Connect with us

سیمه ییز خبرونه

امريكا د هغو زندانيانو سوابق خپاره كړي، چي په پام كي ده د افغان حكومت لخوا خوشې شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

< ![endif]–>

د امريكا دفاع وزارت وايي، چي افغانستان هغه زندانيان له بنده خوشې كوي، چي د افغان او بهرنيو ځواكونو په وژنو كي لاس لري. د امريكا د دفاع وزارت د بګرام له زندان څخه د ۳۷ زندانيانو د خوشي كېدو د پرېكړې په اړه خبر داری وركوي او وايي، چي د دوی لاسونه د ډېرو افغانانو او بهرنيو ځواكونو په وينو سره دي.

د امريكا د دفاع وزارت د افغانستان د بګرام له زندان د ۳۷ زندانيانو د خوشې كېدو د پرېكړې په اړه خبر داری وركړ.

د امريكا د دفاع وزارت چار واكو د هغه ۳۷ زندانيانو سوابق خپاره كړي، چي په پام كي ده د افغان حكومت لخوا خوشې شي.

د دغه چارواكو په وېنا د دغه ۳۷ زندانيانو په ډله كې درې داسي كسان دي، چي د افغان او بهرنيو ځواكونو سره د جګړي پر مهال نيول شوي دي.

لدې ډلې زندانيانو ۱۷ د لاسي ماينونو د جوړېدو او خښولو په تور نيول شوي دي.

امريكايي پوځيان وايي، چي ۲۲ دغو زندانيانو تر نيول كېدو وروسته د ازمايښتونو پر اساس په ډاګه شوي، چي د دوی په بدن او جامو كي د چاودنو نښې ليدل شوې دي.

اندرس فوګ راسموسن د ناټو سر منشي وایي، ((كه هغوی د سياسي لاملونو له امله د محكمي او قانوني پېګرد پرته خوشې شي نو د اندېښني وړ خبره ده. ))

خو د بګرام د زندانيانو د دوسيو د څېړنو د كمېټې غړی عبدالشکور دادرس له دغه ۳۷ زندانيانو څخه دفاع كوي.

ايمل فيضي د ولسمشر وياند هم د بهر ني چارواكو د څرګندونو په اړه غبر ګون ښيي.

صديق صديقي د كورنيو چارو وزارت وياند وایي، د تر هګرو نيول د امنيتي ارګانونو دنده ده او دغه پوځيان د جګړې پر مهال ډېرې ستونزې ويني.

د بګران زندان د زندانيانو په اړه د افغان حكومت او امريكا تر منځ ډېري خبرې شوي ان دا، چي د كابل او اشنګنتن په اړيكو كي یی هم ژوره اغېزه كړې ده.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!