تازه خبرونه

په افغانستان کې ۳۲۳۲۴ کسان پرکرونا اخته دي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې پر کرونا ویروس د ۳۰۲ مثبتو پېښو له ثبتیدو خبر ورکوي. 

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې ۳۹، په هرات کې ۴۳، په بلخ کې ۳، کندهار کې ۳، په پکتیا کې ۲۰، په تخار کې ۹، په بامیان کې ۵۷، په بادغیس کې ۲۹، په لوګر کې ۲، په پروان کې ۱، په بدخشان کې ۲۴، په کونړ کې ۱، په سمنګان کې ۲۰، په غور کې ۱۲، په فاریاب کې ۳۸ او په نورستان کې یوه مثبتې پېښې کتل شوي، چې له دې سره په ټو هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۳۲۴ ته رسیدلی دی. 

په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۱۲ ناروغان مړه شوي، چې ۶ یې د کابل، ۳ یې د کندهار، ۲ د پکتیا او یو کس هم د تخار ولایتونو دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې له کرونا څخه د مړو شویو شمېر ۸۱۹ ته پورته شو.

دغه راز په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۲۹۰ کسان له کرونا ویروسه رغیدلي، چې له دې سره د ټولو رغیدلیو کسانو شمېر ۱۷۳۳۱ ته لوړ شو.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ۱۰۸۸۹۴۳۴ کسان اخته او ۵۲۱۶۶۹ مړه او ۵۷۷۱۶۷۳ رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version