Connect with us

لوبی

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي

دا سیالۍ به د چنګاښ له نهه‌ویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.

خپور شوی

د

 

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ (اې‌ډبلیو‌پي‌ال) د لومړي پړاو د پیل لپاره د ورځو شمارلو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ اووه ورځې وروسته په کابل کې پیل شي.

دا سیالۍ به د چنګاښ له نهه‌ویشتمې څخه د زمري تر اتمې پورې د کابل د بدني روزنې او سپورټ په جمنازیوم کې ترسره شي او هره ورځ به د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ روانې وي.

آریانا راډیو او ټلوېزیون شبکه، چې د افغانستان د غېږنیونې له فډراسیون سره یې د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ د دې لیګ ټولې سیالۍ به پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې کړي.

تمه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د لس سیمه‌ییزو لوبډلو پر استازیتوب د لس بېلابېلو وزني کټګوریو په سیالیو کې برخه واخلي. دا به په هېواد کې د غېږنیونې له سترو سیالیو څخه وي.

یادې سیالۍ په اصل کې ټاکل شوې وې، چې د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې پورې ترسره شي؛ خو تنظیموونکو د لوبغاړو، لوبډلو او د سیالیو د ښه تنظیم او ډېر چمتووالي لپاره وځنډولې.

غېږنیونه په افغانستان کې له دودیزو او ډېر مینه‌وال‌لرونکو لوبو څخه ده.

چارواکي باور لري، چې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ پیل به د دې لوبو د منظم ملي جوړښت په رامنځته کولو او راتلونکي پیاوړتیا کې اړین ګام وي.

تنظیموونکي هیله لري، چې دا لیګ به افغان غېږنیوونکو ته د ځان ښودنې ښه فرصتونه برابر کړي؛ نوي استعدادونه به وروزي او په هېواد کې به د غېږنیونې د ودې لپاره اوږدمهاله اغېز ولري.

مینه‌وال کولی شي د سیالیو د مهالوېش، د لوبډلو د خبرونو او وروستیو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا راډیو او ټلوېزیوني رسنۍ له خپرونو او ټولنیزو پاڼو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

زرګونو کسانو په کابل کې له شاپور ځدراڼ سره وروستۍ مخه ښه وکړه

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیب‌الرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.

Published

on

 

زرګونو کسانو د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د هېواد د کرکټ له یوې اغېزمنې څېرې سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.

د نوموړي د جنازې لمونځ د پنجشنبې پر سهار(۱۰ بجو) د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او وروسته یې جسد د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو؛ راشد خان، محمد نبي او مجیب‌الرحمن، د نوموړي د کورنۍ غړو، چارواکو، لوبغاړو او زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و او د افغانستان کرکټ له یوه مخکښ لوبغاړي سره یې وروستۍ مخه ښه وکړه.

د شاپور ځدراڼ جسد د چارشنبې پر ورځ( د چنګاښ اووه‌لسمه) له هند څخه، چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره په یوه روغتون کې بستر و؛ د کام‌ایر په الوتکه کابل ته راولېږدول شو او د سې‌شنبې( دچنګاښ پر شپاړلسمه) پر ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړې وه.

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو، ۳۶ شل‌آوریزو نړیوالو او یوې ټسټ لوبه کې برخه اخیستې وه او نړیوالو سیالیو ته یې د افغانستان په لاره موندلو کې یې خپله ونډه ترسره کړه.

د نوموړي له مړینې وروسته د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو برخو د کرکټ لوبغاړو، پخوانیو ملګرو او مینه‌والو د خواخوږۍ او درناوي پیغامونه خپاره شوي دي. ډېری کسان شاپور ځدراڼ د افغانستان کرکټ د بریاوو له بنسټګرو او هغو لوبغاړو څخه ګڼي، چې افغانستان یې د نړیوال کرکټ د راڅرګندېدونکي ځواک په توګه نړۍ ته وروپېژاند.

 

Continue Reading

لوبی

په نړیوال جام کې د ټرمپ ناندریزه سلاسوهنه؛ فیفا بالوګون ته د بلجیم پر وړاندې د لوبې اجازه ورکړه

دغه راز د بلجیم فوټبال فډراسیون ویلي، چې له دې پرېکړې «حیران» شوي او د قانوني غوراویو پر ارزونه بوخت دی.

Published

on

 

فیفا په بې‌ساري پرېکړه کې د امریکا د ملي لوبډلې د لوبغاړي فلارین بالوګون بندیز وځنډاوه او هغه ته یې اجازه ورکړه، چې د دوشنبې پر ورځ د بلجیم پر وړاندې د منځلوبو په پایلوبه ولوبیږي.

راپورونه وایي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً د فیفا له مشر جاني انفانټینو څخه غوښتنه کړې وه، چې د دې لوبغاړي پر بندیز بیاکتنه وشي.

