Connect with us

تازه خبرونه

د امربالمعروف وزیر په افغانستان کې د شریعت پر بشپړ تطبیق ټینګار څرګند کړ

نوموړي ویلي؛ د اسلامي نظام معنا دا ده، چې شریعت په بشپړ ډول تطبیق شي، له مظلوم څخه دفاع وشي، عدالت ټینګ شي او خلک پر دین برابر وروزل شي.

خپور شوی

د

 

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر محمد خالد حنفي په هرات ولایت کې د لویدیځو ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، متنفذینو او د رسنیو له استازو سره په ناسته کې د شریعت پر بشپړ تطبیق، د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د خلکو پر دیني او ټولنیزو مسوولیتونو ټینګار وکړ.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي نظام معنا دا ده، چې شریعت په بشپړ ډول تطبیق شي، له مظلوم څخه دفاع وشي، عدالت ټینګ شي او خلک پر دین برابر وروزل شي.

هغه زیاته کړې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د کوم وزارت یا نظام قانون نه، بلکې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم قانون دی او د هغه پلي کول یوازې د وزارت او محتسبانو دنده نه، بلکې د هر مسلمان ګډ مسوولیت دی.

د امر بالمعروف وزیر دیني عالمانو ته په خطاب کې څرګنده کړې، منبر د دعوت، اصلاح او بدلون ځای دی او علما مسوولیت لري، چې د همدې لارې ټولنې ته د حق لار وښيي او خلک اصلاح کړي.

هغه وایي، چې د ټولنې اصلاح هغه مهال رامنځته کېږي، چې له منبره د حق غږ پورته شي.

محمد خالد حنفي ویلي: هغو کسانو، چې پخوا یې د بهرنیانو پر ملاتړ پر ښځو او بې‌ګناه خلکو ظلمونه کول؛ نن د ښځو د حقونو خبرې کوي. حال دا، چې اسلامي نظام د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو او کرامت تر ټولو ښه ساتونکی دی.

هغه زیاته کړې، په نړۍ کې داسې کسان شته، چې په فساد، ظلم او د انساني ارزښتونو خلاف کړنو ویاړي؛ خو دیني عالمان باید پر دې وویاړي، چې د الهي احکامو د پلي کېدا زمینه برابره شوې او د دیني ارزښتونو د ټینګښت لپاره ترې همکاري غوښتل کېږي.

د امر بالمعروف وزیر وایي، چې د دې وزارت د قانون هره ماده د شریعت پر بنسټ جوړه شوې او موخه یې د هېوادوالو د حقونو خوندي کول دي.

د هغه د څرګندونو له مخې: هغه نړیوال، چې د وزارت پر کړنو نیوکې کوي او د مخنیوي هڅه یې کوي؛ په حقیقت کې له دیني احکامو سره ستونزه لري.

هغه د رسنیو له مسوولینو هم وغوښتل، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون لومړی پر ځان او خپلو همکارانو عملي کړي او بیا یې د خپلو رسنیو له لارې خلکو ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، رسنۍ په اوسني وخت کې د منبر رول ترسره کوي او په دې برخه کې خپل مسوولیت باید ادا کړي.

مولوي محمد خالد حنفي همداراز څرګندوي: هغه کسان، چې د امریکا ترڅنګ یې د مسلمانو ښځو او میندو د بمبارډ، لوټ او بې‌عزتۍ ملاتړ کاوه؛ نن د شریعت د پلي کېدو په اړه د ښځو د حقونو خبره کوي. حال دا، چې اسلام د بشري حقونو اصلي او غوره مرجع ده.

هغه د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې ګواکې د امر بالمعروف محتسبان په هرات کې ښځې بندیانوي وویل؛ استخباراتي کړۍ د افواهاتو پر خپرولو د عامه ذهنونو د مغشوشولو هڅه کوي.

نوموړي له دیني عالمانو، قومي مخورو او د رسنیو له استازو وپوښتل، چې آیا دوی په خپله داسې کومه پېښه لیدلې ده؟ هغه زیاته کړې، چې دا ډول تبلیغات د مخالفانو بې‌دلیله ادعاوې دي او له حقیقت سره تړاو نه‌لري.

تازه خبرونه

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیر سراج‌الدین حقاني له‌خوا د خبرو اترو د یوه میکانیزم له رامنځته کولو وروسته، اسلام‌آباد چمتو دی، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ د ستونزې د اوارولو په اړه د دولتونو پر کچه خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار نه‌اخیستل کېږي.

د پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د امنیتي او ترهګرۍ ضد موضوعاتو په اړه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکاریو غوښتنې بیا زیاتې شوې دي.

افغانستان په وار وار ویلي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د منظمې او همغږ لیکدود رامنځته کول اړین دي – مهاجر فراهی

دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهی ويلي، د پښتو او دري ژبو د املا لپاره د یوې منظمې او همغږلکدود رامنځته کول اړین دي.

نوموړي دغه څرګندونې د کابل د ملي موزیم په تالار کې د« پښتو او دري ژبو د املا د لیکدود او لیکلو د سمون او یو شان کولو» د علمي او فرهنګي ورکشاپ د پای په مراسمو کې کړې دي.

دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیالۍ د ژبو عالي شورا د کمیسیون له خوا جوړ شوی و، چې د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو، لیکوالانو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو او د علومو اکاډمۍ استازو او خبریالانو په کې ګډون کړی و.

