تازه خبرونه
په افغانستان کې له کرونا ۶۳۹ ناروغان مړه او ۲۹۷۱۵ نور اخته شوي
په افغانستان کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر د چهارشنبې پر ورځ ۲۹۷۱۵ ته لوړ شو، چې د تېرې یوې ورځې په پرتله ۲۳۴ ډېروالی ښیي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۱۲۴ په کابل کې، ۳۴ په هرات کې، ۱۰ په ننګرهار کې، ۲۴ په بامیان کې، ۸ په بادغیس کې، ۳ په لوګر کې، ۲ په پروان کې، ۶ په بدخشان کې، ۲ په لغمان کې، ۷ په کونړ کې، ۳ په پنجشیر کې، ۷ په کاپیسا کې او ۴ نوې پېښې په دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د مړینې شمېرهم د چهارشنبې پر ورځ ۶۳۹ ته لوړه شوی، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۲۱ ناروغان مړه شوي دي.
کرونا ویروس له هغې وروسته، چې په چین کې یې لومړنۍ پېښه وموندل شوه اوبیا څه نا څه په ټوله نړۍ کې خپور شو؛ امریکا، برازیل او روسیه د نړۍ تر ټولو زیانمن شوي هېوادونه دي.
