تازه خبرونه
د کانونو او پټرولیم وزارت یو تخنیکي پلاوی ازبکستان ته ولاړ
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو له بېلابېلو تخنیکي څانګو لیدنه، له پرمختللیو لابراتواري تجهیزاتو او طریقو سره بلدتیا او د کانونو په برخه کې د عملي تجربو تبادله ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت یو ۲۰ کسیز تخنیکي او مسلکي پلاوی د کانونو اندتون(انسټیټوټ ) او د تخنیکي تفتیش ریاست د رییسانو تر مشرۍ لاندې د وړتیا لوړونې او مسلکي ودې په روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره پر ۲۸ ورځني سفر ازبکستان ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو له بېلابېلو تخنیکي څانګو لیدنه، له پرمختللیو لابراتواري تجهیزاتو او طریقو سره بلدتیا او د کانونو په برخه کې د عملي تجربو تبادله ده.
یاد سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تخنیکي او علمي همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د لابراتواري معیارونو د ښهوالي، د کیفیت کنټرول او د کانونو په برخه کې د تخنیکي وړتیاوو پر لوړولو راڅرخیږي.
تازه خبرونه
په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.
په اسلامآباد کې د امریکایي او ایراني پلاوي له شتون سره – سره ایراني رسنیو راپور ورکړ، چې د دواړو پلاويو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.
دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.
د راپورونو له مخې؛ ایران په لبنان کې د جګړې بندول او د خپلو کنګل شویو شتمنیو خوشې کول د خبرو د پیل لپاره یو شرط وړاندې کړی و.
له اسلامآباد څخه د راډیو او ټلویزیون خبریال راپور ورکړ، چې امریکا د ایراني شتمنیو له خوشې کولو سره هوکړه کړې او په لبنان کې جګړه د هېواد تر جنوب پورې محدوده شوې ده.
دغه راز امریکایي چارواکو تر اوسه د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو هوکړه نده تائید کړې.
دا خبرې د امریکا او اسرائیلي رژیم ترمنځ له ایران سره له ۴۰ ورځو شخړې وروسته پیل شوې.
تازه خبرونه
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو هڅې روانې ساتلي او روانې خبرې یې بېپرې د همکارۍ له مخې پیل کړې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمهییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.
په دې لیدنه کې شینګ ویلي؛ هیله لري، چې د سیمهییز جیوپولیټیک وضعیت په پام کې نیولو سره د باور جوړونې، ښه نیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د تشنج نشتوالي پروسه به دوام ومومي.
امیر خان متقي په داسې حال کې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ مثبتې وارزولې؛ له خپل چینایي سیال څخه یې د ارومچي خبرو اترو د چمتووالي او کوربتوب او همدارنګه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو له منځګړیتوب مننه څرګنده کړه.
متقي ويلي، چې تر اوسه پورې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ښې خبرې اترې شوې دي او هغه هيله لري، چې کوچني تعبیرونه به د خبرو اترو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ په فرغانه ولایت کې یوه اړینه غونډه ترسره شوه، چې په کې د سوداګرۍ خونې د پانګونې څانګې د مرستیال زړګي عظیمي پر مشرۍ د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې پلاوي د سیمې د اقتصادي وړتیاوو د ارزونې لپاره د فرغانې ښار له یو شمېر لویو کارخونو او تولیدي څانګو لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړو عبدالله رحیمي، سید احمد نورزاد او عبیدالله هوتک په ګډون د اجرائیوي رییس مرستیال میرزامان پوپل او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو ګډون درلود، چې په کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
ویل کیږي، چې دا غونډه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoله برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoچین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ
-
څار5 days agoڅار: افغانستان اوس هم د شانګهای ټولنې په پام کې دی
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او کابل ترمنځ د روانو خبرو دوام
-
تازه خبرونه21 hours agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
روغتيا4 hours agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تحول19 hours agoتحول: په پاکستان کې د ایران او امریکا تاریخي خبرې
-
څار21 hours agoڅار: د پاکستان پر کوربتوب د ایران او امریکا خبرې