مهاجر فراهی ویلي؛ ژبې بېلابېلې لهجې او د ویلو او لیکلو بېلابېلې بڼې لري او د املا لپاره د یوې منظمې لارې رامنځته کول کولی شي د لیکدودي اختلافونو کچه راکمه کړي.

هغه زیاته کړې، د دا ډول علمي ناستو جوړول د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو ترمنځ د نظرونو د تبادلې زمینه برابروي او د ژبو له پیاوړتیا او ودې سره مرسته کولی شي.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عبدالرحمن طیبي هم د افغانستان د ژبې، فرهنګ او ادبیاتو د ساتنې او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ژبو د عالي شورا استادانو او غړیو هم ویلي، چې د پښتو او دري ژبو د املا د یو شان کولو طرحه د استادانو، څېړونکو او ژبپوهانو په ګډون جوړه او وروستۍ شوې ده.

هغوی ویلي، د دې طرحې پلي کول کولی شي د املايي اختلافونو په کمولو او د لیکلو په طریقه کې د ډېرې همغږۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او په علمي، ښوونیزو، کلتوري او رسنیزو برخو کې د پښتو او دري ژبو کارول نور هم منظم کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له بګرام څخه د امریکا د شپې وتلو افغانستان د سقوط پر وړاندې زیان‌من کړ- ترمپ

ترمپ په دې خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست شپږویشتمه د کابل د«ابي» دروازې د برید د پېنځمې کلیزې د درناوي ورځ اعلان کړې ده.

Published

on

د کابل د ابي» دروازې له مرګوني برید پېنځه کاله وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د دې پېښې د پېنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

ترمپ په دې خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶ز.کال د اګست شپږویشتمه د کابل د«ابي» دروازې د برید د پېنځمې کلیزې د درناوي ورځ اعلان کړې ده.

په دې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه د ماښام پر ۵:۳۶ د داعش یوه غړي ځان د کابل د«ابي» دروازې  ګڼې ګوڼې ته ورساوه او له ځان سره لېږدولی بم یې وچاوداوه. د دې برید په پایله کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول، ۴۵ نور ټپیان او له ۱۶۰ ډېر افغانان هم ټپیان شول.

ترمپ په خبرپاڼه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو پر وړاندې خپل ژور درناوی څرګند کړی او د هغوی نومونه یې هم یاد کړي دي.

هغه ویلي، چې د دې برید د پېنځمې کلیزې په مناسبت د دغو سرتېرو قربانۍ او زړورتیا ته درناوي کوي.

ترمپ ویلي، چې امریکايي وسله‌والو ځواکونو ۲۰ کاله د افغانستان په غرونو او ښارونو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او طالبانو له واکه د لرې کولو لپاره جګړه وکړه؛ خو پر وینا یې، جو بایډن دغه لاسته راوړنې له افغانستان څخه پر بېړې او ناسم وتلو له منځه یووړې او دا بهیر د امریکا په تاریخ کې پر یو له تر ټولو بدو پوځي ناورینونو بدل شو.

په اعلامیه کې راغلي، چې جو بایډن د ۲۰۲۱ز.کال د جولای پر دوه‌یمه امریکايي ځواکونه د شپې له‌خوا له بګرام هوايي اډې څخه وایستل؛ پرته له دې، چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په جریان کې کړي. ترمپ ویلي، دا پرېکړه په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو سترې پوځي اډې د له لاسه ورکولو، د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت د پوځي تجهیزاتو د له منځه تلو او د پاتې امریکايي ځواکونو د سټراټیژیکو آسانتیاوو د له لاسه ورکولو لامل شوه.

د ترمپ د څرګندونو له مخې، طالبانو په څو اوونیو کې بګرام ونیو او زرګونه ترهګر او مجرمان یې له زندانونو خوشې کړل.

هغه زیاته کړې، چې کابل ډېر ژر سقوط وکړ او امریکايي ځواکونو د افغانستان د له‌پاشل کېدا په ترڅ کې د (کابل) له نړیوال هوايي ډګر څخه د تخلیې له سختو عملیاتو سره مخ شول.

ترمپ ویلي:« زه( د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان) تل امریکا ته لومړیتوب ورکوم او د خپل حاکمیت څخه به دفاع کوم.»

هغه زیاته کړې، چې د دې برید د مسوول داعش غړي له نیول کېدا او د امریکا عدالت ته له سپارلو خوښ دی او ټینګار یې کړی، چې تل به د امریکا د وسله‌والو ځواکونو تر څنګ ولاړ وي، د سرتېرو له کورنیو به ملاتړ کوي او د هغې تېروتنې اجازه به ورنه‌کړي، چې د«ابي» دروازې د برید لامل شوې؛ بیا تکرار شي.

ترمپ په پای کې ویلي؛ امریکا په دې کلیزه کې یو ځل بیا د وژل شویو ۱۳ سرتېرو او د هغوی له کورنیو سره خپله سپېڅلې ژمنه تازه کوي، چې د هغوی نومونه تل په یاد وساتي، د یاد درناوی یې وکړي او هغه درنده بیه به هیڅکله هېره نه‌کړي، چې هغوی د خپل هېواد لپاره پرې کړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!