سیمه ییز خبرونه
انقره به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان، پاكستان او تركيې د اتمې درې اړخيزې ناستې كوربه وي
افغان ولسمشر حامد كرزى د يوه جګپوړري دولتي پلاوي په مشرۍ تركيې ته روان شو. انقره به د چهارشنبې په ورځ ( د سلواغی ۲۳ ) د افغانستان، پاكستان او تركيې د اتمې درې اړخيزې ناستې كوربه وي، د تركيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر عبدالله ګل به له خپل افغان سيال حامد كرزي او د پاكستان له لومړي وزير نوازشريف سره وګوري او د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، پوځي چارواكي، او سوداګر به هم په بېلابېلو ناستو كې سره وګوري.
په داسې حال كې، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو د وتو نېټه را نږدې كېږي، د افغانستان، تركيې او پاكستان جګپوړي چارواكي په انقره كې د سيمې او افغانستان پر روان حالت خبرې كوي.
له ۲۰۰۷ ميلادي كال را په دېخوا د درې واړو هېوادونو تر منځ درې اړخيزې ناستې پېل شوي، د افغانستان او سيمې پر حالاتو خبرې، اقتصادي او پارلماني همكارۍ او د آسيا د زړه هېوادونو تر منځ د باور فضا را منځته كول د دې ناستو موارد بلل شوي دي.
فايق واحدي د افغان ولسمشر د وياند مرستيال وایي، ولسمشر كرزى به يو ځل بيا له ترهګرۍ سره په مبارزه كې د پاكستان د جدي همكاريو غوښتنه وكړي.
خو آيا پاكستان په وروستيو ۱۲ كلونو كې د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل كړى.
د تركيې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه كې راغلي، د درې اړخيزې ناستې موخه د درې واړو هېوادونو تر منځ د څو اړخيزو همكاريو پر مخ بيول دي، څو ښه راتلونكې ولري.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی2 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی4 days ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې
-
نړۍ4 days ago
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی