دا موضوع “د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره بنسټیز پړاو” وباله.

نوموړي زیاته کړې؛ د سولې هر ډول تړون باید د اوکراین د پارلمان له‌خوا تصویب شي یا هم د ټولپوښتنې له لارې ومنل شي.

ټرمپ ویلي؛ که دا کار د تړون د خوندي کېدو سبب کیږي، نو هغه به پارلمان ته هم وینا وکړي.

د زیلینسکي له لیدنې مخکې ټرمپ له پوتین سره خبرې کړي

له هغې لږ مخکې، چې زیلینسکي او د هغه پلاوی د ټرمپ فلوریډا مېشتې ماڼۍ ته ورسېږي؛ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټیلیفوني اړیکه ونیوله. ټرمپ دا خبرې “ګټورې” وبللې او د کرملین د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف دا خبرې له “ملګرتیا ډکې” وبللې.

اوشاکوف په مسکو کې ویلي، چې پوتین ټرمپ ته وویل، چې د اروپایي اتحادیې او اوکراین له‌خوا وړاندیز شوی ۶۰ ورځنی اوربند به جګړه اوږده کړي.

هغه زیاته کړې، چې اوکراین باید د دونباس په اړه “له نور ځنډ پرته” پرېکړه وکړي.

ټرمپ ویلي؛ هغه او پوتین له دوه ساعتونو زیاتې خبرې کړي او وایي: د روسیې ولسمشر ژمنه کړې، چې د ارزانه انرژۍ د برابرولو په ګډون به د اوکراین په بیارغونه کې مرسته وکړي.

ټرمپ ویلي: “روسیه غواړي اوکراین بریالی وویني. دا یو څه عجیبه ښکاري.”

کله، چې ټرمپ له پوتین ستاینه کوله؛ زیلینسکي سر لږ اړخ ته واړاوه او موسکی شو.

کرملین د ټرمپ د سولې له خبرو ملاتړ څرګند کړ.

د پوتین ځانګړي استازي کیریل دمیتروف د دوشنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې ولیکل: “ټوله نړۍ د ولسمشر ټرمپ او د هغه د کاري ډلې د سولې هڅې ستایي.”

د اټومي بټۍ موضوع

د امریکا مذاکره کوونکو د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د ګډ کنټرول وړاندیز هم کړی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هلته د برښنا د لینونو رغونه له هغې وروسته پیل شو، چې د ادارې په منځګړیتوب یو بل ځايي اوربند وشو.

ټرمپ ویلي، چې مذاکره کوونکو د دې بټۍ د راتلونکي په اړه پرمختګ کړی او دا بټۍ «نږدې سمدستي» بیا فعاله کېدی شي.

هغه دا هم ویلي؛ دا “یو لوی ګام” دی، چې روسیې پر دغو تاسیساتو بمبارډ ندی کړی.

د روسیې د اټکل له مخې؛ روسیه د کریمیا ټوله سیمه تر خپل کنټرول لاندې لري، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې ضمیمه کړه او د نږدې څلور کلونو جګړې وروسته یې د اوکراین شاوخوا ۱۲ سلنه خاوره نیولې ده. په دې کې شاوخوا ۹۰ سلنه دونباس، ۷۵ سلنه د زاپوریژیا او خرسون سیمې او د خارکوف، سومي، میکولایف او دنیپروپېتروفسک د سیمو ځینې برخې شاملې دي.

یوه ورځ مخکې له دې، چې زیلینسکي فلوریډا ته ورسېږي او له ټرمپ سره وګوري؛ روسي ځواکونو پر کیف او د اوکراین پر نورو سیمو د سلګونو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې د پلازمېنې په ځینو برخو کې یې برښنا او تودوخه پرې کړه.

زیلینسکي دا بریدونه د امریکا پر منځګړیتوب د سولې هڅو ته د روسیې ځواب وباله؛ خو ټرمپ د یکشنبې پر ورځ وویل، چې هغه باور لري پوتین او زیلینسکي دواړه سولې ته جدي دي.

د شنبې له هوایي بریدونو وروسته پوتین وویل که کیف ژر سولې ته مخه نکړي؛ نو مسکو به جګړه روانه وساتي. روسیې په وروستیو میاشتو کې جګړه‌ییز پرمختګ لري او د یکشنبې پر ورځ یې د څو نورو میشت ځایونو د نیولو ادعا وکړه.

