روغتيا
د روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو پر ملاتړ د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د ګوزڼ(پولیو) واکسین لومړنی ملي کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
دا کمپاین په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.
په دې کمپاین کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین ای (A) هم ورکړ شي، چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په ساتلو کې به مرسته وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي ویلي: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره ژمن دی، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس مخه ونیسي. مونږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، چې پولیو ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان څخه له منځه یوسوو.»
نوموړي زیاته کړې:«دا ډېره مهمه ده، چې د ټولنې دیني عالمان، قومي مشران او والدین د ګوزڼ واکسین له ډلو سره ملاتړ ته وهڅوو. مونږ له ټولو خلکو هم غوښتنه کوو، چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې خپله ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.»
پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې هیڅ درملنه نهلري او مخنیوی یې یوازې له واکسین سره شونی دی. دا ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدی شي.
دا مهال په هېواد کې د ګوزڼ ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.
ویل کیږي، چې د دې واکسین اړوند ډلې به د کمپاین پر مهال په ټاکل شویو ځایونو کې شتون ولري او والدین کولی شي خپل ټول له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
روغتيا
نن د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
د «پولیو فري افغانستان» بنسټ اعلان کړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د زمري شپږویشتمه) د هېواد په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین نوی کمپاین پیلېږي؛ دا کمپاین په افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو له ثبتېدا سره هممهاله ترسره کېږي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
دا کمپاین د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار د پولیو د یوې نوې پېښې له راپور وروسته پیلېږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې هم مخکې ویلي وه، چې د ۲۰۲۶ز.کال له پیل راپدېخوا په افغانستان کې د پولیو ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.
پولیو یوه ډېره ساري ناروغي ده، چې په ځانګړي ډول ماشومان ګواښي او د دایمي فلج لامل کېدی شي. د واکسین پرلهپسې اخیستل او د واکسین څو پړاوونه بشپړول د دې ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار بلل کېږي.
افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ له هغو لږ شمېر هېوادونو څخه دي، چې د پولیو ویروس په کې خپرېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د کورنیو تګ راتګ هم په سرحدي سیمو کې د واکسین کولو او روغتیايي څارنې ارزښت زیات کړی دی.
«پولیو فري افغانستان» له کورنیو غوښتي، چې د واکسین په کمپاینونو کې همکاري وکړي، څو ماشومان له دې ناروغۍ خوندي او نورو ټولنو ته د ویروس د لېږد مخه ونیول شي.
روغتيا
په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دې روغتون د جوړولو لګښت د همدې ټولنې له بودجې ورکړ شوی دی.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له دې مخکې د زړه پر سوري اخته ډېر ناروغان د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو یا له هېواده بهر روغتیايي مرکزونو ته تلل؛ خو د دغه روغتون له فعالیت سره به یو شمېر ناروغ ماشومان، وکولی شي په هېواد کې دننه څانګیزه درملنه ترلاسه کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دغه روغتون پرانیستل به د زړه د ګڼو اړمنو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې، د اقتصادي ستونزو له کبله پخوا ډېری ناروغان د اړینو روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو بېبرخې پاتې کېدل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټینګار کړی، چې په ددې روغتون کې به کورني او بهرني څانګوال ډاکټران اړمنو ناروغانو ته د زړه د درملنې خدمتونه ۲۴ ساعته او په وړیا توګه وړاندې کړي او هڅه به وشي، چې ناروغانو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د دغه روغتون څانګوال وایي، د زړه د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ټول عصري تجهیزات په دې روغتون کې برابر شوي دي.
د دغه روغتون له پرانیستې سره به هغه کورنۍ، چې پخوا یې د خپلو ماشومانو د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره د درندو لګښتونو او بهرنیو سفرونو ستونزې ګاللې؛ اوس کولی شي په افغانستان کې دننه له وړیا او څانګیزو روغتیايي خدمتونو برخمنې شي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د «ګاوي» له استازو سره د واکسین پر پراختیا خبرې وکړې
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په کابل کې د واکسین او معافیت نړیوال یووالي(ګاوي) د افغانستان د دفتر له مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف له استازو او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
هغه د شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د وزارت له مهمو لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل، چې د وقایوي خدمتونو ترڅنګ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، د واکسین او روغتیا ملي سټراټیژۍ به ژر وروستۍ او د پلي کېدا لپاره اړوند بنسټونو ته وړاندې شي.
دغه راز د ګاوي، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف استازو خپل نظرونه شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په یادو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ویل کیږي، چې افغانستان اوس هم د ګاوي له لومړیتوبونو څخه دی او دغه بنسټ به د روغتیا او معافیت په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکاري روانه ساتي.
-
نړۍ5 days agoامریکا په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه وځنډوله
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په چترال کې د اسلامي امارت مخالفان پناهځایونه لري – د بدخشان چارواکي
-
International Sports5 days agoټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینهوالو ته د ایافال جام لوبه خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد کابل هوایي ډګر«ابي» دروازې د چاودنې په اړه نوي محرم اسناد وموندل شول– امریکا
-
تازه خبرونه4 days agoله بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیانمن کړ- ترمپ
-
تازه خبرونه4 days agoد ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو
-
نړۍ5 days agoد امریکا د استخباراتو مشر د خبرو لپاره روسیې ته سفر کړی
-
تازه خبرونه5 days agoیو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
