تازه خبرونه
په فراه ولایت کې د سېلابونو او توپانونو له کبله پېنځه کسانو ته ځاني زیانونه اوښتي
د فراه والي محمد حافظ مجاهد په یوه بېړنۍ ناسته کې، چې د والي مرستیال رحیمالله محمود، امنیه قومندان محمد عیسی شریف او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې، عامې روغتیا، سره میاشت، اقتصاد، ښاروالۍ او نورو همکارو ادارو مشران او استازي په کې ګډون درلود؛ ټینګار وکړ، چې د خلکو د ژوند ژغورنه او ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
په فراه ولایت کې د تېرې شپې د سېلابونو او سختو توپانونو له کبله لږ تر لږه یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.
د فراه والي محمد حافظ مجاهد په یوه بېړنۍ ناسته کې، چې د والي مرستیال رحیمالله محمود، امنیه قومندان محمد عیسی شریف او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې، عامې روغتیا، سره میاشت، اقتصاد، ښاروالۍ او نورو همکارو ادارو مشران او استازي په کې ګډون درلود؛ ټینګار وکړ، چې د خلکو د ژوند ژغورنه او ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د طبیعي پېښو پر ضد د چمتووالي او مبارزې ریاست رییس محمد اسرائیل سیار، د بېړنۍ کمېټې د موخو د تشریح پر مهال ویلي، چې په ګلستان، فراهرود، بالابلوک، خاکسفید او بکواه ولسوالیو کې د سېلابونو او توپانونو له کبله څلور واړه موټر ویجاړ شوي، څلور کسان ټپیان دي او یو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د چمتووالي ریاست د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکي، خېمې او کمبلې برابرې کړي او په کلیو کې د بند پاتې خلکو د ژغورلو هڅې روانې دي.
د فراه والي له مسوولانو وغوښتل، چې بشپړ شمېر راټول کړي او هر اړخیزه سروې ترسره کړي، چې بحران ته په تر ټولو ښه ډول ځواب ورکړ شي.
تازه خبرونه
ملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له یو میلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او ۱۴ نورې پروژې له تعدیلاتو سره مخ شوې.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې، چې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ له یو ميلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت د ۱۷ پروژو منظوري ورکړ شوه.
د ریاست الوزراء د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له یو میلیارډ څخه د ډېرو افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او ۱۴ نورې پروژې له تعدیلاتو سره مخ شوې.
په تصویب شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پنجشېر پوهنتون د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي ودانۍ جوړول، د کونړ- نورستان سړک د لومړي او دوهیم پړاو بشپړول، د غزني په ګیرو او بندر فاریاب، د ننګرهار سپین غر ولسوالیو کې د عامه روغتونونو جوړول او همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې د برښنا رسولو او وېش پروژې شاملې دي.
د یادونې ده، چې د دغو پروژو لګښت د افغانستان اسلامي امارت لهخوا ورکول کیږي.
تازه خبرونه
افغان پلاوی له پاکستان سره د خبرو لپاره چین ته روان شو
د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محبالله وثیق کوي.
سرچینو د چارشنبې پر ورځ(د وري دولسمه ) آریانانیوز ته ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د چین ارومچي ښار ته سفر کړی دی.
د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محبالله وثیق کوي.
په پلاوي کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست د بهرنیو اړیکو رییسان ګډون لري.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د پاکستاني پلاوي مشري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو دواړو خواوو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
اسلامآباد اسلامي امارت د هغو وسلهوالو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورنوي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
کابل د اسلامآباد دا ادعا تل رد کړې او څرګندوي، چې د پاکستان روانه ناامني د دوی کورنۍ ستونزه ده.
تازه خبرونه
د پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
د سېشنبې پر ورځ د پېښور جرګې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روانې نښتې ودروي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
ګډونوالو ګډو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته په نغوته او اشاره کې ټینګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید ډیپلوماټیکو حللارو ته لومړیتوب ورکړي.
دوی دوه اړخیزې اړیکې ژورې وبللې او خبرداری یې ورکړ، چې د جګړې دوام به د یادې کرښې دواړو غاړو ته خلک اغېزمن کړي.
جرګې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړني اوربند او د پلي کولو غوښتنه وکړه او په یوه ګډ پرېکړه لیک کې یې له دواړو حکومتونو وغوښتل؛ ډاډ دې ترلاسه کړي، چې د نړیوالو اصولو له مخې یې خاوره د یو او بل پر وړاندې نهکارول کیږي او دا غوښتنه پر بشپړ حکومتي واک پلې شي.
دوی ټینګار کړی، چې ټولې شخړې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ ځکه، چې جګړه د حل لار نده او سوله متقابل درناوي او همغږي رامنځته کوي.
جرګې همدارنګه د اړیکو پر ښه کولو، باور رامنځته کولو او د یو بل پر اړتیاوو پوهېدا ته د متقابل احترام غوښتنه وکړه.
جرګې پالیسي جوړونکو ته خبرداری ورکړ: محدودو ګټو ته دې اجازه نهورکوي؛ لوی ملي لومړیتوبونه، ګډ امنیت او د دواړو حکومتونو ترمنځ مذهبي او کلتوري اړیکې باید له ننګونو وژغورل شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې «سوله د پاکستان او افغانستان لپاره ترټولو لویه اړتیا ده.»
ویل کیږي، چې د جرګې غوښتنې هر اړخیز لوری خپلوي او د سیاسي، مذهبي او ټولنیزې ډیپلوماسۍ له لارې پر سوله او اوربند راڅرخیږي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
-
لوبی4 days agoپه بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
-
تازه خبرونه4 days ago«پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی» – د امریکا کانګرس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزې سوداګریزیزۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه به د مارچ په وروستیو کې جوړه شي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
تازه خبرونه3 days agoافغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ
