Connect with us

تازه خبرونه

په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰زره یتیمو ماشومانو روزنه او پالنه کیږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بې‌سرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بې‌سرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.

خپور شوی

د

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ زره یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنه او پالنه روانه ده او دغه راز یې په ۱۴ ولایتونو کې د بې‌سرپرستو او یتیمو نجونو د روزنې له فعالیتونو هم خبر ورکړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بې‌سرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بې‌سرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.

ابراهیمي وایي: «د نجونو لپاره ټولې اداري، تدریسي او مراقبتي پرسونل ښځې دي او هڅه کېږي، چې د هغوی لپاره یو خوندي کاري چاپېریال هم برابر شي.»

نوموړي ویلي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال شوي، چې په کې له لس زره ډېر بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان تر روزنې او پالنې لاندې دي. د ښوونې او روزنې ترڅنګ ورته د خوراک، څښاک، روغتیا آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.»

Advertisement

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله کابل ته راځي

د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې غړیو هېوادونو ډیپلوماټانو د دې ټولنې د وزیرانو تماس ډلې کابل ته له سفر مخکې لومړنۍ مشورې ترسره کړې دي.

د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.

د ناستې په بهیر کې ګډونوالو د غړیو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د سیاست پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د سفر اغېزمنتوب او عملي پایلې پرې ډاډمنې شي.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې اجنډا باید مهم سیاسي، بشري او اقتصادي مسایل راونغاړي.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله په استانبول کې د ۲۰۲۵ز. کال د جون پرمهال د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په یوپنځوسمه غونډه کې د تصویب شوي پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوه.

د دې ډلې هدف د غړو هېوادونو د هڅو همغږي کول، همکارۍ ته وده ورکول، د افغانستان په اړوند مسلو کې دوامداره ښکېلتیا او د سیاسي خبرو اترو، بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ ډاډمنول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو

۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.

Published

on

د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې ویلي؛ دوی یو داسې افغان نیولی، چې د قتل د هڅې مخینه لري.

۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.

د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې زیاته کړې؛ وحید‌الله په ۲۰۰۴ کال کې پر قانوني بڼه امریکا ته راغلی؛ خو محکومیت يې له قانوني حیثیت بې برخې کړ او یوه قاضي په ۲۰۱۲ کال کې د هغه د جبري ایستلو امر وکړ.

وحید‌الله‌محمد به تر جبري ایستلو پورې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې په بند کې پاتې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ له اړیکو اندېښنه څرګنده کړه

د تارړ د څرګندونو له مخې؛ په هند کې د افغان چارواکو شتون او د دوی خبرې “هر څو ورځې یو ځل” د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره د بهرنیو له پلانونو ملاتړ ښیي.

Published

on

د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي پر دوه‌ویشتمه) د افغان او هندي چارواکو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تارړ د څرګندونو له مخې؛ په هند کې د افغان چارواکو شتون او د دوی خبرې “هر څو ورځې یو ځل” د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره د بهرنیو له پلانونو ملاتړ ښیي.

نوموړي هغه وسلوالې ډلې، چې بریدونه ترسره کوي؛ د “بهرنیو د پلان شوي پروګرام ” پیروان بولي او وایي: “دا څه ډول اسلام دی، چې له هند پیسې اخلي او دلته چاودنې کوي؟!”

دا څرګندونې هند ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تیر کال سفرونو ته نغوته( اشاره) کوي، چې پاکستان یې له وسله‌والو ډلو څخه پر ملاتړ تورونوي. په داسې حال کې، چې هند او کابل دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستاني پوځ د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې ۵ زره ۳۹۷ وسلوال بریدونه شوي، چې ۳ زره  ۸۱۱ یې په خیبر پښتونخوا او ۱ زر و ۵۵۷ بلوچستان کې تر سره شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو هم ۷۵ زره ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره کړي او ۲ زره ۵۹۷ وسلوال یې له منځه وړي دي.

د پاکستان اطلاعاتو وزیر ویلي؛ حکومت به پخپل ټول ځواک له وسلوالو سره مبارزه وکړي او د پاکستانيانو امنیت به ډاډمن کړي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د دفتر عمومي رییس محب الله وثیق د اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست د ټینګار تر څنګ ویلي؛ د متقابل درناوي د اصل پر بنسټ له هند جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول مو د هېواد د بهرني سیاست یو لومړیتوب دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له څلور کلنو سیاسي اړیکو او تعاملاتو وروسته د اړیکو دا نوی پړاو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، سوداګرۍ پراخولو، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره یو مهم فرصت برابروي؛ دا یو داسې ګام دی، چې کولی شي په سیمه‌ییز ثبات او پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!