Connect with us

تازه خبرونه

د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د ملي سوداګرو یو ګډ پلاوي بنګله‌دېش ته سفر وکړ

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.

خپور شوی

د

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ د ملي سوداګرو ۵ کسیز پلاوي د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو هوکړه‌لیکونو  د لاسلیک پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ټینګار له مخې؛ دا ډول سفرونه به د هېواد د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړین او اغېزناک رول ولري.

ویل کیږي، چې د یاد سفر موخه د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د افغانستان د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول او د سیمې پر کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې صنعتي نشه‌یي توکو وده کړې

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) له لوري د «۲۰۲۵ د افغانستان د اپینو سروی» ښیي؛ سږکال د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ کال پر پرتله نږدې ۲۰ سلنه کمه ده. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د پراخ بندیز له کلونو څخه د مخکې پر پرتله د پام وړ کمښت لري.

Published

on

د ملګرو ملتونو ټولنې نوی راپور ښيي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د کوکنارو کرکېله او د اپینو تولید راکم شوی؛ خو د صنعتي نشه‌یي توکو په ځانګړي توګه میټ‌امفیټامین د زیاتېدونکي ګواښ په اړه هم خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر (UNODC) له لوري د «۲۰۲۵ د افغانستان د اپینو سروی» ښیي؛ سږکال د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ کال پر پرتله نږدې ۲۰ سلنه کمه ده. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د پراخ بندیز له کلونو څخه د مخکې پر پرتله د پام وړ کمښت لري.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د اپینو تولید نور هم کم شوی او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۲ سلنه راټیټ شوی او ۲۹۶ ټنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر د څرګندونو له مخې؛ له دې کچې څخه کېدی شي د صادراتي کیفیت له ۲۲ څخه تر ۳۴ ټنو پورې پوډر او هیرویین تولید شي، چې دا د تېرو کلونو پر پرتله ډېر لږ دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د کوکنارو کربندیز پلي کېدا او د یو شمېر بزګرانو له‌خوا د قانوني حاصلاتو کر ته مخه کول د کموالي یو له اصلي لامل څخه دي.

دغه راز د سختې وچکالۍ او اورښتونو د کمښت له کبله څه نا څه ۴۰ سلنه کرنیزې ځمکې شاړې پاتې شوې دي، چې د بزګرانو عواید او مشروع تولیداتو ته یې سخت زیان اړولی دی.

د راپور له مخې؛ د افغانستان شمال‌ختیځ ولایتونه په ۲۰۲۵ کال کې هم د اپینو د تولید اصلي مرکزونه پاتې شوي. په سویلي او سویل‌لویدیځو( هلمند او کندهار ) ولایتونو کې د کوکنارو کرکېله مخ پر تیټېدا وه.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر زیاته کړې؛ د بزګرانو عاید هم د ابینو له پلور څخه پوره کم شوی او په ۲۰۲۴ کال کې له شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالرو څخه په تېر کال کې نږدې ۱۳۴ میلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

سره له دې کموالي هم ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د نشه‌یي توکو د بازار د بڼې بدلون کولی شي نوي ګواښونه رامنځته کړي.

په راپور کې راغلي، چې صنعتي نشه‌یي توکي په ځانګړي توګه میټ‌امفیټامین د پراختیا په حال کې دي، چې تولید یې آسانه، پټ او د اقلیمي شرایطو پورې لږ تړلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر ویلي؛ د صنعتي نشه‌یي توکو تولید کېدی شي په وړو او پټو لابراتوارونو کې ترسره شي او د امنیتي ځواکونو لپاره یې پېژندنه او مخنیوی ډېر ستونزمن دی. دغه مواد د عامې روغتیا لپاره هم جدي ګواښونه لري او کولی شي د سیمې پر کمزورو روغتیايي نظامونو نور فشارونه راوړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د نشه‌یي توکو پر ضد له هر اړخیزو تګلارو پرته، چې هم دودیز او هم صنعتي نشه‌یي توکي رانغاړي؛ د تریاکو د تولید کمښت ښايي د نورو خطرناکو توکو پر پراختیا جبران شي.

دې ادارې د سیمه‌ییزو همکاریو د زیاتولو، د لومړنیو کیمیاوي توکو د ښه کنټرول او د نړیوال ملاتړ د دوام غوښتنه کړې، چې افغانستان د صنعتي نشه‌یي توکو د تولید او قاچاق پر مرکز بدل نشي.

کورنیو چارو وزارت له دې مخکې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کر، سوداګرۍ او قاچاق اړوند فعالیتونه صفر ته رسېدلي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېر یو کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره کیلوګرامه بېلابېل طبیعي او مصنوعي نشه‌یي توکي کشف او ضبط شول، چې ټول سوځېدلي او له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال قاسم خالد ويلي، چې د جمهوري نظام پر مهال لوړپوړي چارواکي د نشه‌یي توکو په قاچاق کې ښکېل ول او دغه توکي یې پر ډېر مهارت بهرنیو هېوادونو ته لېږدول.

قاسم خالد وایي:« په تېر یو کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره کیلوګرامه بېلابېل طبیعي او مصنوعي نشه‌یي توکي کشف او ضبط شوي، چې ټول سوځول شوي او له منځه تللي دي.»

ویل کیږي، چې په تېر یو کال کې شاوخوا ۷۵۰ د نشه‌یي توکو قاچاقبران نیول شوي او تر قانوني څار لاندې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

Published

on

ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.

دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش له‌خوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.

د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د سې‌شنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان په افغانستان کې له روغتیایي برخې سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د طبیعي پېښو قربانیانو لپاره د رواني او ټولنیزې روغتیا د ملاتړ پراخولو لپاره د جاپان ۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې به په پېنځه ولایتونو کې ۲۱۰ زره خلکو ته د حیاتي خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي، چې په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو تمرکز کوي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ دا ډول مرستې په هغو سیمو کې روغتیایي پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي ښه کولو لپاره مهمې دي، چې خدمات محدود وي او د زیان منونکو خلکو ترمنځ د هوساینې په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!