تازه خبرونه
افغانستان او ټانزانیا د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا لیدنه د ټانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې شوې او دواړو لوریو د پانګونې پر فرصتونو، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ټانزانیا د متحد جمهوریت د کانونو له وزیر انټوني ماوینډ سره په لیدنه کې د کانیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا لیدنه د ټانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې شوې او دواړو لوریو د پانګونې پر فرصتونو، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، نورالدین عزیزي د افغانستان پراخ کانیز ظرفیت ته پر نغوته په هېواد کې دننه د کانیزو توکو پر پروسس ټینګار کړی او څرګندوي، چې دا تګلاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د لوړ ارزښت لرونکو کانیزو محصولاتو د صادراتو زمینه برابروي.
د نادرو او ارزښتناکو منرالونو د صادراتو پر مدیریت هم په دې لیدنه کې خبرې شوې دي.
همدارنګه، دواړو لوریو ټانزانیا ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او غالیو پر صادراتو او په کابل او ټانزانیا کې د سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړي او د دغو موضوعاتو د تعقیبولو هوکړه یې کړې ده.