تازه خبرونه
پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ له اړیکو اندېښنه څرګنده کړه
د تارړ د څرګندونو له مخې؛ په هند کې د افغان چارواکو شتون او د دوی خبرې “هر څو ورځې یو ځل” د پاکستان د بېثباته کولو لپاره د بهرنیو له پلانونو ملاتړ ښیي.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي پر دوهویشتمه) د افغان او هندي چارواکو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د تارړ د څرګندونو له مخې؛ په هند کې د افغان چارواکو شتون او د دوی خبرې “هر څو ورځې یو ځل” د پاکستان د بېثباته کولو لپاره د بهرنیو له پلانونو ملاتړ ښیي.
نوموړي هغه وسلوالې ډلې، چې بریدونه ترسره کوي؛ د “بهرنیو د پلان شوي پروګرام ” پیروان بولي او وایي: “دا څه ډول اسلام دی، چې له هند پیسې اخلي او دلته چاودنې کوي؟!”
دا څرګندونې هند ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تیر کال سفرونو ته نغوته( اشاره) کوي، چې پاکستان یې له وسلهوالو ډلو څخه پر ملاتړ تورونوي. په داسې حال کې، چې هند او کابل دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستاني پوځ د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې ۵ زره ۳۹۷ وسلوال بریدونه شوي، چې ۳ زره ۸۱۱ یې په خیبر پښتونخوا او ۱ زر و ۵۵۷ بلوچستان کې تر سره شوي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو هم ۷۵ زره ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره کړي او ۲ زره ۵۹۷ وسلوال یې له منځه وړي دي.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر ویلي؛ حکومت به پخپل ټول ځواک له وسلوالو سره مبارزه وکړي او د پاکستانيانو امنیت به ډاډمن کړي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د دفتر عمومي رییس محب الله وثیق د اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست د ټینګار تر څنګ ویلي؛ د متقابل درناوي د اصل پر بنسټ له هند جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول مو د هېواد د بهرني سیاست یو لومړیتوب دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له څلور کلنو سیاسي اړیکو او تعاملاتو وروسته د اړیکو دا نوی پړاو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، سوداګرۍ پراخولو، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره یو مهم فرصت برابروي؛ دا یو داسې ګام دی، چې کولی شي په سیمهییز ثبات او پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د بدخشان پامیریانو د ماشومانو لپاره د معیاري لیسې او لیلیې غوښتنه وکړه
هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپېتېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده.
د بدخشان ولایت د پامیر اوسېدونکو له حکومت غوښتي، چې د دې سیمې د ماشومانو د غوره زدهکړو لپاره دې د لیلیې له آسانتیاوو سره یوه معیاري لیسه جوړه شي.
هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپېتېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده.
د پامیر یو شمېر اوسېدونکي وايي، د استوګنې سیمو او ښوونځیو ترمنځ اوږده واټنونه، د تګ راتګ د لارو ستونزې او د جهیلونو د اوبو لوړېدل د دې لامل شوي، چې ډېر ماشومان په منظم ډول زدهکړو ته لاسرسی ونهلري.
د پامیر د وړې وخچیر درې یوه اوسېدونکي ویلي، چې د ځینو شوراګانو او استوګنیزو سیمو ترمنځ واټن شاوخوا څلور ساعته د آس مزل دی، چې د زدهکوونکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.
د دې سیمې ۱۲ کلن ماشوم خالد ويلي: هیله لري، چې ښوونځي ته ولاړ شي؛ خو د لارو د لرېوالي له کبله نهشي کولی خپلې زدهکړې روانې وساتي.
دغه راز د پامیر قومي مشران وايي، چې اوسمهال په وړوکيپامیر کې اته شوراګانې شته او درې منځني ښوونځي هم د ښوونیزو امکاناتو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
د پامیر ولسوال عبدالحق د لیلیې له آسانتیاوو سره د یوې سمبالې لیسې جوړول د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له بنسټیزو غوښتنو وبلل او څرګندوي، چې دا موضوع یې د بدخشان له پوهنې ریاست سره هم شریکه کړې ده.
د پامیر اوسېدونکو هیله ښودلې، چې د زدهکړو د ستونزو د هواري او ماشومانو ته د برابر فرصت د برابرولو لپاره به یې غوښتنه پلې شي.
تازه خبرونه
د ویزو نه غځېدا په پاکستان کې د افغان زدهکړیالانو لویه ستونزه ده – عبدالجبار تخاری
تخاري ویلي، چې دې چارې د زدهکړیالانو اندېښنې زیاتې کړي او هغوی د ویزو د ورکړې او غځولو د بهیر د بیا پیل پر تمه دي.
په کراچۍ کې د افغانستان سرقونسل عبدالجبار تخاري ويلي: هغه افغان زدهکړیالان، چې د پاکستان د سند ایالت په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي؛ تر اوسه له جدي ستونزو سره نهدي مخ شوي، خو د دوی د ویزو له پای ته رسېدا سره د نوو ویزو د ورکړې بهیر درېدلی دی.
تخاري ویلي، چې دې چارې د زدهکړیالانو اندېښنې زیاتې کړي او هغوی د ویزو د ورکړې او غځولو د بهیر د بیا پیل پر تمه دي.
هغه زیاته کړې؛ د پاکستان په ځینو نورو ایالتونو کې یو شمېر افغان محصلان له ستونزو، په ځانګړي ډول له جبري ایستلو سره مخ دي؛ هغه ستونزه، چې د دوی د زدهکړو دوام یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
تازه خبرونه
د کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کابل – ډیلي هوايي دهلېز فعال دی او له دې لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد پرته له ځنډ روان دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د جیسوال د څرګندونو له مخې، د افغانستان د کرنې وزیر هند ته په خپل سفر کې هغه له کرنې وزیر، د خوړو د پروسس صنایعو وزیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
دا څرګندونه په داسې حال کې راپورته شوې، چې هند په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې؛ له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي او د توکو د لېږد لپاره له بدیلو سوداګریزو لارو کار واخلي.
د کابل – ډیلي هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو د آسانتیا لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
-
تازه خبرونه3 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
International Sports1 day agoاسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
لوبی2 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف
-
سوداگري3 days agoاسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ۱۴۰۵ کانکور د مخکښانو ستاینه وشوه
