تازه خبرونه

په افغانستان کې پر یوه ورځ له کرونا ویروسه ۳۶ ناروغان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۳۹۹)

عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې په هېواد کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته ۳۶ کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ۵، د ننګرهار ۱۱، د تخار ۳، د کندوز ۲، د کونړ ۱، د هلمند ۱، د فراه ۳، د پنجشېر ۵، د پکتیکا ۱ او د سرپل ۴ ناروغان مړه شوي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس ۴۶۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۱۶۶ یې د کابل، ۵۹ یې د هرات، ۶۹ یې د پکتیکا، ۵ یې د ننګرهار، ۳۸ یې د تخار، ۳ یې د بامیان، ۱۸ یې د بغلان، ۱ یې د لوګر، ۲۴ یې د کندوز، ۱۳ یې د میدان وردګ، ۷ یې د بدخشان، ۱ یې د لغمان، ۲۲ د کونړ، ۲۵ یې د کاپیسا او ۲۹ یې د دایکندي ولایتونو مثبتې پېښې دي.

له دغو ۴۶۰ مثبتو پېښو سره پر دې ویروس د اخته کسانو ټول شمېر ۳۰۱۷۵ ته پورته شو.

همدارنګه ۳۰۵ ناروغان په تېرو ۲۴ ګړیو کې رغیدلي او له روغتونونو کورونو ته رخصت شوي، چې له دې سره د ټولو رغیدلیو کسانو شمېر ۱۰۱۷۴ ته رسیدلی دی.

تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۹۴۴۰۵۳۵ کسان پر کرونا ویروس اخته؛ ۴۸۲۹۲۳ مړه او ۴۷۵۴۷۵۵

ترې رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version