دې پرېکړه د فیفا د انضباطي بهیر پر نړیواله کچه پاملرنې راواړولې؛ د بلجیم سخت غبرګون یې راوپاراوه او بحثونه یې له تخنیکي فوټبال څخه د سیاست او فوټبال اړیکې ته راواړول.

په لنډ وخت کې دا موضوع د ټورنمنټ له تر ټولو جنجالي رسنیزو مسایلو څخه شوه او شنونکي یې اړ کړل، چې ووایي: آیا فیفا عدالت مراعات کړی او که یې خپل قوانین کمزوري کړي دي.

فیفا تر اوسه د رسنیو د غوښتنو په ځواب کې د دې پرېکړې او د ټرمپ او انفانټینو د اړیکې په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې په ۲–۰ لوبه کې درېیم ګول کړی و؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې د تاریک محرمویچ پر وړاندې د خطا له کبله سور کارت واخیست.

هغه د VAR له بیاکتنې وروسته له ډګر وایستل شو؛ خو د امریکا د ملي لوبډلې روزونکي مائوریسیو پوچیټینو ویلي وه، چې دا صحنه د سره کارت وړ نه‌وه.

راپورونه وایي، ټرمپ په ټیلیفوني اړیکه کې د فیفا له مشر څخه د دې اخراج د بیاکتنې غوښتنه کړې وه. فیفا اعلان کړی، چې بالوګون کولی شي لوبه وکړي؛ خو سور کارت په بشپړ ډول لغوه شوی نه‌دی.

د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د انضباطي اصولو د ۲۷ مادې له مخې د بندیز عملي کېدل د یو کال لپاره وځنډول شول.

همدارنګه ویل شوي، که نوموړی په دې موده کې ورته سرغړونه وکړي؛ بندیز به بیا عملي شي.

فیفا ټینګار کړی، چې په ځینو مواردو کې د بندیز د بشپړ یا جزوي ځنډولو واک لري.

ترمپ په ټولنیزو رسنیو کې له فیفا مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه یوه «لویه بې‌عدالتي» سمه کړه.

د امریکا فوټبال فډراسیون دا پرېکړه منلې؛ خو ځینو لوبغاړو ویلي، چې دوی دا خبر یوازې د روزنې پر مهال د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کړی و.

کریسټین پولیسیچ ویلي:« لومړی مو فکر وکړ، چې رښتیا نه‌ده؛ خو، چې پوه شوو رښتیا ده، ښه خبر و.»

مائوریسیو پوچیتینو هم دا پرېکړه عادلانه بللې او ویلي یې دي، چې په فوټبال کې ډېر کسان د بندیز له پرېکړې سره موافق نه‌ول.

دغه راز د بلجیم فوټبال فډراسیون ویلي، چې له دې پرېکړې «حیران» شوي او د قانوني غوراویو پر ارزونه بوخت دی.

دې فډراسیون ټینګار کړی، چې د فیفا د اصولو له مخې سور کارت باید اتومات د راتلونکې لوبې د بندیز لامل شي او دا پرېکړه د سیالیو له مقرراتو سره په ټکر کې ده.

په پای کې ټاکل شوې لوبه به د دوشنبې پر ورځ په داسې فضا کې ترسره شي، چې دا پرېکړه د نړیوال جام له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه ګرځېدلې او د فیفا د صلاحیتونو په اړه بحثونه اوس هم روان دي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شل‌آوریزه لوبه کوي

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړه‌لیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د چنګاښ پر نولسمه / د جولای پر لسمه به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي او دواړه لوبډلې به یوه دوستانه شل‌آوریزه لوبه ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړه‌لیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.

ټاکل شوې، چې دا دوستانه لوبه د سهار پر ۹:۰۰ پیل او د افغانستان یوولس کسیزه لوبډله به د ازبکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي. دغه لوبه به په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ټلوېزیوني او ډیجیټلي خپرنیزو شبکو له لارې پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، چې دا بنسټ ازبکستان ته د ورته نویو راټوکېدونکو کرکټي هېوادونو ملاتړ ته ژمن او چمتو دی، چې له هغو هېوادونو سره هم همکاري وکړي، چې غواړي کرکټ ته وده ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان کرکټ بورډ له دې مخکې د ازبکستان کرکټ فډراسیون د غړو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرامونه او روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي او تېر کال یو شمېر ازبک چټکو توپ‌اچوونکو هم د افغانستان کرکټ بورډ د چټکې توپ‌اچونې په ځانګړي روزنیز کمپ کې ګډون کړی و.

نصیب خان زیاته کړې، ازبکستان تل له افغانستان سره دوستانه چلند کړی او دواړو هېوادونو له وروستیو کلونو راپدېخوا د روغتیا، سیاست او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کرکټ په برخه کې نږدې همکاري به د دواړو ګاونډ هېوادونو اړیکې نورې هم ټینګې او پیاوړې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117