Connect with us

لوبی

افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

خپور شوی

د

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

لوبی

فیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو

اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.

Published

on

فیفا د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته د نرینه فوټبال تازه نړیوال نوملړ خپور کړ، چې له مخې یې د نړیوال جام اتله اسپانیا د نړۍ د غوره لوبډلو په سر کې راغلې ده.

اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.

نوی نوملړ د نړیوال جام او نورو رسمي نړیوالو سیالیو د پایلو پر بنسټ جوړه شوی دی. لوبډلو ته د سیالانو د ځواک او د سیالیو د ارزښت له مخې نمرې زیاتې یا کمې شوې دي.

د تازه نوملړ له مخې، افغانستان په یو سلو یواویاوم ځای کې راغلی او اوس هم د آسیا د ټیټې درجې لرونکو لوبډلو په ډله کې دی؛ خو هڅه کوي پر نړیواله کچه خپل ځای ښه کړي.

په همدې حال کې پاکستان د فیفا د ۲۱۰ غړو ټولنو ترمنځ په یو سل او اته‌نوي‌وم ځای کې دی.

د فیفا نړیوال نوملړ د نمرو پر یوه ځانګړي سیسټم ولاړ دی، چې د رسمي نړیوالو سیالیو پایلې، د سیالانو ځواک او د هرې سیالۍ اهمیت په کې په پام کې نیول کېږي.

د نړیوال جام سیالۍ تر ټولو ډېر ارزښت لري؛ له همدې کبله په دې سیالیو کې ښې پایلې د لوبډلو پر نړیوال مقام د پام وړ اغېز کوي.

دغه نوملړ په نړیوال فوټبال کې مهم رول لري؛ ځکه د فیفا او سیمه‌ییزو سیالیو لپاره د لوبډلو د ډلبندۍ او پچې له مهمو معیارونو څخه ګڼل کېږي. لوړ مقام لرونکې لوبډلې معمولاً په پچه‌اچونه او ډل‌وېش کې غوره موقعیت ترلاسه کوي.

د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته به ملي لوبډلې خپلې پاملرنې قاره‌ییزو اتلولیو، د نړیوال جام غوراوي پړاوونو او دوستانه سیالیو ته واړوي، چې پایلې به یې د فیفا په راتلونکي نوملړ کې اغېز ولري.

Continue Reading

لوبی

په کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو

د سیالیو لومړۍ لوبه د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټه‌ګورۍ کې د کهکشان لوبډلې د ام‌ار احدي او د قلعه بست لوبډلې د محمد اکبري ترمنځ ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۵

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ(ای‌ډبلیو‌پي‌ال) لومړی پړاو د دوشنبې ماښام مهال په کابل کې پیل شو، چې د مینه‌والو پراخ هرکلی یې ترلاسه کړ.

د پرانیستې مراسمو ته ګڼ شمېر مینه‌وال ورغلي وه؛ د پلرونو او زامنو پر ګډون ډېر شمېر لېوال ورغلي وه او د افغانستان د لومړي غوره غېږنیونې لیګ د پیل ننداره یې وکړه.

د سیالیو لومړۍ لوبه د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټه‌ګورۍ کې د کهکشان لوبډلې د ام‌ار احدي او د قلعه بست لوبډلې د محمد اکبري ترمنځ ترسره شوه.

په دې سیالیو کې د هېواد ۱۰ لوبډلې او ۱۰۰ مخکښ غېږنیوونکي ګډون لري، چې د سیالیو په اوږدو کې به یو له بل سره سیالي وکړي. تنظیموونکي هیله لري، چې دا لیګ به د افغانستان د ورزشونو له مهمو سیالیو څخه وګرځي.

ګډونوالې لوبډلې یې دا دي:

اخوت

بالاحصار

دوستي

سپین غر

ستاره‌ها (ستوري)

سوله

قلعه بست

فتح

قوش‌تېپه

کهکشان

هره لوبډله ۱۰ غېږنیوونکي لري، چې پر ټولیزه بڼه ۱۰۰ لوبغاړي د هېواد له بېلابېلو سیمو سره راټولوي.

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو او ټلوېزیون او د هغې د ټولنیزو رسنیو له رسمي پاڼو خپرېږي، چې د هېواد دننه او بهر مینه‌وال وکولی شي د خپلې خوښې دا سیالۍ نه یوازې وڅاري، بلکې  کولی شي هره ورځ د کابل پر وخت د ماښام له شپږو بجو څخه یې پر ژوندۍ هم بڼه وګوري.

 

 

د لیګ تنظیموونکي وایي، له دې سیالیو موخه د افغانستان د غېږنیونې وړتیاوو راڅرګندول، د سالمې سیالۍ دودول او لوبغاړو ته د مسلکي سیالیو د یوه مناسب ډګر برابرول دي، څو خپل مهارتونه وښيي او د غېږنیوونکو نوي نسل ته الهام ورکړي.

له مینه‌والو غوښتل شوي، چې د سیالیو د مهالوېش، پایلو، مهمو خبرونو او غوره شېبو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا راډیو او ټلوېزیون رسمي ټولنیزې پاڼې وڅاري.

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ پیل په هېواد کې د مسلکي سپورټ د ودې په لړ کې یو بل مهم ګام ګڼل کېږي، چې هم مینه‌والو ته نوې او په زړه پورې سیالۍ وړاندې کوي او هم غېږنیوونکو ته د کورنیو لوړې کچې سیالیو فرصت برابروي.

 

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي

دا سیالۍ به د چنګاښ له نهه‌ویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.

Published

on

 

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ (اې‌ډبلیو‌پي‌ال) د لومړي پړاو د پیل لپاره د ورځو شمارلو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ اووه ورځې وروسته په کابل کې پیل شي.

دا سیالۍ به د چنګاښ له نهه‌ویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.

آریانا راډیو او ټلوېزیون شبکه، چې د افغانستان د غېږنیونې له فډراسیون سره یې د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ د دې لیګ ټولې سیالۍ به پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې کړي.

تمه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د لس سیمه‌ییزو لوبډلو پر استازیتوب د لس بېلابېلو وزني کټګوریو په سیالیو کې برخه واخلي. دا به په هېواد کې د غېږنیونې له سترو سیالیو څخه وي.

یادې سیالۍ په اصل کې ټاکل شوې وې، چې د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي؛ خو تنظیموونکو د لوبغاړو، لوبډلو او د سیالیو د ښه تنظیم او ډېر چمتووالي لپاره وځنډولې.

غېږنیونه په افغانستان کې له دودیزو او ډېر مینه‌وال‌لرونکو لوبو څخه ده.

چارواکي باور لري، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ پیل به د دې لوبو د منظم ملي جوړښت په رامنځته کولو او راتلونکي پیاوړتیا کې اړین ګام وي.

تنظیموونکي هیله لري، چې دا لیګ به افغان غېږنیوونکو ته د ځان ښودنې ښه فرصتونه برابر کړي؛ نوي استعدادونه به وروزي او په هېواد کې به د غېږنیونې د ودې لپاره اوږدمهاله اغېز ولري.

مینه‌وال کولی شي د سیالیو د مهالوېش، د لوبډلو د خبرونو او وروستیو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا راډیو او ټلوېزیوني رسنۍ له خپرونو او ټولنیزو پاڼو څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117