تازه خبرونه
له ایران څخه د افغانانو جبري ستنېدا؛ ښځې او ماشومان له ګواښونو سره مخ دي
د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زدهکړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.
د بشري حقونو«هانا» بنسټ خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د بېاسناده افغانانو د ایستلو لړۍ، ښځې او ماشومان له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کوي.
د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زدهکړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.
د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې، ښځې او نجونې هم د زدهکړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو او د کافي ملاتړیزو شبکو د نشتوالي له کبله له زیاتې زیانمنکېدا سره مخ دي.
«هانا» ټینګار کړی، چې یوازې افغانان«بېاسناده» ګڼل باید د هغوی د ساتنې د اړتیاوو د ځانګړې ارزونې ځای ونهنیسي او له ستنولو مخکې باید قانوني تضمینونه او بشري مرستې برابرې شي.
د ایران کورنیو چارو وزارت د اګست پر نهمه ویلي، د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال له پیل راپدېخوا شاوخوا دوه میلیون بېاسناده یا ناثبت شوي افغانان له دغه هېواده ایستل شوي او د ایستلو لړۍ یې اوس هم روانه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال د جولای تر یوولسمې پورې شاوخوا ۳۱۵زره او ۸۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي، چې تر دې دمه له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو د ثبت شویو له ۸۳ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دې مخکې له هېوادونو غوښتي؛ په هغو برخو کې، چې خلک له خوندیتوب ګواښونو سره مخ وي، له جبري ستنولو یې ډډه وکړي. دې ادارې ښځې او نجونې د تر ټولو زیانمنونکو څخه بللې دي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی4 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

