تازه خبرونه
په افغانستان کې له کرونا ۳۰۶۱۶ کسان اخته شوي
له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۱۶۵ پېښې ثبت شوې دي.
مسوولینو ويلي، چې په همدمره وخت کې پېنځه سوه نهه ویشت شکمنې پيښې یې کتل شوي، چې په کې یو سل و پېنځه شپېته مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۲۷ پېښې د هرات، ۱۹ د کندهار، ۷ د بلخ، ۳۴ د پکتیا، ۷ د ننګرهار، ۲۱ د غزني، ۱۰ د خوست، ۷ د لغمان، ۴ د هلمند، ۱ د سمنګان، ۱۷ د پکتیکا، ۳ د روزګان او ۸ نورې په نورستان ولایتون کې ثبت شوې دي.
دغه راز په تېره یوه شپه او ورځ کې د روغتونونو بستر ۲۰ ناروغان مړه او ۳۶۸ نور کورونو ته رخصت شوي، چې ۹ په خوست کې، ۳ په پکتیا کې، ۳ په هلمند کې، ۲ په سمنګان او یو پهروزګان ولایتونو کې مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس ۱۶۵ مثبتې پېښې په تېرو ۳۰ ورځو کې له ټولو لږ ورځینۍ پېښې دي.
د دغو څرګندونو له مخې؛ په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس ۳۰۶۱۶ کسان اخته شوي؛ ۷۰۳ مړه شوي او ۱۰۶۷۴ نور رغیدلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د تازه څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې کابل ولایت پر کرونا ویروس د اخته شویو ناروغانو او مړه شویو له شمېر څخه وتلی او کومه پېشه نلري.
