Connect with us

نړۍ

ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو اعلان وکړ

امریکا د ۱۹۸۹ کال د پاناما له برید راپدېخوا، چې د هېواد پوځي مشر مانویل نوریګا یې نسکور کړ؛ په لاتینه امریکا کې دومره مستقیمه لاسوهنه نده کړې.

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکا د ونزویلا له برید وروسته ولسمشر نیکولاس مادورو نیولی او له هېواده ایستلی دی.

امریکا د ۱۹۸۹ کال د پاناما له برید راپدېخوا، چې د هېواد پوځي مشر مانویل نوریګا یې نسکور کړ؛ په لاتینه امریکا کې دومره مستقیمه لاسوهنه نده کړې.

ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي: ” امریکا د وینزویلا پر ولسمشر نیکولاس ماډورو داسې بریالی برید، چې له خپلې میرمنې سره یوځای ونیول شو او له هېواده وایستل شو؛ ترسره کړی دی.”

د وینزویلا حکومت تر اوسه دا خبر تائید کړی ندی.

امریکا ماډورو د “مخدره توکو امپراتور” او د ټاکنو د درغلیو پر چلولو تورن کړی دی.

د وینزویلا رهبر، چې په ۲۰۱۳ کال کې د هوګو چاویز ځای ناستی شو او واک یې ترلاسه کړ ویلي؛ واشنګټن غواړي د هېواد د تېلو زیرمو کنټرول په لاس کې واخلي، چې د نړۍ ترټولو ستره زیرمه ده.

نړۍ

ټرمپ د ونزویلا تېل پلوري

هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ونزویلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل تېلو څخه به، چې پخوا د امریکا د بندیزونو له کبله په دې هېواد کې بند پاتې ول؛ تصفیه او بازار ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې، چې دا کچه تېل به د بازار پر بیه وپلورل شي او عواید به یې د ونزویلا او امریکا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي. د دې معاملې ارزښت ښايي تر ۱.۹ میلیارډ ډالرو پورې ورسېږي.

ټرمپ همداراز ویلي؛ امریکا به د ونزویلا د تېلو د بنسټونو په بیارغونه کې مرسته وکړي او لوی امریکايي شرکتونه هم ترې ګټه واخلي.

امریکا تېره اوونۍ پر ونزویلا پوځي برید وکړ او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس ماډورو یې لاس تړلی امریکا ته ولېږداوه. او د فشار راوړلو لپاره غواړي، چې د چین، روسیې، کیوبا او ایران سلاکاران له ونزویلا ووځي.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارې ولسمشر ټرمپ ته داسې سپارښتنه کړې وه، چې ‌ډلسی روډریګز لنډمهاله ولسمشره او د ماډورو نور جګپوړي چارواکي د هېواد د ثبات د ساتلو لپاره غوره انتخابونه وګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچاډو په حکومت کې پراخ رول هیله لرله.

Continue Reading

نړۍ

ګرینلنډ د امریکا ملي امنیت ته سټراټیزیک ارزښت لري – ټرمپ

ټرمپ وایي: «مونږ د ملي امنیت د ملاحظاتو له کبله ګرینلنډ ته اړتیا لرو. دا سیمه له سټراتیژیکي پلوه ډېره مهمه ده. دا مهال د روسیې او چین بېړۍ د ګرینلنډ په شاوخوا کې پراخ حضور لري.»

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ځانګړې الوتکې (ایرفورس ون) کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا ټینګار څرګند کړ، چې ګرینلنډ د امریکا ملي امنیت ته سټراټیژیک ارزښت لري.

ټرمپ وایي: «مونږ د ملي امنیت د ملاحظاتو له کبله ګرینلنډ ته اړتیا لرو. دا سیمه له سټراتیژیکي پلوه ډېره مهمه ده. دا مهال د روسیې او چین بېړۍ د ګرینلنډ په شاوخوا کې پراخ حضور لري.»

د ټرمپ دې څرګندونې یو ځل بیا د شمالي قطب په اړوند سیمه کې د سترو قدرتونو سیالۍ ته پام رااړوي؛ هغه سیمه، چې د خپل جغرافیایوي موقعیت، د کښتۍ چلولو نویو لارو او طبیعي سرچینو له کبله د نړۍ د مهمو جیوپولیټیکي مرکزونو څخه ګرځېدلې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر ونزویلا د امریکا په برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ویلي وه، چې هیڅ امریکایي سرتېری ندی وژل شوی.

Published

on

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ونزویلا د یوه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې پر ونزویلا د امریکا په برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان، چې په کې پوځي او ملکي وګړي شامل دي؛ وژل شوي دي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې عملیاتو د تلفاتو په اړه ویلي وه، چې هیڅ امریکایي سرتېری ندی وژل شوی.

امریکایي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې شاوخوا شپږ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډن کین ویلي: هغه امریکایي چورلکې، چې د ولسمشر نیکولاس ماډورو او د هغه د مېرمنې د لېږد لپاره په حرکت کې وې؛ یوه تر برید لاندې راغله، خو نسکوره نشوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!