یکشنبې پر ورځ د ټرمپ او زیلینسکي د غونډې په یوه برخه کې د اروپایي هېوادونو مشران هم د ټیلیفون له لارې ګډونوال ول.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون ډرلاین په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې “اروپا چمتو ده له اوکراین او له خپلو امریکایي شریکانو سره کار ته دوام ورکړي” او زیاتوي؛ قوي امنیتي تضمینونه “تر ټولو اړین” ارزښت لري.

د بریټانیا د لومړي وزیر کیر سټارمر ویاند ویلي، چې اروپایي مشرانو “پر پیاوړو امنیتي تضمینونو ټینګار وکړ او د دې وحشي جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو بېړنۍ اړتیا یې بیا تکرار کړه.”

ویل کیږي، چې ټرمپ به له زیلینسکي سره له لیدنې وروسته یو ځل بیا له پوتین سره اړیکه ونیسي.

نړۍ

په یمن کې د انساني تلفاتو زیاتوالي روغتونونه د وړتیاوو له کمښت سره مخ کړي- د سره صلیب کمیټه

د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بې‌ساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

 

سره صلیب د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی؛ د جګړې د ټپیانو د شمېر زیاتوالي او په څو جبهو کې د نښتو له کبله د یمن روغتونونه تر سخت فشار لاندې دي، چې د دغه هېواد پر کمزوري روغتیايي نظام یې فشار نور هم زیات کړی دی.

د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بې‌ساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي؛ په تېرو اوونیو کې د نښتو د نوې څپې له پیل راپدېخوا په یمن کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. دې نښتو له هغې وروسته هغې زور اخیستی، چې د ایران پر ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان پر ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتیايي چارو د همغږي کوونکي فراس ابوسمره د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو د درملنې په برخه کې کارکوونکي له خورا سخت فشار سره مخ دي.

هغه زیاته کړې، چې په یمن کې یوازې لږ شمېر فعال روغتیايي مرکزونه د جګړې د ټپانو د هر اړخیزې درملنې وړتیا لري. په داسې حال کې، چې روغتونونه د جراحي وسایلو، د بې‌هوښۍ درملو، اکسیجن او درملو له کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د یمن روغتیايي نظام له یوې لسیزې ډېرې جګړې، اقتصادي کړکېچ، بې‌ځایه کېدا او د ناروغیو د خپرېدا له کبله سخت کمزوری شوی دی او که نښتې نورې هم شدیدې شي، ښايي روغتیايي نظام د تلفاتو د نوې او پراخې څپې د درملنې وړتیا ونه‌لري.

Continue Reading

نړۍ

په امریکا کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ووژل شول

د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.

Published

on

د امریکا په جورجیا او پینسلوانیا ایالتونو کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.

په بله پېښه کې، چې د پینسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې؛ نهه کسان، د دوه ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې پر ګډون وژل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، چې بریدګر هم د دې پېښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

د ایري ښار د پولیسو مشر ریک لورا دغه پېښه یو داسې سخت برید بللې، چې د پولیسو په ۲۸ کلنه کاري مخینه کې ورسره مخ شوی نه‌و.

پولیسو ویلي، د دغو وسلوالو بریدونو انګېزه اوس هم روښانه شوې نه‌ده؛ خو ټاکل شوې، چې نور جزئیات یې په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.

Continue Reading

نړۍ

روسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي

د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نه‌درلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړه‌ییز وس پرې اغېزمن شي.

Published

on

 

د ډنمارک د استخباراتو او ملي امنیت یوه چارواکي ویلي؛ روسیې پر هغو ډنمارکي شرکتونو ورانوونکي عملیات پیل کړي، چې اوکراین ته پوځي تجهیزات تولید او برابروي.

د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نه‌درلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړه‌ییز وس پرې اغېزمن شي.

د ډنمارک د امنیت او استخباراتو دې چارواکي په کوپنهاګن کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې د روسیې ورانوونکي فعالیتونه زیات شوي دي.

په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت دغه تورونه رد کړي او د ډنمارکي چارواکو ادعاوې یې «بې‌بنسټه» بللې دي.

ډنمارکي چارواکي خبرداری ورکړی؛ روسیه د ورانوونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له عادي وګړو او نیابتي کسانو څخه کار اخلي، چې د ټیلیګرام او خواله رسنیو له لارې جذبېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډنمارکي امنیتي چارواکو له دې مخکې د لویدیځ پر هېوادونو د روسیې د ګډو بریدونو د احتمال له زیاتېدا خبرداری ورکړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!