تازه خبرونه
امریکایي شرکتونه له ټاپي پروژې سره یوځای کېدی شي – د ترکمنستان ملي مشر
نوموړي له العربیه سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د ټاپي پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدمهالي تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې په دې وروستیو کې د مرګونو نښتو شاهدان دي.
د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ويلي، چې نړیوال شرکتونه د امریکایي هغو په ګډون کولی شي د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند (ټاپي) ګاز نللیکې پروژې سره یوځای شي.
نوموړي له العربیه سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د ټاپي پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدمهالي تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې په دې وروستیو کې د مرګونو نښتو شاهدان دي.
هغه زیاته کړې: « دا پروژه، چې د امریکا په ګډون له نړیوال ملاتړ څخه برخمنه ده؛ د سویلي آسیا هېوادونو د مخ پر ودې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا ستره وړتیا لري. دا په آسیا-اوقیانوسیه سیمه، نږدې ختیځ او منځني ختیځ کې د مخ پر ودې بازارونو ته د لاسرسي لپاره د امید وړ لارې هم پرانیزي».
بردي محمدوف زیاته کړې: « ټاپي پروژه د سیاسي ثبات او اقتصادي سوکالۍ لپاره هم خورا مهمه ده او د پانګونې لوړ جذابیت لري».
ترکمنستان پلان لري، چې د نللیکې لومړۍ برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د هرات ښار ته ورسیږي؛ بشپړه کړي. تر دې دمه د دې پروژې د جنوب لوري ته د غځولو پلان ندی اعلان شوی.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم پر مدرسه او عامو سیمو هوایي بریدونه کړي ـ پوهنې وزارت
د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨ د ښوونځیو زدهکوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بېګناه افغانان، ماشومان او سپینږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزارت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له ټولو اسلامي، انساني او بشري اصولو ښکاره سرغړونه وکړه او ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د مٙرغې کلي پر فاروقیه مدرسه او د ننګرهار بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ پر کور او نورو سیمو وحشيانه بریدونه وکړل.
د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨ د ښوونځیو زدهکوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بېګناه افغانان، ماشومان او سپینږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړې؛ د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې تعلیمي مرکز وېجاړ او د قرآن کریم نسخې او نور دیني کتابونه وسوځېدل.
دا نه بښونکې وحشیانه کړنې ښيي، چې د پاکستان پوځي رژیم دښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه، بلکې د افغانانو له دین، زدهکړې، ښوونیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.
تازه خبرونه
د بریټانیا اصلاحاتو ګوند د افغانستان او ۵ نورو هېوادونو پر ویزو د بندیز ژمنه وکړه
د دې ګوند نوی نومول شوی کورنیو چارو وزیر ضیایوسف به د دوشنبې پر ورځ د وینا پر مهال د اصلاحاتو په طرحه کې د پاکستان، سومالیا، اریټریا، سوریې، افغانستان او سوډان پر ډیپلوماټانو، زدهکړیالانو، کارکوونکو، ويآیپي کسانو او سیلانیانو د ویزو بندیز روښانه کړي.
د بریټانیا اصلاحاتو سیاسي ګوند، چې مشري یې نایجل فراژ کوي؛ غواړي، چې په وړاندیز شوې طرحه کې د افغانستان په ګډون پر پېنځه نورو هېوادونو د ویزو بشپړ بندیز ولګوي. دا هڅه د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د دوی د وړاندیز شوې تګلارې او د هغو هېوادونو پر وړاندې د فشار راوستلو یوه برخه ده، چې د شړل شویو وګړو له بېرته منلو څخه ډډه کوي.
د دې ګوند نوی نومول شوی کورنیو چارو وزیر ضیایوسف به د دوشنبې پر ورځ د وینا پر مهال د اصلاحاتو په طرحه کې د پاکستان، سومالیا، اریټریا، سوریې، افغانستان او سوډان پر ډیپلوماټانو، زدهکړیالانو، کارکوونکو، ويآیپي کسانو او سیلانیانو د ویزو بندیز روښانه کړي.
د اصلاحاتو ګوند وایي، چې د دغو هېوادونو حکومتونه د شړل شویو کډوالو او محکومو مجرمانو د بېرته منلو په برخه کې همکاري نهکوي.
تېر کال پاکستان له ۱۶۰ زره څخه ډېرې د بریټانيا ویزې ترلاسه کړې، چې د ویزو یو له سترو ترلاسه کوونکو ګرځوي. د بریټانيا چارواکي وایي: اسلامآباد یوازې د رد شویو پناه غوښتونکو لږه برخه بېرته مني او د هغو کسانو د بېرته منلو په اړه یې، چې پر لوړو جنایي قضیو محکوم شوي؛ له فشار سره مقاومت کړی دی.
دا هڅه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۷۵ هېوادونو پر وړاندې د ویزو بندیز ته ورته بلل کېږي. دا به د اصلاحاتو د هغې سټراټیژۍ مهمه برخه وي، چې غواړي تر ۲۸۸ زره پورې ناقانونه کډوال هره ورځ په پېنځه چارټر الوتنو کې له بریټانیا څخه وباسي.
د قانوني کډوالۍ په برخه کې ضیا یوسف څرګندوي: د اصلاحاتو حکومت به ټولو بهرنیو وګړو ته د ټولنیزو مرستو ورکول بند کړي. اوسمهال شاوخوا ۱.۳ میلیون بهرني وګړي یونیورسل کریډیټ (UC) ترلاسه کوي، چې شمېر یې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۹۰۰ زره و.
ټاکل شوې، چې یوسف به څرګنده کړي؛ د کډوالۍ په اړه اوسنۍ کمزورې پالیسیو د خلکو باور کمزوری کړی او د اصلاحاتو حکومت به د غوره پاملرنې له مخې د بریټانیا پولې خوندي کړي او خلک به د امنیت احساس وکړي.
تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼشمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.
هغه ویلي، چې په دغو بریدونو کې ګڼشمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان او ټپیان شوي دي.
زلمي خلیلزاد د دې وضعیت اصلي لامل د پاکستان غلط سیاستونه، د اقلیتونو ځپل، د ډیموکراټیکو ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه او د واک تکراري پوځي تسلط ګڼلی او دا یې د پاکستان او د ګاونډ هېوادونوپه ځانګړي توګه د هغو افغانانو لپاره، چې خپله کورنۍ جګړه یې پای ته رسولې؛ یوه ټراژیډي وبلله.
هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې پخپلو پالیسیو له سره غور وکړي.
-
تازه خبرونه4 days agoپر ښهنیت د پاکستانيو اسیرانو خوشېکېدا او پر برید د افغانستان ګواښل
-
تازه خبرونه23 hours agoکابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ
-
سوداگري4 days agoافغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران به له ستونزو سره – سره سر ټیټ نکړي- پزشکیان
-
تازه خبرونه4 days agoپه باجوړ کې د وسلوال برید له کبله پاکستان افغان ډیپلومات احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد خیبر پښتونخوا والي له افغانستان سره د سیاسي خبرو اترو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد صنایعو او سوداګرۍ وزیر د همکارۍ او هند د نوې ټکنالوژۍ د رالېږدولو ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: د اسلامي امارت له لوري د درې پاکستانيو بندیانو خوشې کېدا
