روغتيا
دولتي روغتونونو ته د پانگوالو د پاملرنې ناسته جوړه شوه
عامې روغتيا وزارت روغتونونو ته د پانگوالو د پاملرنې په موخه يوه ناسته جوړه كړه.
د عامي روغتيا وزيره وايي، چي:
د دي ناستي موخه د كابل دولتي روغتونو ته د خصوصي پانگوالو جلب و جذب دي؛ ځكه، چي دولتي روغتونونه خلكو ته روغتيايي خدمتونه وړاندي كړي.
د عامي روغتيا وزيره ثريا دليل زياتوي، چي د قانون له مخي بايد يو شمېر دولتي روغتونونه د ښه خدمتونو په موخه په گده كنترول شي.
د سوداگرۍ خوني عامه پلاوي رييس محمد قربان حقجو وايي، خصوصي سكتور په روغتيايي چاروكي د پانگوني ليوال دي؛ خو تر اوسه په دي برخه كي شوې پانگونې معياري نه دي او ډيرو كسانو، چي په دي برخه كي پانگونه كړي يوازنۍ موخه يي پيسي دي.
ويل كيږي، چي د جمهوريت دوه سوه بستريز روغتون، د شيخ زاهد د مور او ماشوم سل بستريزه روغتون او جناح دوه سوه بستريز روغتون د عامه او خصوصي مشاركت برنامې ته معرفي شوي دي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزارت نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ
عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د ګوزڼ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړی او په دې توګه له ګوزڼ څخه د خوندي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي.
دا کمپاین به د غویی تر دیارلسمې / د می تر دوهیمې نېټې روان وي.
عامي روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دې پړاو کې له ۱۰ اعشاریه ۷ میلیون ډېرو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له ۵ کلونو لږ وي؛ لاسرسي ومومي.
پولیو يا ګوزڼ يوه سارې نااعلاج ناروغي ده، چې په ماشومان کې د دايمي فلج سبب ګرځي؛ خو د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې د دغې ناروغي مخنیوی یوازې پر واکسین کولو شونی دی.
د یادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د ۶ مثبتو پېښو په اړه راپور ورکړ شوی و.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
-
تازه خبرونه4 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه4 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی4 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
لوبی1 day ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي