تازه خبرونه
فساد له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت دریځ کمزوری کړی- سیګار
د افغانستان په بیا رغونه د امریکا د څار ادارې مشر جان سپکو ویلي؛ اداري فساد د طالبانو لپاره هغه موضوع ده، چې د خبرو پر وخت پرې د ځان په ګټه ډېرې چنې ووهي او حکومت په کمزوري وضعیت کې واچوي.
په داسې حال کې، چې په راتلونکیو اوونیو کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلیدو راپورونه ورکول کیږي؛ خو د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې ویلي، چې په حکومت کې سیستماتیک اداري فساد به له طالبانو سره په خبرو کې د حکومت دریځ ډېر کمزوری کړي.
د دغې ادارې مشر په نامستقیمه توګه افغان سیاستوالو ته ویلي، چې په راتلونکي کې د بهرنیو مرستو لپاره ډېر په تمه نه وي.
Many #Afghan and international observers have asserted that #corruption in #Afghanistan, by at least 2009, had become systemic, or pervasive and entrenchedhttps://t.co/6d03aOtxdo
— SIGAR (@SIGARHQ) June 25, 2020
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې مشر جان سپکو څرګنده کړې؛ افغان رهبران باید پوه شي، چې د بهرنیو مرستو پر ځای خپل پانګوال د هېواد لپاره ګټور تمامیدای شي؛ ځکه له نولس کلنې جګړې وروسته نړیوال په ځانګړي توګه امریکا افغانستان ته له مرستو ستړې شوې.
Tackling systemic #corruption demands cooperation from political leaders whose dominance may rely on the very power structures anticorruption efforts seek to dismantlehttps://t.co/6d03aOtxdo
— SIGAR (@SIGARHQ) June 25, 2020
جان سپکو ویلي، چې په افغانستان کې ادارې فساد د یوه لوی خطر په توګه مطرح دی او دوام به یې پر دولت د خلکو باور په بشپړه توګه له منځه یوسي.
نوموړي څرګنده کړې: دا یو لوی خطر دی، چې افغان دولت ور سره مخ شوی. دا کار د دې لامل کیږي ، چې د هغو افغانانو ملاتړ له لاسه ورکړي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په لټه کې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي، چې په افغانستان کې له داري فساد سره د حکومت مبارزه پڅه ده او له کبله یې افغانان او نړیوال ناهیلي شوي دي.
هغې زیاته کړې؛ په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ځينې پرمختګونه شوي، خو پوره ندي. اوس هم د افغانستان په ادارې فساد کې ښکېلې سیاسي څېرې خوندي او له مصونیت برخمنې دي.
افغان حکومت له اداري فساد سره د جدې مبارزې خبرې کوي؛ خو د هرې ورځې له تېریدو سره د فساد راپورونه ډېریږي، چې له کبله یې نه یوازې افغانان ناهیلي شوي، بلکې نړیوالو مرستندویانو هم له افغانستان سره پر خپلو مرستو له سره غور پیل کړی دی.