تازه خبرونه
عرفان: د ټاکنو له پروسې بهر د حکومت د جوړښت پر سر هوکړه پر اساسي قانون لوی ګزار دی
ولسي جرګه د ولسمشری نوماندانو تر منځ د ملی وحدت حکومت د جوړېدو پر سر د احتمالی توافقاتو د لاسلیک ملاتړ کوي.
د دغی جرګی غړی وایی د ولسمشری نوماندانو تر منځ د ملی وحدت حکومت د جوړېدو ټرون یو شمیر موارد د اساسی قانون سره په ټکر کی دی خو دوی شرایطو ته په کتود دغه هوکړی هر کلی کوی .
د ټاکنیزو جنجالونو او د ملی وحدت د حکومت پر سر د دواړو نوماندانو تر منځ په وار وار خبری اتری شوې دي که څه هم وېل کېږی دوی یوی پرېکړې ته نږدې شوي دي خو وروستي توافق ته اوږده لاره پاتی ښکاري.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وایی، چی د افغانستان اوسني شرایطو ته په کتو د دواړنوماندنو د هوکړې پر رسېدو ملاتړ کوي.
د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وایی، د ټاکنو له پروسی بهر د نوماندانو تر منځ د حکومت د جوړښت پر سر هوکړه پر اساسي قانون او ډیمو کراسۍ لوی ګزار دی.
همداراز د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح د ولسمشری له نوماندانو غواړي، چي باید د ملی یوالي د حکومت پر جوړېدو خپلی ژمنی په عمل کی پلی کړي، خو کی دوی پر خپل ژمنو بیا عمل و نکړي ښایی حکومت یی تر شپږ میاشتو دوام و نکړي.
تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي له دواړو کاندیدانو سره په جلا جلا کتنو کې د ټاکنیزې لانجې د غوڅولو غوښتنه کړې او د عالمانو شورا هم هېواد له اوسني کړکېچه د وتلو لپاره د دواړو کاندیدانو موافقه اړینه بللې وه.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.
یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.
د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.
تازه خبرونه
د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.
ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.
اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.
تازه خبرونه
د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه
یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درېوو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.
د دوشنبې پر ورځ د غویی اووهلسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.
د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاسرسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري2 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
لوبی1 day ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ24 hours ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس